د هغې ښځې اجر چې خاوند يې وفات شوی وي

د کومې ښځې چې خاوند وفات شي ، بل خاوند ونه کړي او په دې نيت کينې چې د خپلو يتيمانو اولادونو خدمت وکړي نو د داسې ښځې لپاره ستر اجر دی :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«أنا وامْرأةٌ سَفْعاءُ الخَدَّينِ كَهاتَينِ يَومَ القِيامةِ، وجَمَعَ بَينَ إصْبَعَيِه السَّبَّابةِ والوُسْطى، امْرأةٌ ذاتُ مَنصِبٍ وجَمالٍ آمَتْ مِن زَوْجِها، حَبَسَتْ نَفْسَها على أيْتامِها حتى بانوا أو ماتوا»[1].

ژباړه : زه او هغه ښځه چې ګونډ وي ( د يتيمانو سرپرستي کوي) [2]، په قيامت کې به يو ځای وو ، سبابه او منځنی ګوټې سره يو ځای کړې ، هغه ښځه چې د جمال او نسب څښتنه وي ، خاوند يې وفات شي او د مرګ تر ورځې کينې څو د خپلو يتيمانو اولادونو خدمت وکړي.

شرح : د ګوتو يو ځای کول يوه اشاره ده چې زما او د هغې په درجه کې به کم فرق وي .

او دا ښځه د يتيمانو سرپرسته بلل کيږي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه فرمايي:«كَافِل الْيتيمِ لَهُ أَوْ لِغَيرِه. أَنَا وهُوَ كهَاتَيْنِ في الجَنَّةِ » وَأَشَارَ الرَّاوي وهُو مَالِكُ بْنُ أَنَسٍ بِالسَّبَّابةِ والْوُسْطى ( رواه مسلم).

ژباړه : څوک چې د خپل او يا بيګانه يتيم سرپرستي وکړي په جنت کې به زما سره وي راوي چې انس رضی الله عنه دی وايي : سبابه او منځنۍ ګوتې سره يو ځای کړې ( چې دومره به نږدې وي ، يعنې :زما او د هغه درجه به ډيره سره نږدې وي ).

خو د داسې ښځې د خدمت بدله به څه وي ؟

کله چې د يوې ښځې خاوند وفات شي نو هغه خپل سرپرست او د نفقې پيدا کولو کس له لاسه ورکړ نو د هغې نفقه او د هغې د اولادونو نفقه د هغې په خسر او د هغې د خاوند په وروڼو باندې ، که هغوی بې وسه وي پر د ښځې په پلار ، وروڼو او نورو وارثانو باندې لازمه ده چې هغې خدمت او هغې د نفقې برابرول او د هغې د احتياجاتو برابرول لوی اجر لري:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : « السَّاعِي علَى الأَرْمَلَةِ وَالمِسْكِينِ كَالمُجاهِدِ في سبيلِ اللَّه » وأَحْسُبهُ قال: « وَكَالْقائِمِ الَّذي لا يَفْتُر، وَكَالصَّائِمِ لا يُفْطِرِ»[3] .).

ژباړه : د ګونډې او مسکين د ژوند د احتياجاتو په رفع کولو کې کوښښ کوونکی داسې دی لکه د الله د لارې مجاهد او يا داسې دی لکه : پرلپسې نفلي لمونځ کوونکی او نفلي روژه نيوونکی .

 و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

—————————————-

[1] – أخرجه أبو داود (5149)، وأحمد (24006) واللفظ له ،قال ابن حجر العسقلاني في تخريج مشكاة المصابيح :۴/۴۲۸ – حسن كما قال في المقدمة.

[2] – سَفْعاءُ الخَدَّينِ : چې رنګ يې تور ته مايل شوی وي ، زينت يې نه وي کړی ، چې دا اشاره ده دې ته چې هغه اوس د مسئوليت څښتنه ده ، او زواج او سينګار څخه يې زړه صبر کړی دی او د خپلو اولادونو خدمت کوي.

[3] – حديث متفق عليه .

Print Friendly, PDF & Email