غربي ليکوال : د کورنا د مخنيوي لپاره نني قرنطين او نور تدابير اسلامي لارښوونې دي

د امريکا «نيوزويک» مجله د يوه امريکايي ليکوال «كونسيدين» مقاله خپره کړې ده او په دغه مقاله کې نومړی ليکوال داسي وايي :

آیا تاسې پوهيږئ چې د ننی وباء (کورنا) د مخنيوي لپاره د نظافت او قرنطين لګولو وصيت چا کړی دی ؟

ځواب : د اسلام پيغمبر محمد (۱۴۰۰) کاله مخکې .

 ليکوال زياتوي : محمد وايي : په کومه سيمه کې چې وباء لګيدلې وي نو تاسې هغه سيمې ته مه ورځئ او که تاسې په هغه سيمه کې اوسيږئ چيرې چې وباء خپره شوی وي نو له هغه سيمې څخه مه وځئ ، او همدارنګه وايي دا ډول ناروغان له روغو کسانو څخه جلا وساتئ .

( ليکوال دا خبره د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم له هغه مشهور حديث چې د طاعون وباء په اړه دی نقل کړي ده )

ليکوال وايي : او د اسلام پيغمبر بشر ته وصيت کړی چې د ناروغ درملنه وکړئ .

او دغه خبره يې له دغه حديث شريف څخه نقل کړې ده چې : يو عرابي راغی او ويې ويل : يا رسول الله آيا مونږ د ناروغيو درملنه وکړو ؟ ويي فرمايل : هو، ای د الله بنده! د هغوی درملنه کوه ، ځکه چې الله تعالی هيڅ داسې مرض نه دی پيدا کړی مګر د هغه لپاره یې شفا هم پيدا کړې ده ، مګر يوازې يو درد او مرض دی چې د هغه درملنه نشته چې هغه مرګ دی.

او ليکوال زياتوي : د اسلام پيغمبر د ايمان او عقل تر منځ د برابرۍ يو حکيم وو ، په دې ورستيو اونيو کې د ځنو نظر دا دی چې يوازې لمونځ هم د کورنا ويروس مخنيوي کولای شي نورو هيڅ ډول ټولنيزو تدابيرو ته ضرورت نشته .

او په آخر کې د مقالې ليکوال «کونسيدين» هغه قصه را نقلوي چې امام ترمذي يې روايت کړی دی : يو ورځ يو اعرابي د خپلې اوښې په اړه د اسلام نبي ته وويل : يا رسول الله خپله اوښه وتړم او توکل وکړم او که هغه خوشې پريږدم او توکل وکړم ، ورته ويې ويل : هغه وتړه او توکل وکړه .

منبع : واشنطن – الخليج أونلاين

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي