علم حديث (لومړې برخه )

علم حديث

حديث : حديث په لغت کې نوې يا خبرته وايي او په اصطلاح کې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم وينا ،کردار،تقرير او صفت څخه عبارت دی .
تقرير محدثين داسې تعريفوي : چې يو صحابي يو عمل د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کې انجام کړی وي هغوی صلی الله عليه وسلم د هغه له وينا او عمل څخه منع نه کوي کړې بلکي چپتيا او سکوت يې اختيارکړی وي .
ځنې مهم او ضروري تعريفونه :
مخکې له دې چې علم حديث پيل کړو څو مهمو او ضروري تعريفاتو ته اشاره کوم چې په لاندې ډول دي :
الخبر: په لغت کې راپور ته وايي او په اصطلاح کې د جمهورو محدثينو په نزد خبر د حديث مترادف لغت دی چې مفهوم يې يو دی .
الاثر: په لغت کې پاتې شوني ته وايي او په اصطلاح کې اثر هم د حديث مترادف دی مګر د ځنو په نزد اثر د حديث نه جلا مفهوم لري يعنی اثر هغه دی کوم چې صحابه يا تابعينو ته منسوب وي .
الاسناد : اسناد د راويانو هغه سلسله ده چې متن ته رسيدونکي وي يا د سند په ذريعه يو حديث خپل ويونکي ته د رسولو څخه عبارت دی .
المتن : د روايت شوي حديث اصلي مقصد او خبرې ته متن وايي يعنې کله چې سند سر ته ورسيږي او مقصود خبره شروع شي همدا متن بلل کيږي .
المسند : په لغت کې چا ته منسوب کول او په  اصطلاح کې هغه حديث دی چې سند يې د اول څخه تر آخره پورې ذکر شوی وي او کله د هغه اطلاق په داسې کتاب سره هم کيږي چې په هغه کې يوازې د يو صحابي روايتونه جمع کړ شي مسند بلل کيږي .
راوي : هغه کس ته وايي چې په سند سره يې حديث روايت کړی وي .
المحدث : د حديثو عالم ته وايي کوم چې  احاديثو روايت کوي او هم ورباندې پوهه لري .
الحافظ : حافظ هم د محدث مترادف مفهوم لري مګر د ځنو په نزد حافظ هغه چا ته ويل کيږي چې ۱۰۰۰ زرو احاديثو په احوالو لکه روايت ،جرح او تعديل او نورو عالم وي .
الحاکم : هغه څوک دی چې د ټولو احاديثو په اړه معلومات ولري مګر لږ څه ورته نا معلوم وي .
علم حديث په دوه ډوله دی : علم حديث باعتبار درايت او علم حديث باعتبار روايت
۱- علم حديث باعتبار درايت : هغه علم دی چې د حديث د متن او سند له احوالو او څرنګوالي د قبول او رد په لحاظ سره بحث کوي .
۲- علم حديث باعتبار روايت : هغه علم دی چې د هغه په وسيله د رسول الله صلی الله عليه وسلم اقوال ،افعال ،تقريرات او صفات پيږندل کيږي .

آن لاين اسلامې لارښود (د انټرنيټ پر مخ په پښتو ژبه د حديث پوهنې مهمه علمي دوره )

Print Friendly, PDF & Email

4 تبصرې

  1. ماشاء الله
    الله تعالی توفيق درکړي

  2. محمدنسيم درويش

    بسم الله الرحمن الرحيم_‏_‏
ماشاءالله ديرشه درس موشروع كري_‏
 زه هم دهمدي ورح فه انتظار وم_‏
الله جله جلاله دي زمونك سره دخيرتوفيق دركري_‏


  3. سبحان الله الله ج مو سر لوړي لره
    امين

  4. جزاک الله – زه ډیر ستاسو څخه ډیر خوشحاله یم ، الله(ج) دی ستاسو څخه راضی شی
    په دی سپیڅلی قدم مو برکت شه