ای کاش د جوماتونو پر ځای يې فحاشت بند کړی وی !!!

وباء او مصيبتونه د صالحو مؤمنانو لپاره رحمت او د کافرانو ، منافقانو او ظالمانو لپاره فوري عذاب بلل کيږي .

د مرض او وباء د مخنيوي لپاره معنوي او ظاهري اسباب دي چې د دواړو کارول د اسلام غوښتنه ده ، مګر يوازې په ظاهري اسبابو باندې تکيه کول او د معنوي اسبابو څخه د سترګو پټول بيا د اسلام خلاف د ماده پرستو قومونو تقليد او پيروی ده .

نن ورځ په اسلامي نړۍ کې د مډيا او درباري فتواوو لخوا د جوماتونو د بندلو او جوماتونو ته د نه تللو سپارښتنې کيږي چې ډيرې د عجيب وړ دي ؟؟؟

هغه دجالي مډيا چې په ټول توان سره يې د مسلمانانو د عقايدو او اخلاقو نړولو لپاره کار کړی نن څنګه مسلمانانو ته سپارښتنې کوي چې جومات ته مه ځئ ، تراويح او لمونځ په کور کې وکړئ داسې نه چې تاسې کورنا ونيسي ، آيا د دوی سره په رښتيا د مسلمانانو غم دی ؟؟؟

♣♣♣♣♣♣♣

هغه درباري مفتيان چې نن د جوماتونو د تړلو فتواووي ورکوي که څه دا کومه نوی مسئله نه ده ، د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت په دور کې تر دې ډيره سخته وباء لګيدلې وه آيا جوماتونه پکې تړل شوی وو ؟

درباري مفتيان چې نن په پوره شور او جرئت سره د جوماتونو د تړلو فتواوې ورکوي ولی د ښکاره او علني فحاشت پر وړاندې چوپه خوله دي ؟؟؟

نن په ډيرو اسلامي هيوادونو کې د طاغوتي ديموکراسۍ د علمبرداران تر قيادت لاندې علني فاحشه خانې دي ، ماليات ورڅخه اخلي امنيت يې ورته نيولی وي .

ټول اقتصادي سيستم سودي دی ، د سودي بانکونو او مؤسساتو څخه ماليات اخيستل کيږي او د هغوی کلکه حمايه کوي ځکه چې دا کار د ديموکراسۍ يو مهم اصل دی .

موسیقي ، رقص او نچا خو په ديموکراسۍ کې هيڅ ګناه هم نه بلل کيږي ، پوهنځۍ ، کورسونه او علني زده کړې يې تر سره کيږي .

د بيګانه ښځو او نارينه تر منځ اختلاط چې په اتفاق د امت حرام او عظيم فساد دی د ديموکراسۍ او ديموکراسۍ علمبرداران يې د خپل نظام مهم بنسټ ګڼې .

رشوت خو يې ان تر جنسي غوښتنو پورې رسیدلی دی .

او حتی د سود ، فحاشت او زنا د اباحت لپاره په قانون ښکاره مادې لري .

♣♣♣♣♣♣♣

نو دغو درباري مفتيانو خو يو ورځ هم اشاره ورته ونه کړ ….

ښه به دا وه چې خپلو رژيمونو ته يې نصيحت کړی وی چې له ظلم او فحاشت څخه لاس واخلئ ، خپل دين ته پوره تسليم شئ ، د مادي اسبابو په څنګ کې څه نا څه معنوي اسبابو ( استغفار ، توبه ، رجوع ، په دين باندې پابندي کولو) او نورو ته هم توجه وکړئ ، تر څو د روان مشکل څخه خلاص په آینده کې ددې څخه له سختې بلاء څخه په امن شو .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : ﴿وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ﴾

ژباړه: او له هغه عذاب او مصيبت څخه ځانونه وژغورئ چې يوازې تيري کوونکو ته به مو نه رسيږي . او پوه شئ چې د الله عذاب ډير سخت دی .

يعنې : کله چې په نيکو کارونو امر کول او له بدو کارونو څخه منع کول ترک شي نو آفتونه به د ظالمانو سربيره عام خلک هم را ګير کړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «په يو قوم کې به فحاشت نه خپريږي مګر که خپور شو ، الله تعالی به هغوی د خپل رحمت څخه لرې کړي ، په هغوی کې به وباء او داسې مرضونه چې په پخوانيو کې يې نه وي تير شوي نازل کړي» (رواه ابن الماجه ).

و ما توفیقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي