د جوماتونو هدف ګرځول د صليبي جګړې نوې څپه

په مسلمان هيواد افغانستان باندې د امريکايي صليبي جګړې د پيل څخه صليبي ملشيا او د هغوی بې ضميره مزدورانو ډير جوماتونه بمبارت کړي دي ، مسلمان داعيان او علماء يې په يو نوم او بل نوم بنديان او يا شهيدان کړي دي ، بار بار یې د مسلمانانو په ديني شعايرو باندې تيری کړی او دا هر څه واضح دي ځکه دلته يهودو او نصارا ددې لپاره خپلې مردارې وينې تويولې څو د اسلام جرړې وباسي .

مګر اوس يې يوه نوې څپه پيل کړې چې هغه په جوماتونو حمله کول او د جوماتونو د فکري امامانو او علماؤ شهادت دی چې د دغو حملو په رأس کې صليبيان دي او عملي کول يې د ځنو مزدورو استخباراتي کړيو کار دی چې لاندې اهداف لري :

۱- غواړي هغه فکري داعيان او علماء چې د دوی د شيطاني او طاغوتي اهدافو په لاره کې خنډ دي له مخې لري کړي .

خو د شيطان او طاغوت پيروان او شاګردان دې پوه شي چې په دې کار سره به ستاسې شيطاني څيره نوره هم بربنډه او په دې سره به هيڅکله خپل هدف تر لاسه نه کړئ .

يُرِيدُونَ لِيُطْفِؤُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (الصف :۸ ) .

ژباړه: دوى غواړي چې په خپلو خولو سره د الله رڼا مړه كړي۔ او الله د خپلې رڼا پوره كوونكى دى۔ اګر كه كافران (دا كار) بد ګڼي.

۲- غواړئ داعيان او علماء وويروي څو دوی خلکو ته حق بيان نه کړي او عام مسلمانان وويروي او د هغوی زړونه داغ کړي .

خو د شیطان لشکر دې په دې پوه وي چې د مسلمان ويره له الله تعالی څخه وي .

۳- په جومات باندې حمله کول ددې لپاره ده څو مسلمانان له جومات څخه منع کړي ، امريکايي مبشر صمويئل زويمر وايي : زمونږ هدف د مسلمانانو مستقيم تنصير نه دی يا کاملاً له دين څخه ايستل نه دي ځکه مونږ ددې توان او طاقت نلرو ، بلکي پر مونږ باندې لازمه ده چې مسلمانان د خپل دين څخه لرې کړو .

همدارنګه د شمالي امريکا مبشر روبرت ماکس وايي : مونږ به خپل کوښښ تر هغه پورې ترک نکړو څو پورې مو چې صليب د مکې او قدس پر آسمان نه وي درولی .

۴- غواړي خپل دغه وحشت پر مسلمانانو ور وتپي چې کواکي دا کار خو مونږ نه دی کړی ، مونږ خو بشر پال او بشر دوست او د ديموکراسۍ علمبرداران يو دا کار خو مسلمانانو کړی چې پر جوماتونو باندې حملي کوي …

خو په دې باندې د هر عقل څښتن او د راسخ ايمان خاوند پوهيږي چې دا د مسلمان کار نه دی او دا د يهودويانو کار دی چې هغوی به خپل پيغمبران په شهادت رسول ، په نن عصر کې علماء او داعيان د پيغمبرانو واريثان دي هر څوک چې هغوی ته ضرر رسوي او هغوی په نا حقه قتلوي نو هغوی دې پوه شي چې له يو اړخ څخه دا عظيم جرم دی او د داسې کسانو لپاره الله تعالی د درناک عذاب خبرداری ورکړی دی .

إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الِّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (آل عمران :۲۱ ) .

ژباړه : بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو كافران كېږي او نبیان ناحقه وژني او په خلقو كې هغه كسان وژني چې د انصاف كولو حكم كوي، نو هغوى ته د بېخي دردونكي عذاب زېرى وركړه.

او د بل اړخ څخه دا شدید موالات دي يعنې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د کفري اهدافو مرسته او مدد کول دي چې سړي ورباندې د ايمان څخه خلاصيږي .

آخري خبره :

څوک چې پر الله او ورځ د آخرت رښتنی ايمان لري ، د الله تعالی د نيولو څخه ويره لري ، پر اسلام يې زړه خوږيږي او ددې سره سره د کوم داسې موقف خاوند وي چې خبره یې اوريدل کيږي نو هغوی چې پر هر ارګان پورې اړه لري د دغه وحشت په اړه دې خپل غږ پورته ، او خپل ديني مسئوليت دې ادا کړي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email