هغه مرغان د کوم چې غوښې خوړل حلال دي

لومړی اهلي مرغان :

 ټول هغه مرغان چې موښکې لري مګر ښکاري پنځې نه لري د غوښو خوړل يې د اسلامي ذبحې سره حلال دي لکه : چرګ ، کوتره ،شتر مرغ ، مرغۍ ، مرغاوۍ ، زرک او مړزان[1].

دوهم ډول وحشي مرغان :

د هغو وحشي مرغانو چې ښکاري پنځې و نه لري د غوښو خوړل يې جایز دي لکه : وحشي يا غرنۍ کوترې ، غرني چرګان ، مرغۍ ، زانړې ( يو ډول مرغه دی چې له چرګ څخه لوی او اوږده غاړه لري په هوا کې څو کيلومتره ميزل کولی شي) ، باز ، ډينګ ( هغه مرغه چې پر ځمکه باندې پر يوه پښه سره ځي ) ، غرنی زاغ[2] او ټولې هغه مرغان په هر شکل او رنګ چې وي کوم چې د مرغۍ سره ورته والی ولري لکه : بلبل ، زرکه او نور

او ټول هغه وحشي مرغان چې ښکاري پنځې لري د غوښو خوړل يې حرام دي لکه :شاهين ، ګونګ ، پتنګ ، عقاب ، آسمان څکلکۍ ، يا ماښام الوتونکی او نور .

په دليل د دغه حديث شريف : «حرَّم رسولُ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم يومَ خيبرَ لحومَ الحُمُرِ الإنسيَّةِ ولحومَ البِغالِ وكلَّ ذي ناب من السِّباعِ وكلَّ ذي مِخلبٍ من الطَّيرِ»[3]

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم د خيبر په ورځ د اهلي خرو د غوښو او قچرو د غوښو ، د ټولو څيرونکو او ټولو هغو مرغانو چې څيرونکې پنځي لري د غوښو خوړل حرام اعلان کړل .

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – فقه الاسلامي و ادلته ، بدائع الصنائع :۵/۳۹ .

[2] – جاء في العناية عند الحنفية: الغراب ثلاثة أنواع: نوع يلتقط الحب ولا يأكل الجيف وهو الزاغ: يباح ولا يكره. ونوع لا يأكل إلا الجيف، وهو الأبقع، وإنه مكروه. ونوع يخلط، يأكل الحب مرة، والجيف أخرى. وهو غير مكروه عند أبي حنيفة، مكروه عند أبي يوسف.

[3] –  أخرجه البخاري (۵۵۲۰) مختصراً، والترمذي (۱۴۷۸) باختلاف يسير، وأحمد (۱۴۵۰۳) مطولاً. .

Print Friendly, PDF & Email