د شرابو (خمر) په څښونکي باندې د کورنا اثر

الله سبحانه وتعالی د بشر د لارښوونې لپاره داسې اسلامي شريعت نازل کړی دی چې څه پکې حلال دي په هغه کې د انسانانو ټول مصالح موجود دي او څه یې چې حرام ګرځولي دي هغه د مسلمان د روغتيا ، اخلاقو او تربيت لپاره مضر او تاواني دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ (الاعراف ۱۵۷)

الطيبات (پاک څيزونه ) ټول هفه شيان کوم چې په هغه کې د انسان د بدن د پاره ګټه وي ، خوندور وي ، بدن ته مضر نه وي ، عقل ته مضر نه وي ، او هغه شيان چې د انسان بدن ته زيان رسوي ګټور نه وي نا پاک او خبائث بلل کيږي .

نن چې ټوله نړۍ د کورنا پټو لشکرو په سر اخستلې او د ډيرو انسانان ژوند يې واخيست د مردارو غوښو خوړولو څخه انسان ته نقل شوی کوم چې اسلامي شريعت يې خوړل حرام کړي دي.

همدارنګه شراب (خمر ) اسلامي شريعت حرام کړي که څه هم د اخلاقي لحاظه ډير زيات زيان لري خو د هغه سربيره د انسان پر روغتيا باندې هم ناوړه اثرات لري .

د نورو امراضو سربيره د انسان پر تنفسي سيستم باندې ډير زيات ناوړه اثرات لري :

دوکتور شبيب بن علی الحاضري په « رابطه العالم الاسلامي» پاڼه کې په دې باره کې زيات تفصيلي مطلب ليکلی دی چې د شرابو څښلو له امله يې د ډیرو امراضو رامنځته کيدو په اړه تفصلي بيان ليکي چې ځنې په لاندې ډول دي :

۱- د سږو اوږد مهاله التهاب (Chronic bronchitis).

۲- د سږو او هوايي نلونو غټ والی (Bronchiectasis).

۳- ساه لنډي يا د تنفس کولو ستونزه (Respiratory failure) .

همدا وجه ده چې په غرب کې د کورنا د ويروس له امله د مړو شمير ډير زيات دی ځکه چې هغوی اکثراً شراب څښي چې تنفسي سيستم يې پخوا زيانمن شوی دی او همدانګه ځنې يې د فحاشت څخه پيدا شوي ايډز باندې اخته وي کوم چې د بدن دفاعي سيستم کمزوری کوي .

لله حمد مسلمانان شراب نه څښي په رب العالمين مې همدا ګمان دی چې مسلمانان به ددې وباء د سخت خطر څخه محفوظ وي او که څوک ورباندې اخته شوي وي الله تعالی دې عاجله شفاء ورکړي .

هغه کسان چې په شرابو څښلو باندې اخته وي هغوی دې توبه وباسي ..

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : «مَنْ شَرِبَ الْخَمْرَ وَسَكِرَ لَمْ تُقْبَلْ لَهُ صَلاةٌ أَرْبَعِينَ صَبَاحًا وَإِنْ مَاتَ دَخَلَ النَّارَ فَإِنْ تَابَ تَابَ اللَّهُ عَلَيْهِ» (رواه ابن ماجه بالسناد صحيح :۲۷۲۲ ) .

ژباړه : څوک چې شراب وڅښي او نيشه شي څلويښت ورځې يې لمونځ نه قبليږي او که مړ شي نو دوزخ ته به داخل شي مګر له توبه وباسي الله پاک به يې توبه قبوله کړي.

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي