د قربانۍ د حيوان د شيدو حکم

اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته

استاد محترم يو پوښتنه لرم هغه په دي شکل ده که د قربانې لپاره يوکس يوه غوا واخلي په منډايې کې اوکور ته يې راولې او يو. ورځ پس دغوا له سينو څخه شيدې ځې يا شوده کوې لږ لږ نوپه داسې غوا قربانې کيږې

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

قربانۍ يې صحي ده ، کچيرې د قرباني لپاره اخيستل شوی حيوان شيدې کوي نو د قرباني کوونکي لپاره د هغه د شيدو يا وړيو څخه استفاده کول مکروه تحريمي دي جواز نلري ، بلکي د هغه شيدې به صدقه کوي .

او که د هغه په تيو کې دومره شيدې نه وي چې د لوشلو وي هغه به پر خپل حال پريږدي او کچيرې ددې ويره وي که ونه لوشل شي نو حيوان ته ضرر رسيږي بيا به د هغه په تيو باندې يخې اوبه باشي څو ودريږي او کچيرې يې ولوشي نو هغه شيدې به صدقه کړي .

جاء في الاحکام أضحية :

 فإذا حلبها تصدق بلبنها ويدل على ذلك الأثر السابق عن علي رضی الله عنه فقد احتج به أرباب  المذاهب وهو ما رواه البيهقي وسعيد بن منصور أن علياً رضی الله عنه قال للرجل الذي كان يسوق بقرة ومعها ولدها فقال :[ إني أشتريها لأضحي بها وإنها ولدت . قال : فلا تشرب من لبنها إلا فضلاً عن ولدها ، فإذا كان يوم النحر ، فانحرها هي وولدها عن سبعة ] (الاحکام أضحية / دوکتور حسام الدين :ص ۱۴۳).

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

ويكره لمن اشترى أضحية أن يحلبها أو يجز صوفها، أو ينتفع بها، ركوباً أو حملاً، أو ينتفع بلحمها إذا ذبحها قبل وقتها؛ لأنه عينها للقربة، والانتفاع بها يوجب نقصاً فيها. وإن كان في ضرعها لبن، وهو يخاف عليها الهلاك إن لم يحلبها، نضح ضرعها بالماء البارد، حتى يتقلص اللبن. وإن حلبها تصدق باللبن؛ لأنه جزء من شاة متعينة للقربة. وإن ذبحها أو جزها تصدق باللحم أو بقيمته، وبالصوف والشعر والوبر

و جاء في بدائع الصنايع : ۵/۷۸ :

وَلَوْ اشْتَرَى شَاةً لِلأُضْحِيَّةِ فَيُكْرَهُ أَنْ يَحْلُبَهَا أَوْ يَجُزَّ صُوفَهَا فَيَنْتَفِعَ بِهِ لأَنَّهُ عَيَّنَهَا لِلْقُرْبَةِ فَلا يَحِلُّ لَهُ الانْتِفَاعُ بِجُزْءٍ مِنْ أَجْزَائِهَا قَبْلَ وَلَوْ اشْتَرَى شَاةً لِلأُضْحِيَّةِ فَيُكْرَهُ أَنْ يَحْلُبَهَا أَوْ يَجُزَّ صُوفَهَا فَيَنْتَفِعَ بِهِ لأَنَّهُ عَيَّنَهَا لِلْقُرْبَةِ فَلا يَحِلُّ لَهُ الانْتِفَاعُ بِجُزْءٍ مِنْ أَجْزَائِهَا قَبْلَ إقَامَةِ الْقُرْبَةِ فِيهَا.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي