د کورنا ناروغۍ په اړه څو سپارښتنې

ناروغي د مؤمن په حق کې رحمت وي چې په هغه کې الهي مصلحت نغښی وي چې يا د غفلت څخه د بيدارۍ لپاره يوه تنبه او خبرداری وي او يا د ګناهونو له خطرناکو پايلو څخه د ويرې يو عبرت ناک درس وي او يا د ګناهونو بښنه وي او يا د مؤمن د درجو د لوړوالی لپاره نازليږي چې د مؤمن په حق کې په هر حالت کې خير وي کچيرې په الهي اقدارو باندې رضا وي .

مؤمنانو وروڼو او خويندو ! په دې باندې پوره یقين ولرئ چې کورنا چا ته د ضرر رسولو توان او صلاحيت نلري، بلکي د ژوند او مرګ واک ، د ناروغي او روغتيا واک يوازې له الله تعالی سره دی .

اللَّـهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ۖ هَلْ مِن شُرَكَائِكُم مَّن يَفْعَلُ مِن ذَٰلِكُم مِّن شَيْءٍ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ

ژباړه : الله هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړئ، بیا هغه تاسو ته روزي دركړه، بیا به هغه تاسو مړه كوي، بیا به تاسو ژوندي كوي، ایا ستاسو په شریكانو كې كوم یو شته چې په دغو (كارونو) كې څه شى كولى شي؟ هغه (الله) ته پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له دې نه چې دوى ورسره شریك نیسي.

♣♣♣♣♣

کوم کسان چې په نوموړي ناروغي اخته نه وي نو د خپل وس موافق دې لازم تدابير وکاروي ځکه چې د ناروغي څخه وقايه د اسلامي شريعت غوښتنه ده .

او هغه مؤمنان ورونه او خويندې چې په نوموړې ناروغۍ باندې اخته وي او يا د نومړې ناروغۍ ورته نښې لري د هغوی د تسليت لپاره لاندې څو سپارښتنې کوم :

۱- کچيرې سردردي ، ځان درد او يا تبه لرئ نو تشويش مه کوئ ، دا د بدن عکس العمل دی او دغه مهال د بدن دفاعي سيستم د وايروس پر وړاندې مقابله کوي ، کيدای شي د بدن درد او تبه يوه ورځ ، دوې ورځې ، دری ورځې وخت ونيسي او يا هم کيدای د هغه وروسته خفيف زکام ، تبه او د ځان درد درته پيدا شي او دری څلور ورځې وخت ونیسي چې ټوله موده به يوه اونۍ او يا په ځنو کسانو کې لږ تبه ، درد ، زکام يا ټوخی تر دوو اونيو پورې دوام ومومي هيڅ فکر او تشويش مه کوئ … يا کيدای په ډير نادر حالت تر دريو اونيو پورې دوام وکړي .

♣♣♣♣♣

۲- په ځنو کسانو کې دل بدي يا د خوا خرابيدل ، بې اشتهايي پيدا کيږي چې دا د بدن عکس العمل دی په اړه تشويش مه کوئ او په ځنو کسان کې د هضم خرابيدل هم منځ را ځي چې څه خفيف اسهال ورته پيدا کيږي ، د ډوډۍ خوړلو ورسته په کلمو کې حرکات او آوازونه پيدا کيږي او لږ هضم هم ورسره خرابيږي دا هم د تشويش وړ نه وي پخپله ښه کيږي ، مګر که ډير شي او ورسره نا آرامه وئ نو د طبيب په اجازه د اسهال درمل وخورئ.

۳- په ځنو کسانو کې د پوزې او يا ژبې حس د څه وخت لپاره بې حسه کيږي په اړه يې فکر او تشويش مه کوئ دا مؤقتي وي بيرته ښه کيږي .

♣♣♣♣♣

۴- په ډير نادر حالت کې ځنو ته په خوب کې نا آرامي ، د زړه په تنګ کيدل يا د تنفس څه ستونزه پيدا کيږي نو دغه مهال د پريوتلو پر ځای کينئ او فکر او تشويش مه کوئ ، تنفسي سيستم او سږي مو څه ستومانه شوي چې څه استراحت ته ضرورت لري ، دغه مهال به يو ګلاس چوش اوبه په يو چای جوش کې واچوئ په ګاز يې بار کړئ اور پسې کړئ تر څو اوبه و خوټيږي او د چای جوش له نولې څخه په فشار د جوشو اوبو تاو پورته شي او بيا دغه تاو په پوره قوت سره په پوزه او خوله سره کش کړئ تر څو مو د سږي والونه ښه خلاص او وايروس پوره کمزوری شي او ددې سره به مو تبه او درد کاملاً را کم شي او دا کار په هرو لسو دقيقو ، شلو دقيقو ، نيم ساعت يا يو ساعت کې تر سره کړئ څو مو تنفسي سيستم پوره آرام شي .

♣♣♣♣♣

۵- د ناروغي پر مهال د ليمو اوبه ، نارنج ، د زنجپيل چای او د غوا شيدې وڅښئ چې ډيره ګټه لري او سهار او ماښام که امکان ولري ويټامين سي ګولی په يو ګلاس اوبو کې وڅښئ ، د تبې ، درد ، دل بدی لپاره د تسکين درمل خوړلی شئ خو ددې پرته نور درمل د طبيب له اجازې پرته مه خورئ .

۶- د ناروغۍ پر مهال د نوموړې ناروغي اخبار مه لولئ ، په اړه يې غلط فکرونه مه کوئ او کوښښ وکړئ د ناروغۍ څخه خپل پام بل لورې ته واړوئ ځکه چې ځنو يې په اړه غلط تبليغات کړي او د هغه څخه يې يوه بلاء جوړه کړې ده نو د هغه په اړه غلط فکرونه او تشويش ځکه مه کوئ چې بيا مو الله مه کړه د بدن دفاعي سيستم کمزوری کيږي .

دغه څيړنه مو په سلهاوو هغو کسانو کې تر سره کړې ده چې نوموړې ناروغي يې په پوره عافیت سره تيره کړې ده .

له الله تعالی څخه د ټولو وروڼو او خويندو لپاره عاجله شفاء او عافيت غواړم .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي