۱- د قيامت علامه : د فتنو خپريدل او زياتيدل

۱- د فتنو خپرېدل :

د قيامت له نښو څخه د فتنو ښکاره کيدل او خپرېدل او زياتېدل دي .

ابی هريره رضی الله عنه وايی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «لا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُقْبَضَ الْعِلْمُ، وَتَكْثُرَ الزَّلازِلُ وَيَتَقَارَبَ الزَّمَانُ، وَتَظْهَرَ الْفِتَنُ…»[1].

ژباړه : تر هغه پورې به قيامت قايم نشي تر څو د خلکو څخه علم پورته نشي او دا چې زلزلې زياتې شي او وختونو را لنډ شي او فتنې ښکاره شي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« بَادِرُوا بالأعْمَالِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ المُظْلِمِ، يُصْبِحُ الرَّجُلُ مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا، أَوْ يُمْسِي مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا، يَبِيعُ دِينَهُ بعَرَضٍ مِنَ الدُّنْيَا »[2] .

ژباړه : د صالحو اعمالو په ادا کولو کې بيړه کوئ ، مخکې له دې چې داسې فتنې به ښکاره شي لکه د شپې تياره ټوټې چې يو کس به سهار مؤمن وي او ماښام به کافر شي او ماښام به مؤمن خو سهار به کافر کافر کيږي خپل دين به په ناچيزه دنيا خرڅوي .

فتنې لکه : امتحان او ابتلاء ،جګړې ، بې امني ، د اسلام پر ضد د دوښمنانو او منافقانو شبهات او شهوات لکه : موسیقي ، رقص او نڅا ، بې حجابي او په ناچيزه دنيا باندې ديني احکام تر پښو لاندې کول او يا په نا چيزه دنيا باندې خپل دين خرڅول .

د فتنې له ويرې غرونه ته پناه وړل :

ابو سعيد رضی الله عنه وايي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې اوريدلي چې فرمايل يې :«يُوشِكُ أَنْ يَكُونَ خَيْرَ مَالِ الْمُسْلِمِ غَنَمٌ يَتْبَعُ بِهَا شَعَفَ الْجِبَالِ وَمَوَاقِعَ الْقَطْرِ يَفِرُّ بِدِينِهِ مِنَ الْفِتَنِ»[3].

ژباړه : په نږدې راتلونکې کې به داسې وخت راشي چې د مسلمان غوره مال به د ده پسونه وي، چې د هغه د څرولو لپاره به د باران اوريدو سيمو او د غرونو لوړو برخو ته ځي تر څو د ده دين له فتنې څخه محفوظ وي.

تنبه :

مګر پوه شئ چې په دغه زمانه کې په دين باندې استقامت او د اسلامي شريعت په حکمونو باندې عمل کول لوی او ستر فضيلت لري او الله تعالی دغه فتنې د خپلو بنده ګانو لپاره امتحان ګرځولی او د ګناهونو د بښنې او د درجو د لوړوالي ذريعه ورته ګرځولی ده :

ابی موسی الأشعري رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :« أُمَّتِي هَذِهِ أُمَّةٌ مَرْحُومَةٌ لَيْسَ عَلَيْهَا عَذَابٌ فِي الْآخِرَةِ عَذَابُهَا فِي الدُّنْيَا الْفِتَنُ وَالزَّلَازِلُ وَالْقَتْلُ »[4].

ژباړه : زما امت داسې امت دی چې د الله تعالی د جانبه رحمت ورباندې شوی دی ، د هغوی لپاره په آخرت عذاب نشته ، د هغوی لپاره په دنيا کې عذاب دی چې فتنې ، زلزلې او جګړې دي .

او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ مِنْ وَرَائِكُمْ أَيَّامَ الصَّبْر ، الصَّبْرُ فِيهِ مِثْلُ قَبْضٍ عَلَى الْجَمْرِ ، لِلْعَامِلِ فِيهِمْ مِثْلُ أَجْرِ خَمْسِينَ رَجُلًا يَعْمَلُونَ مِثْلَ عَمَلِهِ ، – وَزَادَنِي غَيْرُهُ – قَالَوا يَا رَسُولَ اللَّهِ أَجْرُ خَمْسِينَ مِنْهُمْ ؟! قَالَ : أَجْرُ خَمْسِينَ مِنْكُمْ »[5].

ژباړه : د تاسې څخه وروسته د صبر ورځې دي ، چې په هغه وخت کې صبر کول داسې دي لکه پخپل موټي کې د اور سکروټه نيول ، په داسې زمانه کې د سنتو موافق عمل ثواب د پنځوسو کسانو د عمل ثواب لري . صحابه کرامو وويل : ای رسول الله د هغوی د پنځوسو کسانو ؟ ويې فرمايل : د تاسې د پنځوسو کسانو .

۲- د فتنو د وجې څخه د مرګ تمنا :

د زياتو فتنو د وجې څخه به يو کس د مرګ تمنا کوي، اصلاً خو د مؤمن لپاره جايز نه ده چې د مرګ تمنا وکړي ځکه چې د مؤمن ژوند ټول خير دی .

انس رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : لَا يَتَمَنَّيَنَّ أَحَدُكُمُ الْمَوتَ لِضُرٍّ أَصَابَهُ، فَإِنْ كَانَ لَا بُدَّ فَاعِلًا، فَلْيَقُلْ: اللَّهُمَّ أَحْيِنِي مَا كَانَتِ الْحَيَاةُ خَيرًا لِي، وَتَوفَّنِي إِذَا كَانَتِ الْوَفَاةُ خَيْرًا لِي »[6].

ژباړه : د تاسې څخه دې کوم څوک د مرض او يا ضرر د اخته کيدو په وجه د مرګ تمنا نه کوي ، که ددې کار پرته چاره نه لري نو بايد ووايي : ای الله ! څو پورې چې زما په ژوند کې خير وي نو ما ژوندی لره ، او که مرګ زما لپاره خير وي نو ما وفات کړه .

خو په آخر زمان کې به د مرګ تمنا د فتنو په وجه وي . 

رسول صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «لا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَمُرَّ الرَّجُلُ بِقَبْرِ الرَّجُلِ فَيَقُولُ: يَا لَيْتَنِي مَكَانَهُ »[7].

ژباړه : تر هغه پورې به قيامت قايم نشي تر څو پورې چې يو کس د بل کس له قبر څخه تريږي نو وايي به چې ای کاش ! زه د هغه پرځای وی .

او دا تمنا به د دنيا په وجه نه وي بلکي د فتنو او دين ته د ضرر په وجه سره به وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « اثْنَتَانِ يَكْرَهُهُمَا ابْنُ آدَمَ، الْمَوْتُ ، وَالْمَوْتُ خَيْرٌ لِلْمُؤْمِنِ مِنْ الْفِتْنَةِ ؛ وَيَكْرَهُ قِلَّةَ الْمَالِ ، وَقِلَّةُ الْمَالِ أَقَلّ لِلْحِسَابِ »[8] .

ژباړه : دوه شيان انسان بد ګڼي ، مرګ بد ګڼې او مرګ د مؤمن لپاره له فتنې څخه غوره دی او لږ مال بد ګڼې او د لږ مال حساب کم وي .

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه البخاري:۱۰۳۶.

[2] – رواه مسلم:۱۱۸.

[3] – رواه البخارى:۱۹.

[4] – رواه الحاكم وأحمد وأبو يعلى و ابؤداود ، صحيح أبي داود -الألباني :۴۲۷۸.

[5] – رواه أبوداود ۴۳۴۱ ، الترمذي ۳۰۵۸ و سلسلة الصحيحة ۴۹۴.

[6] –  رواه مسلم :۲۶۸۰.

[7] – رواه البخاري:۷۱۱۵.

[8] – رواه أحمد:۲۳۶۷۴ وسلسلة الصحيحية :۸۱۳.

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي