د ګيدړې او سپي اواز د څه خبر لپاره وي؟

السلام علیکم! هیله ده، چې روغ او جوړ به وای. محترمو زه یوه پوښتنه لرم هغه داسې چې: زموږ په ټولنه کې داسې یوه عقیده موجوده دی، چې کله ګیدړه یا سپی غاړه وکړي دوی ترې کرکه کوي او وایي، چې دا غاړه سپیره دی او وایي، چې بیا څوک مړ کېږي. ستاسو ځواب په هیله.

بسم الله الرحمن الرحيم

دا چې ګيدړه يا سپی غاړه ، يا اواز او يا وغاپي نو څوک به مړه کيږي او يا به کومه ناوړه پيښه را منځته کيږي هيڅ اصل نلري او په اسلام کې ددې ډول سپيره والي عقيده لرل وجود نه لري .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې کله سپی آواز وکړي نو تاسې په الله تعالی پنا وغواړئ ( اغوذ بالله من الشيطان الرجيم ) ووايئ ځکه چې سپی داسې څه ويني چې مونږ يې نه وينو .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «من سمع نباح الكلب أو نهاق حمار فليستعذ بالله من الشيطان الرجيم فإنهم يرون ما لا ترون» (رواه البخاري في الادب).

ژباړه : کله چې تاسې د سپي او خره اواز واروئ نو د رټل شوي شيطان څخه پر الله تعالی پنا وغواړئ ځکه چې هغوی هغه څه وينې چې تاسې نه وينئ .

او همدارنګه کله سپی د آذان پر مهال آواز او وانګلا کوي ددې علت علماوو داسې بیان کړی دی :

۱- دا ځکه چې د آذان پر مهال شيطان تښتي او فرار کوي نو ځکه دغه وخت سپی غاپي ځکه چې شيطان ويني او يا هم کله شيطان د سپي په شکل ځان جوړوي .

۲- دا ځکه چې هر حيوان د الله تعالی تسبيح وايي نو د آذان پر مهال سپی تسبيح وايي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود .

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي