د (Q-NET) شرکت سره کار او کډون کول څه حکم لري ؟

ستاسې محترمې اداری ته سلامونه  زما پوښتنه یو شرکت په هکله دی چې د QNET په نامه یادیږي چې دا شرکت په نړیواله سطحه پوښښ لری دوی په  داسی ډول پروسه لري

چې یو کس به له همدی شرکت څخه سودا کوي چې په سودا کولو سره نوموړي کس د شرکت سره راجستر کېږې چې د سودا کم نرخ تقریبًا ۷۰۰۰۰ زره افغاني کېږې کله چې دا کس په شرکت سره راجستر شو نو دا به دوه نفره نور راولی چې کله هغوی له دی شرکت څخه سودا وکړی او راجسټر شی نو د هر نفر په سر ۲۰۰ دالر لومړنی ته د شرکت لخوا ورکول کېږې دا دوه نفر به نور دوه دوه نفر راولی کله چې راجسټر شول نو شرکت ۲۰۰ دالر پاسني نفرو ته ورکوی دا سلسله تر اتم ردیف پوری دوام لری له هغه وروسته دا مشر چې اته رديفه خلګ پسې راجستر دی د شرکت لخوا تقاعد کیږی او د هفتی تقریباً څلور زره څخه زیات معاش ورکوی کېږې دا سلسله همداسې دوام لری

داسی  شرکت کې کار کول څه حکم لری

په درنښت

________________________________________

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د پورته ذکر شوي شرکت سره په ذکر شوې معامله کې کار او کډون کول حرام دي ځکه په دې معامله کې لاندې شرعي حرام امور موجود دي :

۱- په دغه معامله کې غرر (جهالت ) او قمار موجود دی ، ځکه کډون کوونکی کس په نومړي شرکت کې شريک نه دی بلکي په مالي عوض سره نور خلک ور جذبوي او د هغه عوض د ور جذب کوونکو خلکو د شمير په زيادت سره زياتيږي مګر کچيرې پخپل فعاليت کې پاتې راشي نو ټول عوض له لاسه ورکوي ، نو په دې توګه کډون کوونکی د ګټې او تاوان تر منځ قرار لري او د هغه عوض هم نا معلوم دی چې دې ته په شريعت کې غرر وايي او په معامله کې غرر حرام دی ، په دليل د دغه حديث شريف : نَهَى رَسُولُ اللهِ صلَّى الله عليه وسلَّم عَنْ بَيْعِ الْحَصَاةِ وَعَنْ بَيْعِ الْغَرَرِ» (رواه مسلم) .

او همدانګه په دغه معامله کې قمار دی ځکه چې ګټه او تاوان يې معلوم نه دی او قمار په کتاب الله ، سنتو او اجماع حرام دی .

۲- په دغه معامله کې يو پټ سودي لين دين دی ځکه د بيع سود دوه ډوله دی «رباء الفضل» او « رباء النسيئة» ځکه کوم اجناس چې دغه شرکت پلوري اصلی مقصد يې د دغه اجناسو پلورل نه دي بلکي مقصد يې د کډون کوونکو او جذب کوونکو کسانو څخه د مال تر لاسه کول دي ځکه د دغه شرکت اجناس د بازاز له قيمت څخه په ټیټ نرخ وي نو معامله اصلاً د نغدو خرڅول دي په نغدو سره چې تفاضل (فرق) او نسيئه دا چې ځنډ پکې راځي او لاس په لاس نه وي دواړه ( تفاضل ، نسيئه) دواړه پکې دي ، چې دا ډول معامله حرامه او سود دی، په دليل د دغه حديث شريف : : «لَا تَبِيعُوا الذَّهَبَ بِالذَّهَبِ إِلَّا مِثْلًا بِمِثْلٍ، وَلَا تُشِفُّوا بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ، وَلَا تَبِيعُوا الوَرِقَ بِالوَرِقِ إِلَّا مِثْلًا بِمِثْلٍ، وَلَا تُشِفُّوا بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ، وَلَا تَبِيعُوا مِنْهَا غَائِبًا بِنَاجِزٍ»(حديث متفق عليه) .

په دې باره کې د نړۍ ډيرو معاصرو علماوو فتاوی ورکړی دي چې په لاندې ادرسونو کې يې کتلای شئ .

والعلم عند الله تعالى، وآخِرُ دعوانا أنِ الحمدُ لله ربِّ العالمين، وصلَّى الله على نبيِّنا محمَّدٍ وعلى آله وصحبِه وإخوانِه إلى يوم الدِّين، وسلَّم تسليمًا.

آن لاين اسلامي لارښود

__________________________________________

https://ferkous.com/home/?q=fatwa-1135

في حكم التسويق الشبكي (الهرمي)

https://sy-sic.com/?p=7641

مجلس الاسلامي السوري

https://www.islamweb.net/ar/fatwa/203089/%D9%81%D8%AA%D9%88%D9%89-%D8%A7%D9%84%D9%84%D8%AC%D9%86%D8%A9-%D8%A7%D9%84%D8%AF%D8%A7%D8%A6%D9%85%D8%A9-%D8%A8%D8%B4%D8%A3%D9%86-%D8%A7%D9%84%D8%AA%D8%B3%D9%88%D9%8A%D9%82-%D8%A7%D9%84%D8%B4%D8%A8%D9%83%D9%8A 

فتوى اللجنة الدائمة بشأن التسويق الشبكي

https://islamqa.info/ar/answers/87596/%D8%B4%D8%B1%D9%83%D8%A7%D8%AA-%D8%A7%D9%84%D8%AA%D8%B3%D9%88%D9%8A%D9%82-%D8%A7%D9%84%D9%87%D8%B1%D9%85%D9%8A

الاسلام سوال جواب

www.islamic-fatwa.net

فتاوى د. حسين شحاتة له عدة دراسات على موقعه

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي