د خوراک او څښاک په شيانو کې اصل اباحت دی

د خوراک او څښاک أحکام (فقه الأطعمة و الأشربة )

أطعمة : ټولو هغو شيانو ته ويل کيږي کوم چې د خوراک لپاره دي .

أشربة : ټولو هغو شيانو ته وايي چې د څښاک لپاره دي .

د خوراک او څښاک په شيانو کې اصل اباحت دی :

په ټولو ګتورو او پاکو شيانو کې اصل اباحت دی (حلال دي) مګر دا چې شريعت ورڅخه منع کړي وي او په ټولو ضرر لرونکو او نا پاکو شيانو کې اصل حرمت دی (حرام دي).

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الأَرْضِ جَمِيعاً ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاء فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ] (البقره :۲۹) .

ژباړه: همدى هغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې هغه ټول څه پیدا كړل چې په ځمكه كې دي، بیا يې پورته قصد وكړ، نو هغه يې ښه برابر اوه اسمانونه جوړ كړل، او هغه په هر شي ښه عالم دى.

او فرمايي : [وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ..] (الاعراف:۱۵۷ ) .

ژباړه : او دوى ته پاكیزه څیزونه حلالوي او په دوى باندې خبیث څیزونه حراموي.

نو ټول هغه د خوراک او څښاک شيان چې پاک وي او د انسان د روح او بدن لپاره ګټور وي الله تعالی خپلو بنده ګانو لره حلال کړي دي څو د هغه په وسيله د خپل رب عبادت وکړي.

او ټول هغه شيان چې نا پاک وي د انسان د روح او بدن لپاره مضر وي د مؤمن بنده لپاره حرام دي لکه : د مردار حيوان ، مردارې او خنزير غوښه ، زهرجن مواد ، خمر (شراب) او نور مخدره مواد.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email