د قيامت نښې : وينځه به خپل بادار وزږوي او کوچيان به د ماڼيو خاوندان شي

۳- دا چې وېنځه به خپل بادار وزږوي :

او د قيامت له نښو څخه يوه نښه دا ده چې وينځه به بادار يا سيد وزږوي .

جبريل عليه السلام له نبي صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې ما د قيامت له نښو څخه خبر کړه : و يې فرمايل : پوښتل شوی له پوښتنه کوونکې څخه پوه نه دی ، ويې ويل : ما د هغه د نښو څخه خبر کړه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : «أَنْ تَلِدَ الأَمَةُ رَبَّتَهَا»[1].

ژباړه : دا چې وينځه خپل بادار وزږوي .

چې په معنی کې يې د علماوو لاندې اقوال دي :

الف : مشهور قول دا دی چې اولاد به د مور سره داسې سلوک کوي لکه د وينځې سره ، يعنې د والدينو نا فرماني به زياته شي ، اولاد به د والدينو اهانت کوي ، د هغوی احترام او عزت به نه کوي ، هغوی به رټي او بد سلوک به ورسره کوي .

ب : ځنې علماء وايي چې يو آزاد کس به د وينځې سره کورواله وکړي د هغه څخه به اولاد پيدا شي چې په دې سره به وينځه يو آزاد کس وزږوي .

۴- د ناحقه قتلونو زياتېدل :

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:« إنَّ بيْنَ يَدَيِ السَّاعَةِ لَأَيّامًا، يَنْزِلُ فيها الجَهْلُ، ويُرْفَعُ فيها العِلْمُ، ويَكْثُرُ فيها الهَرْجُ والهَرْجُ: القَتْلُ »[2].

ژباړه: قيامت نږدې به داسې ورځې راشي چې په هغه کې به ناپوهي ښکاره او علم به پورته شي او هرج يعنې : قتل ، جګړې او نا امني پکې زيات شي .

مګر په دغه وخت کې په دين باندې استقامت او عبادت کول زيات ثواب لري ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «العِبَادَةُ في الهَرْجِ كهِجْرةٍ إلَيَّ»[3] .

ژباړه : د هرج او مرج ( نا امنۍ ) پر مهال عبادت کول داسې اجر لري لکه زما په لورې هجرت کول .

ځينې خلک به ځينې نور په قتل رسوي چې هدف به يې معلوم او څرګند نه وي (نا حقه قتل). چې نه به قاتل پوهيږي چې په څه مې ووژلو او نه به مقتول پوهيږي چې په څه باندې ووژل شوم .

ابی هریره رضی الله عنه وايي چې رسول صلى الله عليه وسلم فرمايلي: « والذي نَفْسِي بيَدِهِ لا تَذْهَبُ الدُّنْيا، حتَّى يَأْتِيَ علَى النَّاسِ يَوْمٌ لا يَدْرِي القاتِلُ فِيمَ قَتَلَ، ولا المَقْتُولُ فِيمَ قُتِلَ فقِيلَ: كيفَ يَكونُ ذلكَ؟ قالَ: الهَرْجُ، القاتِلُ والْمَقْتُولُ في النَّارِ»[4].

۵- کوچيان به ځايي او د ماڼيو خاوندان شي :

دا چې د صحرا په پښو او تن لوچ وږې د پسونو چوپانان به په ودانيو او ساختمانونو کې يو له بله مخکې والی کوي ، يا دا چې کوچيان به ځايي شي او يا دا چې فقير خلک به د لوړپوړو ودانيو خاوندان شي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «وَأَنْ تَرَى الْحُفَاةَ الْعُرَاةَ الْعَالَةَ رِعَاءَ الشَّاءِ يَتَطَاوَلُونَ فِي الْبُنْيَانِ»[5].

ژباړه : ( او د قيامت د نښو څخه دا ده چې ) : ته پر پښو او تن لوڅ او وږي د پسونو څرونکي ووينې چې په ودانيو يو له بله مقابله کوي .

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه مسلم:۸.

[2] – رواه البخاري:۷۰۶۲.

[3] – رواه مسلم.

[4] – رواه مسلم:۲۹۰۸.

[5] – رواه مسلم:۸.

Print Friendly, PDF & Email