په خرما باندې د روژې ماتولو طبي اعجاز

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إِذَا أَفْطَرَ أَحَدُكُم، فَلْيُفْطِرْ عَلى تَمْر، فَإِنْ لَمْ يَجد، فَلْيُفْطِرْ على مَاءٍ فَإِنَّه طَهُورٌ » (رواه ابوداود و الترمذي – الاسناد حسن صحيح ).

ژباړه : کله چې د تاسې څخه څوک روژه ماتوئ نو بايد په خرما باندې روژه ماته کړي کچيرې خرما پيدا نه کړي نو په اوبو سره دې روژه ماته کړي ځکه اوبه پاک کوونکې دي .

انس رضی الله عنه وايي چې: «رسول الله صلی الله عليه وسلم به د لمانځه ادا کولو مخکې په څو دانو تازه خرماوو باندې روژه ماتوله او که به تازه خرماوې نه وې په وڅو خرماوو به يې روژه ماتوله او که به خرما نه وه نو په څو غړپه اوبو به يې روژه ماتوله » (رواه ابوداود و الترمذي بالاسناد حسن ).

ولی په خرما باندې افطار کول ؟

دا ځکه چې په خرما کې په سلو کې تقريباً اويا فيصده قند موجود دی چې ژر انرژۍ توليدوي او هضم يې آسانه دی تقريباً د خولې څخه د وينې جريان ته په ۲۰ دقيقو کې رسيږي او د لوږې احساس ور سره ختميږي مګر نور غوړين او پروتين واله خواړه تقريباً دری ساعته وخت نيسي .

خرما بډایه خواړه دي چې ډير مهم او د بدن لپاره اړين مواد لري لکه :

– ګلوکوز: چې په اوبو کې حل کيږي او ډير ژر په بدن کې انرژي (توان او طاقت ) توليدوي .

– فرکټوز: چې د انسولين په نشتوالي کې انرژي توليدوي او د شکر په ناروغانو باندې کوم بوج نه ورولي .

– فایبرونه: چې تر ټولو مهم یې سيلولوز ، هيموسيلوز او پکتين دي ، د خوړو په هضم کې مرسته کوي او د قبضيت د ناروغی په مخنيوي کې مهم رول لري .

– معدني عناصر : په ځانګړي توګه (پوتاشيم ) چې په دماغي فعاليت کې مرسته کوي ، او (فاسفورس) چې د ژوند د دوام لپاره لازم او د زړه د غوړو د تنظيم او د عصبي سنګنالونو د ليږلو لپاره اړين دي ، او (اوسپنه ) چې د وينې هيموګلوبین را منځته کوي او (کلسيم) چې د هډوکو او غاښونو په جوړولو او کلک کولو کې مهم رول لري او همدارنګه د زړه د ضرباتو لپاره اړين دی او د کلسيم په کمبود په عضلاتي او عصبي سيسټم کې د کډوډی لامل کيږي او همدارنګه سلفر ، سوډیم ، مګنیزیم ، کوبالټ ، زنک ، فلورین او منګنیز لري چې هر يو يې د بدن په فعاليت کې مهم رول لري .

ويټامينونه : ځنې مهم ويتامينونه لري لکه : ويټامين A ،ويټامين B1 ، ويټامين B2 اويټامين C چې هر يو يې د بدن فعاليت کې مهم رول لري .

{وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى *  إِنْ هُوَ إِلاَّ وَحْيٌ يُوحَى} (سوره النجم :3-4 )

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email