د قيامت نښې : واک به نا اهله ، فاسقانو او ظالمانو ته وسپارل شي

۶- د حکومت او مشرۍ چاري به نا اهله کسانو ته وسپارل شي:

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« إِذَا وُسِّدَ الأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ »[1].

ژباړه : کله چې د کارونو (حکومت چارې) نا اهله کسانو ته وسپارل شي نو د قيامت انتظار کوه .

معلومه خبره ده چې د امت او يا ولس او ټولنې اصلاح د امراء او مشرانو په اصلاح سره کيږي کچيرې د يوې ټولنې مشران اصلاح او د شرعې موافق وي نو ټولنه به هم ورسره اصلاح وي او کچيرې د يوې ټولنې مشران فاسد وي نو د ټولنې اصلاح ناشوني وي .

حسن البصري رحمه الله عمر بن عبدالعزيز رحمه الله ته د عادل امير په صفت کې داسې ليکي :

«ای أمیر المؤمنين ! عادل امام داسې دی لکه د اندامونو لپاره زړه ، کله چې زړه اصلاح وي نو اندامونه هم ورسره اصلاح کيږي خو که زړه فاسد وي اندامونه هم ورسره فاسديږي .

په دې اړه مونږ ته جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر را کوي چې پر خلکو به داسې زمانه راشي چې د حکومت چارې به د داسې نا اهله کسانو په واک کې وي چې هغوی به د اسلامي شريعت په لارښوونه عمل نه کوي، درواغجن او ظالمان به وي .

جابر رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم کعب بن عُجْرةَ ته داسې وفرمايل :

«يا كعبُ أَعاذَنَا اللهُ مِن إمارةِ السُّفهاءِ  قالوا: يا رسولَ اللهِ وما إمارةُ السُّفهاءِ ؟ قال: أمراءُ يكونون بعدي لَا يَهْتَدُونَ بِهُدَايَ ولا يستنُّون بسنَّتي فَمَنْ صَدَّقَهُمْ بِكَذِبِهِمْ وَأَعَانَهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ فَأُولَئِكَ لَيْسُوا مِنِّي وَلَسْتُ مِنْهُمْ وَلَا يَرِدُونَ عَلَى حَوْضِي ، وَمَنْ لَمْ يُصَدِّقْهُمْ عَلَى كَذِبِهِمْ وَلَمْ يُعِنْهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ فَأُولَئِكَ مِنِّي وَأَنَا مِنْهُمْ وَسَيَرِدُونَ عَلَى حَوْضِي يا كعبُ بنَ عُجْرةَ الصَّومُ جُنَّةٌ والصَّدقةُ تُطفئُ الخطيئةَ والصَّلاةُ برهانٌ»[2] ـ

ژباړه : ای کعب ! الله مونږ د نا اهله له واکمنۍ څخه وساتي ، وويل : يا رسول الله ! د نا اهله واکمني څنګه وي ؟ ويې فرمايل : زما څخه وروسته به داسې واکمنان او مشران راشي چې دوی به زما په لارښوونو او سنتو عمل نه کوي نو چا چې د دوی د درواغ رښتيا وبلل او د دوی سره یې په ظلم کې مرسته وکړه ، نو دا کسانو زما څخه نه دي او نه هم زه د دوی څخه يم او دوی به زما حوض ته نه راځي او چا چې د دوی درواغ رښتيا ونه بلل او د دوی سره يې په ظلم کې مرسته ونه کړه ، نو دا کسان زما څخه دي او زه د دوی څخه يم او دوی به زما حوض ته راځي ، ای کعب ! روژه د دوزخ پر وړاندې ډال دی ، او صدقه ګناه له منځه وړي او لمونځ د ايمان او مسلمانۍ دليل دی .

او حاکم په مستدرک کې دا لفظ هم نقل کړی دی : « يَا كَعْبَ بْنَ عُجْرَةَ إِنَّهُ لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ لَحْمٌ نَبَتَ مِنْ سُحْتٍ ، النَّارُ أَوْلَى بِهِ»[3]

رښتيا ويلي رسول الله صلی الله عليه وسلم : «أَلَا إِنَّ مِنْ أشراط السَّاعَةِ أَنْ تُرْفَعَ الْأَشْرَارُ، وَتُوضَعَ الْأَخْيَارُ، ويُفتح الْقَوْلُ، وَيُخْزَنَ الْعَمَلُ»[4].

ژباړه : خبردار دا چې د قيامت له نښو څخه (يوه نښه دا ده چې ) شرير او نا اهله به پورته شي او ښه او اهل خلک به ښکته شي ، خبرې به ډيرې او عمل به کم شي .

۷- د ظالمانو واکمنانو او چارواکو ښکاره کيدل:

په آخره زمانه کې به ظلم ډير زیات شي تر دې چې هغه کسان چې دوی ته د خلکو د چارو واک او امنيت سپارل شوی وي ظالمان او فساد کوونکي به وي او خلک به وهي او ډول ډول سزاوې او سکنځې به ورکوي او دا هغه څه دي چې مونږ يې همدا اوس په اسلامي هيوادونو کې وينو :

ابو امامه رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «يكونُ في هذه الأُمَّةِ في آخِرِ الزَّمانِ رِجَالٌ مَعهُمْ سِياطٌ كأنَّها أَذْنابُ البَقَرِ ، يَغْدُونَ في سَخَطِ اللهِ ، و يَرُوحُونَ في غضبِهِ»[5].

ژباړه : د دغه امت په آخره زمانه کې به يو شمير داسې کسان وي چې دوی سره به د غوا د لکۍ په څير قمچينې وي دوی به د الله په ناخوښۍ کې سبا کړي او د هغه د عضب په حالت کې به بيګا کړي.

دغه ظالم به د الله تعالی د ناراضګي په حالت کې صبا کړي او د هغه د غضب په حالت کې به بيګا کړي

ابی هریره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إنْ طالَتْ بكَ مُدَّةٌ، أنْ تَرَى قَوْمًا في أيْدِيهِمْ مِثْلُ أذْنابِ البَقَرِ، يَغْدُونَ في غَضَبِ اللهِ، ويَرُوحُونَ في سَخَطِ اللَّهِ»[6] .

ژباړه : کچيرې ستا عمر زیات شي نو ته به داسې ډله ووينې چې په لاسونو کې به د غوا د لکۍ په څير ( قمچينه) وې ، دوی به د الله په ناخوښۍ کې سبا کړي او د هغه د عضب په حالت کې به بيګا کړي.

ابی هریره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي «صِنْفَانِ مِنْ أهلِ النَّارِ لمْ أرَهُما: قَوْمٌ معهم سِياطٌ كأذْنَابِ الْبقَرِ يَضْرِبونَ بِها النَّاس….»[7] .

ژباړه: په دوزخ کې دوې ډلی داسې دی چې تر اوسه ما نه دي ليدلې يو هغه ډله چې د هغوی په لاسونو کې د (غوايي د لکۍ په شان) قمچينې وي چې په هغې سره به دوی نور خلک وهي.

او فرمايي :«سيكونُ في آخرِ الزمانِ شُرْطَةٌ يغدونَ في غَضَبِ اللهِ ، ويرُوحُونَ في سَخَطِ اللهِ»[8] .

ژباړه : په آخر زمانه کې به داسې پوليس او امنيتي کسان پيدا شي چې دوی به د الله په ناخوښۍ کې سبا کوي او د هغه په غضب کې به بيګا کوي.

داسې ظلم ، فسق ، سرکشي او د الله تعالی د دين څخه نا فرماني به تر سره کوي چې شپه او ورځ به يې د الله تعالی په نا فرمانۍ کې تيريږي او د الله تعالی په قهر او عضب به اخته وي .

او دا حديث شريف د نبوت له سترو معجزو څخه دی نن عصر کې مونږ ددې شاهدان يو چې په اسلامي هيوادونو کې پوليس او تش په نوم امنيتي کسان له خپل رعيت سره څه کوي ؟

۸- دا چې د قوي له لورې به ضعيف خوړل کيږي:

او دا نښه د قيامت له نښو څخه يوه نښه ده چې مونږ يې اوس پر خپلو سترګو وينو هغه که د دولتونو په کچه دي او يا هم د افرادو په کچه .

امام أحمد رحمه الله له عايشې رضی الله عنها څخه روايت نقل کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«يَأکُلُ شِدَادُهُ ضِعَافَهُ حَتَّی تَقُومَ عَلَيْهِمْ السَّاعَةُ»[9] .

ژباړه : د دوی قوي خلک به د دوی ضعيف او کمزوري خلک خوري تر هغه پورې څو قيامت قايم شي.

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه البخاري:۵۹.

[2] – رواه ابن حبان في صحيحه : ۱۷۵۱، الحاكم في المستدرك : ۲۴۴.

[3]

[4] – رواه الحاکم و الطبراني عن عبدالله بن عمرو رضی الله عنه.

[5] – رواه  السلسلة الصحيحة:۱۸۹۳.

[6] – صحیح مسلم :۲۸۵۷.

[7] – رواه مسلم ۲۱۲۸.

[8] – صحیح الجامع :۱۱۴۲۰۹.

[9] – رواه أحمد و السلسلة الصحيحة :۱۹۵۳.

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي