د خنزير او مردار شوي حيوان د غوښه حرمت

الله سبحانه وتعالی فرمايي : حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلاَّ مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ … (المائده :۳ ).

ژباړه: پر تاسو باندې حرامه كړى شوې ده مرداره، او وینه او د خنزیر غوښه او هغه چې په هغه د غیر الله لپاره اواز شوى وي او مرۍ خپه كړى شوى (زندۍ شوى) څاروى، او په كوتك وهل شوى او له بره راغورځېدلى او په ښكر وهل شوى، او هغه چې لیوان يې مات كړي، سوا له هغه (څاروي) نه چې تاسو يې حلال كړئ، او (حرام دى) هغه (څاروى) چې په استانو (درګاګانو) باندې ذبح كړى شي او دا چې تاسو په غشو سره قسمت معلوموئ.

۱- المیتة (مرداره ) ، هر هغه حيوان چې د اسلامي ذبحې څخه پرته مړ شوی وي .

۲- الدم المسفوح ( بهيدونکی وينه ) ، د حيوان وينه نا پاکه ده ، د اسلامي ذبحې يو حکمت همدا دی تر څو د حيوان وينه د هغه له بدن څخه ووځي .

۳- لحم الخنزیر ( د خنزير غوښه حرامه ده ).

۴- المُنْخَنقة : هغه حيوان چې د زندۍ کولو په وسيله يې دمه ختلي وي او ذبحه شوی نه وي .

۵- المَوقُوذَة : هغه حيوان چې د وهلو په وسيله يې دمه ختلي وي او ذبحه شوی نه وي .

۶- المُتردِية : هغه حيوان چې د لوړ ځای څخه لويدلی او مړ شوی وي .

۷- النَّطِيحَة : هغه حيوان چې بل حيوان په ښکر سره وهلی او مړ شوی وي .

۸- ماَ أکَلَ السَّبُعُ : هغه حيوان چې وحشي ځناور يې مات کړي ، زخمي يې کړي او د هغه څخه يې وخوري او مړ شي ، مګر کچيرې دا ډول حيوان د ژوند په حالت کې وموندل شي نو په هغه سره به د الله تعالی نوم واخستل شي او ذبحه به کړ شي نو په دې سره پاک ګرځي [وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ].

۹- مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ : او هغه حيوان چې پر هغه باندې د الله تعالی نوم نه وي ياد شوی نو د غوښو خوړل يې حرام دي ، د مسلمان او اهل کتاب د ذبحې خوړل جايز دي ، د مشرک ، کمونست او ملحد د ذبحې خوړل حرام دي [وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حِلٌّ لَكُمْ].

۱۰- او هغه حيوان د غير الله لپاره ذبحه شوی وي ، کوم بت ، يو کس او کوم زيارت په نوم ذبحه شوی وي [وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ].

او ټول حلال حيوانات چې په مردارو سره تغذيه شوی وي د غوښو خوړل يې مکروه دي ، په دلیل د دغه حديث شريف : روی ابوداو في سننه من حديث أبن عمر رضی الله عنه قال : «نهی رسول الله صلی الله عليه وسلم عن أکل الجَلالةِ » ( رواه ابوداود :۳۷۸۵ و ابن ماجه :۳۱۸۹).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي