د روژې قضايي پرلپسې او که وقفه پکې جايز ده ؟

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

پوښتنه؟ پرکومي ښځي سي قضايي روژي پاته وي اوغواړي قضايي راوړي  ټولي روژي به دوام داره نيس

 اوکه وقفه پکي کولاي سي

 يعني دوه روژي ونيسي اوبيايوه يادوه ورځي وقفه وکړي بيانوري روژي ونيسي

 جواز لري اوکنا ستاسي دجواب په هيله

په درنښت رفيع الله تکل زابل ولايت


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د روژې قضايي پرلپسې نيول مستحب او غوره کار دی مګر شرط نه دی خوښه يې پرلپسې يې نيسي او خوښه يې وقفه پکې را ولي ، يعنې په قضايي کې وقفه کول داسې چې يوه ورځ يا څو ورځې روژه وي او بیا يوه يا څو ورځې روژه نه وي باک نه لري او داسې کول جايز دي .

تتابع القضاء: اتفق أكثر الفقهاء  على أنه يستحب موالاة القضاء أو تتابعه، لكن لا يشترط التتابع والفور في قضاء رمضان، فإن شاء فرقه وإن شاء تابعه، لإطلاق النص القرآني الموجب للقضاء، إلا إذا لم يبق من شعبان المقبل إلا ما يتسع للقضاء فقط، فيتعين التتابع لضيق الوقت، كأداء رمضان في حق من لاعذر له.
ودليل عدم وجوب التتابع ظاهر قوله تعالى: {فعدة من أيام أخر} [البقرة:184/2-185] فإنه يقتضي إيجاب العدد فقط، لا إيجاب التتابع.

فقه الاسلامي وادلته ، فتح القدير: 81/2،مراقي الفلاح: ص116.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي