د دريو ښځو تر منځ د ميراث ويش چې د يوې پکې اولاد نشته

اسلام علیکم  د کابل ولایت اتمی ناحیی مربوط شاه شهید سمی اوسیدونکی

زما پوښتنه د میراث په باره کی ده زما د دوستانو له جملی څخه یو نفر وفات شو د دغه سړی دری ښځی دي

۱ – یوه ښځه (3 زامن او 4 لوڼه لری)

۲- دویمه ښځه ( 3زامن او 2 لوڼی لری)

۳- دریمه ښخه هیڅ اولاد نه لری

د دوی ترمینځ هره ورځ جګړی وی د میراث پرسر که چیری د دوی د میراث تقسیم راته را ولیژی ډیره مهربانی به موی اود دوی ترمینځ لانجه د هواری لپاره ستاسو ځواب په تمه یو.

                                                      په درنښت


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د خاوند څخه د ښځې د ميراث وړلو دوه حالتونه لري :

۱- کچيرې د خاوند څخه اولاد نه وي پاتې شوی نو ښځه لره (1/4) حصه ده .

۲- کچيرې د خاوند څخه اولاد پاتې شوی وي نو ښځه لره (1/8) حصه ده .

لقوله سبحانه وتعالی : وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم (النسآء: 12 ) .

ژباړه:او ستاسې ښځې په هغه صورت کې چې ستاسې اولاد نه وي د پاتې مال څلورمه برخه اخلي .او که اولاد مو ؤ نو بيا آتمه ده .

څرنګه چې د خاوند څخه اولاد پاتې شوی نو د ميراث برخه (1/8) ده او کچيرې د يوې څخه زياتې دری ښځې وي دری واړه په همدې (1/8) برخې کې شريکانې دي دا باک نلري چې د هغې يوې اولاد نشته ځکه چې وفات شوي اولاد ته کتل کيږي ، کچيرې د خاوند د يوې ښځې څخه اولاد وي خو بلې څخه نه وي دواړه په همدې يوه حصه کې شريکې دي ځکه چې د خاوند څخه يې اولاد پاتې شوی دی .

( الْحَالَةُ الثَّانِيَةُ ) أَنْ يَكُونَ فَرْضُهَا الثُّمُنَ ، وَذَلِكَ إِذَا كَانَ لِلزَّوْجِ فَرْعٌ وَارِثٌ مِنْهَا أَوْ مِنْ غَيْرِهَا

سَوَاءٌ أَكَانَ هَذَا الْفَرْعُ الْوَارِثُ وَلَدًا لَهُ مِنْ هَذِهِ الزَّوْجَةِ أَمْ وَلَدًا لَهُ مِنْ غَيْرِهَا (موسوعة الفقهية :۳/۳۶-۳۷).

د ښځو د ميراث برخه (1/8) او هرې يوې لپاره د ميراث (1/24) حصه يا 4.166% ده .

کچيرې د وفات شوي کس پلار يا مور ژوندي نه وي نو باقي مال د زامنو او لوڼو تر منځ داسې تقسميږي چې هر زوی د لور په نسبت دوې حصې ورکول کيږي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي