پوښتنه : محيب دانش

تر 25 کالو يې نذرانه روژه نيولې اوس د ناتوانی په صورت کې څه وکړي ؟

پوښتنه : محيب دانش

يو بې بې مور چې د خپل ماشوم زوی د روغتيا لپاره يې داسې نذر پر ځان منلی چې که مې زوی جوړ شي په هره هفته کې به دری ورځې ټول عمر روژه نيسم زوی يې د الله ج په فضل جوړيږي او مور له هغه وخته تر اوسه چې ۲۵ کاله کيږي روژه نيسی خو اوس ضعيفه او تاتوانه ده څه وکړي ؟
ځواب :
خدای ج دې دغه بې بې مور ته لوی اجر ورکړي چې د خپل رب ج سره يې په کړی وعده کلکه وفا کړي ده .
همداډول پوښتنه د فتاوی جامع اهل سنت  څخه هم شوي ده چې که سړي د نذر له ادا څخه ناتوانه شي څه به کوي ؟
دوی په ځواب کې وايې چې دناتوانی خو څه چاره نشته او دليل يې دغه ايت شريف راوړی چې  لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا الله تعالی بنده په خپل وس مکلف کړي دی .
همدارنګه د بخاری شريف حديث دی :
ـ عَنْ أَنَسٍ t أَنَّ النَّبِيَّ r رَأَى شَيْخًا يُهَادَى بَيْنَ ابْنَيْهِ قَالَ: «مَا بَالُ هَذَا؟» قَالُوا: نَذَرَ أَنْ يَمْشِيَ، قَالَ: «إِنَّ اللَّهَ عَنْ تَعْذِيبِ هَذَا نَفْسَهُ لَغَنِيٌّ» وَأَمَرَهُ أَنْ يَرْكَبَ. (بخاري:1865)
 
انس رض وايې : نبی کريم ص يو زوړ سړی وليده چې د دؤ زامن په کومک ورو ورو په لاره درومې ويې فرمايل : (پدې څه شوی دی ) ويې ويل نذر يې کړی چې پياده به حج ته ځې رسول الله ص وفرمايل ( الله ج دې ته اړتيا نه لری چې دا شخص او نور خپل ځان په زحمت کې اخته کړي ) او امر يې ورته وکړ چې سوار دې شي (او حج ته دې ولاړ شي ).
 
نو ويلای شو چې د ناتوانې په صورت کې انسان ندې مکلف شوی
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 2 times, 1 visits today)