د مسلمانانو خليفه ته د انګليس د پاچا (عجيب) ليک

د انګليس پاچا جورج په اندلس کې د مسلمانانو خليفه دريم هشام ته په کال د (۱۰۲۸) کې يو ليک ليږلی وو چې په هغه کې يې د مسلمانانو له خليفه غوښتنه کړې څو د دوی ځنو شاهي کسانو ته د هسپانيا د قرطبه په پوهنتون کې کوم چې د مسلمانانو لخوا جوړ شوی وو د درس د زده کړې اجازت ورکړي او د دغه ليک متن دا دی :

د ستر مقام او منزلت څښتن د مسلمانانو خليفه دريم هشام  :

د انګليس ، ناروې او سويډ د پاچا جورج لخوا په اندلس کې د مسلمانانو د ستر مقام او منزلت خاوند پاچا دريم هشام ته !

د احترام او درناوی وروسته ، مونږ د تاسې د آباد هيواد د ستر پرمختګ ، سترو علمي مؤسساتو او صنعت څخه اورو کوم چې تاسې د هغه په آساينه کې ژوند کوئ او خوند ورڅخه اخلئ ، نو ځکه مونږ غواړو څو زمونږ اولادونه د دغو ښيګنو څه نمونې را نقل کړي او هغوی زمونږ په هيواد کې د تاسې څخه د اخيستل شويو نمونو ښه پيل شي څو زمونږ په هيواد کې د علم څراغ روښانه کړي هغه هيواد چې اوس مهال له څلورو طرفونو جهل او ناپوهۍ احاطه کړی دی .

ما د خپلې خورځې ملکه «دوبانت» په مشرۍ د انګليس د مشرانو د لوڼو يو ټولی در وليږه تر څو د تاسې د تخت درناوی پر ځای کړي او ستاسې همدردي تر لاسه کړي.

او ددې تر څنګ د دوی ملګرې دي د تاسې معزز د مهربانۍ او پاملرنې موضوع کوم چې زده کړې تر سره کوي او د دوی سره وړوکۍ شهزادګۍ له يوې عاجزانه سوعات سره مل ده هيله ده چې په مهربانۍ سره يې قبوله کړئ

په درناوی او پاکه مينه

ستاسې فر فرمانبردار خادم

جورج.م.أ

 د اندلس د خليفه دريم هشام ځواب :

بسم الله الحمن الرحيم

الحمدلله رب العالمين والصلاة والسلام على نبيه سيد المرسلين، وبعد:

د انګليستان ، ناروې او سويډ پاچا ته !

ما ستاسو عریضه او غوښتنه ولیده ، د اړوندو خواوو سره مې له مشورې کولو وروسته ستاسې د غوښتنې سره موافقه وکړ نو تاسې ته خبر درکوو چې کوم ټولی مو را ليږلی په هغوی باندې به د مسلمانان له بيت المال څخه مصرف کيږي ( دوی ته مو پخپل پوهنتون کې د زده کړې اجازه ورکړه او د دوی مصارف مو پر خپله غاړه واخيستل ) او هر چې ستاسې سوغات وو هغه مو په پوره خوښۍ سره تر لاسه کړ او د هغه په بدل کې د تاسې حضور ته اندلسي جامې ډالۍ کوم هغه چې زمونږ د ماشومانو صنعت او د لاس کار دی او دا زمونږ د اهميت او مينې پوره دليل دی . والسلام

په اندلس هيواد کې د رسول الله خليفه

دريم هشام

مرجع : العرب عنصر السيادة في القرون الوسطی / ليکوال : انګليسي تاريخ ليکونکی : جون دوانبورت .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email