د استراتژيکو مطالعاتو انستيتوت د الحادي کتاب په اړه خبرداری

د افغانستان د استراتژيکو مطالعات په نوم طاغوتي الحادي انستيتوت د « آموزش وسیاست ، ريشه يابی راديکاليسم دينی در نصاب معارف افغانستان» په نوم کتاب خپور کړی دی .

نوموړی الحادي انستيتوت په دغه کتاب کې د الله تعالی او د هغه د برحق دين اسلام پر وړاندې خپله دوښمنۍ په ډاکه کړې ده ، دين ته يې د مارکسي او غربي خيالې فلسفې چې کاملاً د فطرت ، انسانيت ، اخلاقو او عصري علومو سره په ټکر کې ده کتلي دي او خپلو پوچو الحادي افکارو ته يې په پوره فريب سره دعوت کړی دی .

که څه هم د هيواد د معارف نصاب د امريکايي اشغال پر مهال تغير شو ، خو نوموړي الحادي انستيتوت د معارف د کامل الحادي او بې دينه کولو کوښښ کړی دی د دغه کتاب ځنې برخې په لاندې ډول دي :

الحادي کتاب د الله تعالی او د هغه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم پر وړاندې د دوښمنۍ ښکاره اعلان کوي او لیکي :

«تمام کتابهای زبان و ادبيات – دری و پښتو – با حمد و نعت آغاز ميشود . آموزش دين می تواند یک بخشی از هدف و مرام نصاب باشد نه تمام آن . از اين منظر آموزش های دينی باید ويژه ی مضمون های ديني باشد .

کتاب های تعليمی در کشورهایی با موضوعات چون آموختن ، يادګيري ، فکر کردن … و پرورش اغاز می ګردد ، اما در افغانستان جايګاه تمام این موضوعات را توصف و ثنای خدا و پيغمبر ګرفته است» .

لنډ ځواب :

د حمد او ثناء حکمت څه دی ؟

د ماده پرستۍ ، بت پرستۍ او شخش پرستۍ څخه يوازې د يو الله تعالی پرستی ته بلنه ده ، انسانان د بنده ګانو له بندګۍ څخه ايستل او د هغه ذات بنده ګۍ ته بلنه ده چې انسان يې پيدا کړی او هغه ته يې پر ځمکه کې رزق حواله کړی او هغه د ټولو انسانانو د مرګ او ژوند واکدار دی.

اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ هَلْ مِن شُرَكَائِكُم مَّن يَفْعَلُ مِن ذَلِكُم مِّن شَيْءٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ (الروم :۴۰) .

الله تعالی هغه ذات دی چې د لمر ستره سياره چې تقريباً ۱۰۹ څنده له ځمکې څخه لويه ده په يوه ساعت کې څو لکه کليو متره مسافه طی کوي ، د آسمان ستره کتله يې بې ستنو درولي ، په سلهاوو نورې سيارې منظمې پر خپل مدار ګرځي ، د انسان دوماغي ، هضمي ، دفاعي او تنفسي منظم سيتسم ته وګورئ او د دغه هر څه په ليدلو سره د قاعل انسان لپاره څه ويل پکار دي … الحمدلله ( د کمال ټول صفتونه الله لره دي ) آیا ددې کلمې څخه پرته کومه بله کلمه شته؟ ، آیا څوک شته چې د انسان يوازې يو ساتنې متر څرمن (پوست ) جوړ کړي ، آیا څوک شته چې د لمر په شان کوم کوچنی ماشين جوړ کړي چې بې وقفې او د کومې انرژۍ د مصرف پرته حرکت وکړي ؟؟؟؟ هيڅ څوک نشته . نو د کمال ټول صفتونه الله لره دي دا شو د حمد او ثناء حکمت .

الحادي کتاب د اخلاقي بغاوت څخه دفاع کوي او د افرادو او ټولنې څخه د دين له منځته ته بلنه کوي او ليکي :

در جوامع متمدن قانون برای کسی تکليف اخلاقی تعيين نمی کند و کسی را به خاطر عدم رعايت آن مجازات نمی کند ،(معارف افغانستان) نشان از ان است که دین برعلاوه ی امور قانونی به عنوان نظم دهنده و ناظر بر اخلاقيات انفرادی نیز است . وقتی اخلاق الزامی و امر په نيکی و منع از بدی به عنوان یک امر خوب و ثواب تشخيص می شود ، دین موازی با حوزه ی خصوصی وارد حوزه ی اجتماعی و عمومی زنده ګی ادم ها می ګردد و نقش تعين کننده می یابد .

الحادي کتاب په ډير بغض سره ليکي چې د افغانستان په معارف کې مستقيماً دين او یا ديني احکامو ته تبليغ او دعوت کيږي «در نصاب معارف افغانستان مواردی وجود دارد که به صورت مستقيم به تبليغ مي پردازد ».

او بيا څو نمونې بيانوي :

در کتاب ديګری از جمله کتاب های نصاب معارف چنين آمده است :

کسی که مجاهدی را در راه خدا تجهيز و تمويل کند ، در حقيقت خود جهاد کرده است (تعليم و تربيه اسلامي دوازدهم :۱۳۹۰).

و همچنان در یکی ديګر از کتاب های معاف مسئله تقسيم زکات چنين شرح ګرديده است .

مال زکات در موارد ذيل به مصرف رسانيده مي شود : فقراء ، مساکين ….

لنډه دا چې نومړي کتاب په ښکاره الحادي افکارو ته بلنه کوي او پخپله طاغوتي او شيطاني هڅې سره يې د سياست او ټولنې څخه د دين له منځه وړلو هڅه کړې ده :

اما در افغانستان به نظر می رسد هنوز نصاب معارف در قید جزم اندیشی ګیر مانده است و به مهم ترین مسئله های بنیادی و حیاتی زنده ګی بشر نګاه دینی دارد . مثال از میان کتاب های معارف :

ما درس می خوانیم تا خداوند (ج) و خود را بشناسیم. ما می آموزیم تا یک شخص خوب و دانسته شویم .

عجيبه دا چې فرنګی کتاب د انساني فطرت ، حياء او اخلاقو څخه کاملاً ياغي الحاد ته د فکر ، عقل او ټولنيز او علمي پرمختګ بڼه ورکوي خو دين ( چې دلته يې مطلب اسلام دی) د فکر ، عقل او علم څخه خالي يو باور ګنې .

حال دا چې د قرآنکريم لومړی نازل شوی آيت په لوستلو (أقرأ) او ليکلو ( عَلم بالقلم) باندې پيل شوی او د قرآنکريم په ۶۷۰ آيتونو کې بيلابيلو طبيعي علومو ته اشاره شوی ده او قرآنکريم په فکر کولو او د عقل څخه کار اخيستلو باندې ډير ټينګار کړی دی په ۱۸ آيتونو کې د فکر او په ۴۹ آيتونو کې د عقل څخه کار اخيستلو او ۴ آيتونو کې تدبر او په ۲۸ آيتونو کې د شعور څخه کار اخيستلو باندې ټينګار شوی دی .

پس ټول مسلمانان دې خبر وي چې نومړی کتاب الحادي او کفري کتاب دی ، هيڅ مسلمان ته جايز نه دی چې پخپله کتاب پلورنځۍ کې يې و پلوري ، هيڅ مسلمان ته جواز نلري چې انترنټ ته يې پورته کړي ، يوازې د څيړڼې او رد لپاره يې کتل جايز دی .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي