مسيحي جادوګر ويني چې د آذان په وخت شيطان له ده څخه تښتي

محتويات (عناوين)

يوه مسيحي جادوګر په مسلمان ميشته سيمه کې ژوند کولو ….
يوه ورځ يې پخپل کور کې د آذان غږ واوريد ، هغه وليدل چې شياطين هميشه يو ځای نه پاتې کيږي .
وګورئ چې دا جادوګر څنګه اسلام راوړي او توبه کوي ؟!
مسيحی جادوګر يو عجيب شی ويني ….
هغه متوجه کيږي چې شيطانان د آذان آوريدو په وخت کې له ده څخه فرار او تيښته کوي .
بنا پر دې هغه يو اسلامې مرکز ته مراجعه کوي او پوښتنه کوي چې آيا د آذان د آواز او شيطانانو تر مينځ څه ارتباط شته ؟
يو اسلامې دعوتګر ځواب ورکوي :
هو : په حديث شريف کې دی چه : ” أن الشيطان يفر عندما يسمع صوت الاذان…………” (شيطان چې کله د آذان غږ واوري نو تښتي )
ساحر وويل : اشهد ان لا اله الا الله
ددې با غظمته دين په باب ښه فکر وکړئ چې د آذان آواز د شيطانانو د فرار او شړلو د پاره څومره لوی دليل دی .
په دې موضوع کې بايد ښه فکر او سوچ وکړو چې د ډیر سوچ او فکر ځای دی .
و مو ليدل چې ګوډګر يا ساحر په څه شان سره د اسلام آواز ته ځواب ورکړ کله يې چې وليدل د آذان له آواز څخه شيطانان منډې وهي او تښتي .
«یهدی الله لنوره من یشاء» د الله تعالی چې چا ته خوښه شي هغه ته هدايت کوي .
 
سایت http://www.denana.com/index.php  د شيخ عادل المقبل CD څخه
والســلام.
منبع: http://www.imanway.com
 
ای افسوس زمونږ په حال !!!!
د آذان له غږ نه شيطانان منډې وهي او تښتې خو زمونږ په ډیرو وروڼو تأثير هم نه کوي ، هغه ته ځواب نه ورکوي يعنې د لمانځه ځای ته (جومات ته ) او د خلاصون ځای ته نه ورځي او يا حداقل د آذان په وخت کې خبرې هم نه بندوي او د آذان ځواب پخپله ژبه نه تقراروي .
الله تعالی زمونږ په حال ورحميږي.
آن لاين اسلامې لارښود
Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. محمدنسيم درويش

    سبحان الله_زمونك مسلمان سومره بي غوره دي_هيج داذان قدرورسره نشته_الله ج دي فه مونز ورحميزي اوالله دي مسلمانانوته هدايت وكري_‏

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي