په ديموکراسۍ کې د مدني ټولنو حيثيت او اهداف :

دا مطلب مهم دی لوستل يې د هر مسلمان لپاره ضرور دي.

تعريف:

مدني په لغت کې ښاري او متمدن ته وايي او په ظاهري اصطلاحي معنی کې مدني ټولنه (Civil society) هغه ټولنه ده چې د مذهبي ، ديني ، فکري او نژادي توپير پرته يوازې د وطني ارزښتونو پر بنسټ د خلکو او ټولنې لپاره فعاليت کوي .

او د نومړې ټولنې حقيقي معنی دا ده : مدني مؤسسات هغه ټولنې او مؤسسات دي چې خلکو او ټولنې ته د مذهب په برخه کې د علمانيت يا نيمګړې اسلام ، د اقتصاد په برخه کې کپيټلزم او د سياست په برخه کې د دیموکراسۍ افکار او اهداف وړاندې کوي او د هغه د حاکميت لپاره فعاليت کوي او يا هم عام خلک د هغو پر منلو باندې قانع کوي.

د مدني ټولنو اصل او بنسټ :

مدني ټولنې لومړی په اورپا کې د ديني ټولنې پر وړاندې را منځته شوې ، په ۱۸ بيړۍ کې د فرغستون ، توماس ، باين ، هيجل ، توکوفيل په لاسونو باندې را منځته شوې[1]  .

د مدني ټولنو او ديموکراسۍ تر منځ اړيکه :

د مدني ټولنو او ديموکراسۍ تر منځ نږدي او کلکه اړيکه ده، ديموکراسي پر مدني ټولنو ولاړه ده ، کله چې ديموکراسي پر خپلو پښو ودريږي نو مدني ټولنې ورسره قوي کيږي او هر کله چې ديموکراسي ونړيږي نو مدني ټولنې ورسره نړيږي.

د مدني ټولنو د پرمختګ لپاره جګړه کول په حقيقت کې د ديموکراسۍ د حاکميت او ټينګښت لپاره جکړه کول دي[2]  .

د مدني ټولنې په اړه د معاصرو علماوو نظرونه :

مجله «المستقبل » ليکي :

مدني ټولنه د ديموکراسۍ زيربنا رامينځه کوي، او دا د شريانونو او کانالونو په څيره ده چې د ديموکراسي حيات او ژوند پکې جريان کوي، دا دواړه د سکې دوه اړخونه دي ( د دين او اخلاقو څخه آزادي) که دا آزادي د ديموکراسي پرته ممکن نه وي نو بيا د مدني ټولنې پرته هيڅ ډيموکراسي شتون نلري[3] .

او زياتوي : د مدني ټولنې لپاره علمانيت (سکولار ) روح دی او مدني ټولنه د علمانيت لپاره بنسټ دی .

او ليکي : ( د دين او اخلاقو څخه ) د فردي آزادۍ بنسټ مدني ټولنه ده او دا مدنې ټولنه ده چې انسان له دين څخه آزادوي[4]  .

« مستقبل في المجتمع المدني في الوطن العربي» ليکي :

مدني ټولنه د غربي فکر يو ډول دی، د هرې مدنې ټولنې دولت پر دنيا باندې ولاړ وي ( د بشر پر وضعي قوانينو ) باندې ولاړ وي او غواړي الهي حکم له منځه يوسي .

او وروسته ليکي :

د مدني ټولنې بنسټ دری ارزښتونه او باورونه دي : لومړی يې ليبراليږم، دوهم يې د پانګوالۍ نظام ( د کوم قيد پرته د مال پيدا کول او د کوم قيد پرته د مال مصرفول) او دريم يې سيکولريزم دی دا دری واړه سياسي ، اقتصادي او ټولنيز اړخونه يې د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي[5]  .

دوکتور عزمي بشاره ليکي : مدني ټولنه د آسماني حکم ( الهي شريعت) پر ځای د ځمکې پر مخ د بشر د حکم قايمولو لپاره يو ټولنيز عقد دی[6]  .

خلاصه :

لنډه دا چې مدني ټولنې د سکولار غرب څخه اسلامي هيوادونو ته را ننوتې چې ځنو مسلمانانو يا خو د جهل او ناپوهۍ له وجې او يا قصداً کاپي کړې او مدني ټولنه د اسلامي ټولنې پر وړاندې د کافر او بې لارې غرب يوه تبليغاتي وسيله ده چې غواړي د اسلامي د ټولنيزو اسلامي ارزښتونو پر ځای غربي او سکولار ارزښتونه ځای پر ځای کړي ، پس د کفر له تقليد څخه لاس واخلئ او د اسلام کامل دين ته پوره تسليم شئ تر څو د دنيا او آخرت نيکمرغي مو په نصيب شي ان شآء الله .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – مقاربات في العلمانية و المجتمع المدني ص ۸۴ …جون کین Despotism and democracy civil society and the stae p ۶۴-veso.

[2] – الرأی : دوکتور هايل ودعان .

[3] – مفهوم عربي إسلامي للمجتمع المدني ، ، مجلة المستقبل العربي عدد ۲۷۲ص ۹۷.

[4] – مخکنی مرجع : ص ۶۷ .

[5] – مستقبل المجتمع المدني في الوطن العربي د / أحمد شكر الصبيحي ، ص ۱۲۰.

[6] – المجتمع المدني ، دراسة نقدية ، د/ عزمي بشارة ص ۱۲.

Print Friendly, PDF & Email