د وباء او بلاء د نزول پر مهال شرعي آداب

د مصيبتونو او بلاوو د نزول حکمتونو مو په تير درس کې ولوستل چې د مؤمن لپاره رحمت ،د درجې لوړوالی ، د ګناهونو بښل او غفلت څخه بيدارول دي او د سرکشه او ظالم انسانان لپاره فوري عذاب دی .

د بلاء او وباء د نزول پر مهال ځنې شرعي آداب په لاندې ډول دي :

۱- د ټولو څخه ستر ادب بلکي د ټولو رأس او بنسټ پر الله تعالی باندې توکل او هغه ته د ټولو کارونو سپارل دي ځکه چې د مؤمن په دې باندې عقيده ده چې په دغه کائينات کې د الله تعالی د حکم پرته هيڅ لوی او کوچنی کار نه کيږي بکي هر څه د الله تعالی په حکم څليږي ، مرضونه نازلوي او د مرضونو شفاء د هغه په امر ده .

او د ټولو انسانانو د ژوند او مرګ واکدار دی ، ډير هغه انسانان چې د الله تعالی د الوهيت څخه انکار کوي د هغه په ربوبيت باندې باور لري او په دې ښه پوهيږي چې مرګ او ژوند د هغه (جَل جلاله) په واک دی .

اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ هَلْ مِن شُرَكَائِكُم مَّن يَفْعَلُ مِن ذَلِكُم مِّن شَيْءٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ (سوره الروم :۴۰).

ژباړه: الله هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړئ، بیا هغه تاسو ته روزي دركړه، بیا به هغه تاسو مړه كوي، بیا به تاسو ژوندي كوي، ایا ستاسو په شریكانو كې كوم یو شته چې په دغو (كارونو) كې څه شى كولى شي؟ هغه (الله) ته پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له دې نه چې دوى ورسره شریك نیسي.

﴿قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنْ كُنْتُمْ فِي شَكٍّ مِنْ دِينِي فَلا أَعْبُدُ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَكِنْ أَعْبُدُ اللَّهَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُمْ﴾ [يونس: 104].

ژباړه: ته ووایه: اى خلقو! كه چېرې تاسوزما د دین په باره كې په شك كې یئ، نو زه خو د هغو څیزونو عبادت نه كوم چې تاسو يې له الله نه پرته (غير) عبادت كوئ او لېكن زه د هغه الله عبادت كوم چې تاسو وفات كوي.

نو مرګ او ژوند د الله تعالی په واک دی ، د ډیر سخت مرض يو کس ته شفا ورکوي مګر چې د يو وخت پوره په عادی حالت کې مري .

او د توکل وروسته د مشروع اسبابو کارول د اسلامي شريعت غوښتنه ده او ښکاره دلیل يې دغه مبارک ايت دي: ﴿هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ ﴾ [الملك: 15].

ژباړه: دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې ځمكه تابع ګرځولې ده، نو تاسو د دې په اوږو (اطرافو، لارو) كې ګرځئ او د دغه (الله) له رزق نه خورئ.

د اوسني وايروسي وباء (کورنا) د خپريدو او مخنيوي په اړه چې کوم طبي لارښوونې ضرور دي د هغه کارول .

چې په لومړي سر کې هغه طبيبان چې د دغه ډول ناروغانو درملنه کوي .

دوهم قدم کې هغه کورنۍ په کوم کې چې دا ډول ناروغ وي .

دريم قدم کې هغه کسان کوم چې د عامو خلکو سره يې معاملات وي .

۲- دعا کول .

دعا غوره عبادت دی او د امراضو ، مصيبتونو او بلاوو د دفع مهمه شرعې وسيله ده .

د اسلامي امت ظاهري او روحاني طبيب ابن قيم رحمه الله وايي : «والدعاء من أنفع الأدوية، وهو عدوّ البلاء، يدافعه ويعالجه، ويمنع نزوله، ويرفعه أو يخففه إذا نزل»

ژباړه : دعا تر ټولو ګټور درمل دي ، او هغه د بلاء دوښمن دی چې د ناروغيو مخنيوی او معالجه کوي او د ناروغيو د نزول مخنيوی کوي او کچيرې نازلې شي نو په هغه کې کموی راولي (آسانه کوي يې ).

د نارغيو د وقايې لپاره مهمې مسنونه دعاوې دادي :

« بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لاَ يَضُرُّ مَع اسْمِهِ شيء في الأرضِ ولا في السماءِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعلِيم »

دا دعا د سبا او ماښام له اذکارو څخه ده چې دری ځله ويل کيږي .

«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْبَرَصِ، وَالْجُذَامِ، وَالْجُنُونِ، وَسيِّئِ الأَسْقَامِ»

او غم پر مهال دا کلمات ويل : انا لله و انا اليه راجعون .

۳- مسنونه اذکارو باندې پابندي کول :

 د سبا او بيګا اذکار ، د خوراک او خوب اذکار ، د کور څخه د وتلو اذکار او نور مسنونه اذکار . ځکه چې مسنونه اذکار «حصِن المسلم» يعنې د مسلمان ظاهري او معنوي ساتنه کوي ، له اضرارو ، بلاوو ، امراضو او غم او پريشانۍ څخه ساتنه کوي او يا په هغه آساني راولي.

۴- توبه او استغفار :

د ګناهونو څخه توبه ايستل ځکه چې اکثره بلاوې د ګناهونو په وجه نازليږي ، په حديث شريف راغلي : په يو قوم کې به فحاشت نه خپريږي مګر که خپور شو ، الله تعالی به هغوی د خپل رحمت څخه لرې کړي ، په هغوی کې به وباء او داسې مرضونه چې په پخوانيو کې يې نه وي تير شوي نازل کړي (رواه ابن الماجه ).

او ډير ډير استغفار کول سره بلاء او وباء دفع کيږي ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ]،[٧]

ژباړه: او الله داسې نه دى چې دوى ته عذاب وركړي، په دې حال كې چې ته په دوى كې يې او الله دوى ته عذاب وركوونكى نه دى، په داسې حال كې چې دوى بخښنه (استغفار) غواړي.

۵- تقوی

د الله تعالی د ټولو اوامرو پر ځای کول او د هغه د حرام کړ شويو څخه ځان ساتل چا چې تقوی اختيار کړه الله تعالی به هغه ته د ټولو مشکلاتو او مصيبتونو څخه د وتلو لارې اسانه کړي … الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا*وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ... ] (سوره الطلاق :۲-۳ ).

ژباړه: او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، (نو) هغه به د ده لپاره د وتلو څه ځاى پیدا كړي ،او ده ته به له هغه ځایه رزق وركړي چې دى به ګمان هم نه كوي۔ او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى.

ابن قيم رحمه الله وايي څوک چې د الله تعالی پر وړاندې د ځان قدر غواړي نو هغه دې د الله پاک قدر وکړي او د الله تعالی قدر دا دی چې د هغه د حکمونو قدر او درناوی وکړي …

۶- صبر :

دا د ايمان غوښتنه ده چې مؤمن به الهي تقديراتو ته تسليم وي او په هغه باندې به صبر کوي ، صبر غوره عبادت دی کوم چې الله تعالی د صبر کوونکو سره د بې حسابه اجر وعده کړی ده :

الله تعالی فرمايي: [إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ] (الزمر: ۱۰)

صبر د الله تعالی د مدد او نصرت ستره وسيله ده : [إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ] (البقرة: 153).
او څوک چې په مصيبت او بلاء باندې صبر اختيار کړي الله تعالی به ده ته صبر ورکړي :

 رسول الله صلی الله عليه وسلم : «مَنْ يَتَصَبَّرْ يُصَبِّرْهُ اللهُ، وَمَنْ يَسْتَغْنِ يُغْنِهِ اللهُ، وَمَنْ يَسْتَعْفِفْ يُعِفَّهُ اللهُ» (حديث متفق عليه )

ژباړه : څوک چې په کوم مصيبت باندې صبر وکړي الله پاک به ده صبر ورکړي ، او څوک پخپل زرق باندې صبر وکړي ( خلکو لاس اوږد نه کړي ) الله تعالی به دی بې نيازه کړي او څوک پاک دامي غوره کړي الله پاک به يې پاک دامه کړي .

د اوسنی وباء پر مهال ځنې ناوړه اعمال :

۱- د ناوړو اوازو او اخبارو خپرول او په خلکو کې ويره او ډار خپرول .

لکه داسې ويل : احتمال لري ددې وباء څخه دومره دومره کسان مړه شي … آيا تا ته (العياذ بالله ) علم غيب دی ، يا کومه تجربه او مشاهده لرې ؟

۲- د نورو په مړو او ناروغيو باندې تمسخر کول حال دا چې مونږ بايد ددې څخه عبرت واخلو او د الله تعالی څخه امان او نجات وغواړو .

۳- ځنې ضعيف الايمانه ددې ډول حالاتو څخه ناوړه استفاده کوي ، د ضروري مواد احتکار تر سره کوي چې ددې څخه ګټلی مال خبیث دی او دا لويه ګناه ده او همدارنګه ځنې کسان ظلم کوي او د خلکو مالونه په ناحقه خوري هغه دا چې په بيع کې انصاف کول د اسلامي اقتصاد رکن دی مګر دوی ظلم کوي او د دغه ډول شرايطو څخه په ناوړه استفادې څو څنده ګټه کوي …

او همدارنګه ځنې کسان د خوراکي او ضروري موادو د راوړلو لارې بندوي په دې بهانه چې مرض خپور نشي حال دا چې دوی کولای شي هغه کسان چې مواد واردوي چک کړي ، او په دې کار سره د يوې بلوا پر ځای کيدای بله لويه بلوا را منځته شي .

۴- د شرعي اسبابو ترک کول او يوازې په دنيوي اسبابو باندې اکتفا کول .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي