د قيامت نښه : جاهل او فاسق خلک به پورته شي

جاهل ، ناپوهه او بدکار او رزيل خلک به پورته شي ، شريف او پوه خلک به ښکته شي او نا اهله او فاسق خلک به د خلکو په عامه چارو کې خبرې کوي ، کار پوه صاحب او مشاور صاحب به وي .

حُذیفه رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: « لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَكُونَ أَسْعَدَ النَّاسِ بِالدُّنْيَا لُكَعُ ابْنُ لُكَعٍ »[1] .

ژباړه : تر هغه پورې به قيامت قايم نشي څو چې پست او رزيل کسان او د پست او رزيلو کسانو بچيان د خلکو نيکمرغه او غوره خلک نه شي.

عمر بن الخطاب رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مِنْ أشراطِ الساعَةِ أنْ يَغْلِبَ علَى الدُّنيا لُكَعُ بنُ لكَعٍ فخيْرُ الناسِ يومئِذٍ مؤْمِنٌ بين كريمينِ»[2].

د فاسقانو به عزت کيږي او متقيان به حقير ګڼل کيږي :

«منَ اقترابِ الساعَةِ أن تُرْفَعَ الأشرارُ ويوضَعَ الأخيارُ»[3] .

او همدارنګه شريف خلک به ښکته او يا له منځه لاړ شي ، علماء ،عاقل او د حکمت خاوندان به وفات شي او ميدان به نا پوهه ، نا اهله او فاسقو خلکو ته ور پاتې شي او دا خلک بيا د خلکو په عامه چارو کې خبرې کوي او دا د قيامت له نښو څخه يوه نښه ده :

ابی هریره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: « والذي نَفْسُ محمدٍ بيدِهِ ! لا تَقُومُ السَّاعَةُ حتى يَظْهَرَ الفُحْشُ والبُخْلُ ، ويُخَوَّنَ الأَمِينُ ، ويُؤْتَمَنَ الخَائِنُ ، ويَهْلِكَ الوُعُولُ ، وتَظْهَرَ التَّحُوتُ . قالوا : يا رسولَ اللهِ ! وما الوُعُولُ وما التَّحُوتُ ؟ قال : الوُعُولُ : وجُوهُ الناسِ وأَشْرَافُهُمْ ، والتَّحُوتُ : الذينَ كَانُوا تَحْتَ أَقْدَامِ الناسِ لا يُعْلَمُ بِهمْ»[4] .

ژباړه : ژباړه : قسم په هغه ذات چې د محمد صلی الله عليه وسلم نفس د هغه په لاس کې دی قيامت به قايم نشي څو پورې چې بدګويي او بخل ښکاره شي او په خاين به اطمنان او باور کيږي مګر امانت دار به خاين بلل کيږي ، شريف خلک به لرې شي او حقير او نا اهله به ښکاره شي، صحابه کرامو وويل : يا رسول الله وعول او تحوت څه ته وايي : ويې فرمايل : وعول : د خلکو شريف او مخور کسان او تحوت: د خلکو ټيټ او نا پوهه کسان .

آن لاين اسلامي لارښو

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه الترمذي:۲۲۰۹ و صحيح الجامع:۷۴۳۱.

[2] – رواه الطبراني و مجمع الزوائد:۷/۳۲۹، وقال الهيثمي: روي بإسنادين ورجال أحدهما ثقات.

[3] – رواه مجمع الزوائد:۷/۳۲۹و قال هيثمي رجاله رجال الصحيح.

[4] – رواه السلسلة صحيحة :۳۲۱۱.

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي