د کورنا په بهانه د اسلامي شعايرو پر وړاندې خنډونه

ای کاش د الله تعالی څخه دومره ويريدلی لکه نن چې د کورنا څخه ويريږئ !

ای کاش د الله تعالی د حکمونو مو داسې ساتنه کړې وی لکه نن چې د کورنا د یوازې نيمګړو ظاهرې اسبابو په لټه کې ياست !

ای کاش ستاسې سره په رښتيا د انسانانو د حيات غم او فکر وی ؟

ای کاش د ظاهري اسبابو په څنګه کې مو لږ معنوي اسبابو ته هم توجه کړی وی ؟

♣♣♣♣♣♣

ای کاش ددې بلاء او وباء څخه مو عبرت اخستئ وی ، له ظلم څخه مو د عدل لورې ته رجوع کړی وی ، د طاغوتي قانون څخه مو اسلامي شريعت ته رجوع کړې وی ، له حرام خوری او غلاوو او سود څخه مو د حلالو طرف ته رجوع کړې وی ، له رقص او موسيقۍ څخه مو د قرآنکريم طرف ته رجوع کړې وی ….. خو ای افسوس چې هيڅ عبرت ورڅخه نه اخلو …

♣♣♣♣♣♣

او بيا هم کوښښ روان دی چې د کورناګۍ په بهانه اسلامي شعاير او اسلامي احکام تر فشار لاندې راولي او په وړاندې يې خنډونه جوړ کړي ..

ځکه چې د اختر څخه مخکې د بازارونو قرينطين مات شو خو په اختر کې د خپلوانو د پاللو لپاره لارې وتړل شوي او د خپلوی پايلل واجب او اسلامي شعار دی ، د لسو ډوډوۍ ځيرې لپاره پر ولاړ قطار کې فاصله نه مراعاتيږي ، په بازارنو او ښاري موټرونو کې فاصلې نه مراعاتيږي مګر د رژيم د اوقافو په جوماتونو کې د لمونځ پر مهال فاصله پریښودل کيږي او د يو بل څخه لرې دريږي حال دا چې د صفونو برابرول او نږدې دريدل واجب او يا سنت دي .

♣♣♣♣♣♣

څنګه په بازار او بسونو او موټرونو کې فاصلې نشته خو په جماعت کې فاصلې ورکوئ … په کوم شرعي دليل؟ ، که څوک ناروغ وي نو شرعاً معذور دی د جماعت څخه معاف دی جومات ته دې نه راځي …..

حتی تر ټولو ستر ظلم دا چې د جوماتونو د تړلو لپاره کوښښ روان دی او ددې کار لپاره شيطاني مډيا پوره پوره تبليغات وکړل …. او غواړي چې د توبې …. استغفار … دعا … او ثنا دا يوازې يوه دروازه هم پر مسلمانانو وتړي .. او ضعيف الایمان دې بې غمه پر خپلو کورونو کې کيني .

دا ځکه چې نن خو د اسلامي امت حق علماء په زندانونو کې پراته دي … او درباري مفتيان د خپلو رژيمونو د هوا او حوس موافق فتواوی ورکوي …

دا ځکه چې نن خو اسلام غريب دی او د اسلام پر ماڼۍ اور بل دی ..

دا ځکه چې نن خو د حق خولې ماتې دي ..

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email