د کورنا ويروس یا هغه ته ورته ناروغيو په اړه د اسلام لارښوونې

د کورنا – معنی ده تاج ځکه چې دغه وايرس تر ميکروسکوپ لاندې د تاج په شکل ښکاري او د تاج بڼه لري نو ځکه په کورنا باندې نومول شوی دی .

د کورنا وايروس اووه ډولونه لري چې نور ډولوونه یې پخوا کشف شوي لکه د خوګ والګۍ او کورنا وایروس يو کال مخکې لومړی د چين هيواد «ووهان» ښار په هغه هوټل کې چې د مردارو حيواناتو غوښې پکې خوړل کيدې وموندل شو .

دا وايروس پر تنفسي جهاز باندې حمله کوي چې نښه يې زوکام ، ستونې درد ، ټوخی او نور دي ، او د وقايې لپاره يې طبابت د لاسونو پاک ساتل ، نظافت او نور وړاندې کړي دي.

په اسلام کې د امراضو  د مخنيوي او وقايې لارې :

۱- اسلام د امراضو د مخنيوي او وقايه لپاره په پاکی او نظافت باندې زيات ټينګار کړی دی ، پاکي او نظافت يې د لمانځه د صحت لپاره شرط ګرځولی دی لکه : بې اودسۍ او جنابت څخه د بدن پاکوالی د نجاست څخه د لباس او ځای پاکوالی .

په اوداسه کې لاسونه ، مخ ، پښې هغه اندامونه چې لوڅ وي د ويروس تر تأثير لاندې راځي مينځل کيږي د لاسونو او پښو د ګوتو د بيخونو مينځل او خلال سنت دی ، په اوداسه کې د خولې او پوزې مينځل سنت دي نه يوازې مينځل او د اوبو اچول بلکي د مسواک وهل او په ستونې کې د اوبو غرغړه کول سنت دی ، خوله د معدې دروازه ده او معده د ټول بدن دروازه ده کله چې معده پاکه شوه نو ټول بدن د ميکروبونو او باکترياوو څخه پاکيږي او همداسې د پوزې مينځل په هغه کې د اوبو کشول او د هغه څينډل سنت دی.

۲- نبی اکرم صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې کله د خولې بلغم توکوئ نو په هغه باندې خپله پښه را کښوئ (ځکه دغه کار د ناروغيتو د انتشار او خپريدو مخنوي کوي او بل مسلمان د هغه څخه بد نه وړي).

او همدارنګه يې حکم کړی دی چې د اوبو څښلو پر مهال به په اوبو کې پوکل نه کوی.

 (هغه ساه کوم چې له بدن څخه خارجيږي کاربندای اکسايد دی ، کله چې کاربن دای اکسايد له اوبو سره يوځای شي يو ډول تيزاب د کاربونيک اسيد په نوم جوړوي چې د معدې په هضمي سيستم بد اثر کوي او بل هغه ساه چې له بدن څخه خارجيږي ناپاکه وي).

۳- او همدارنګه يې حکم کړی دی چې د خوب څخه مخکې خپل لاسونه وويځئ کچېرې څوک خپل لاسونه ونه ميځي نو که څه ضرر او ناروغي ورپيښه شي مسئوليت يې پر خپله غاړه دی[1].

۴- او نبی اکرم صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې کله خوراک کوئ نو خپل لاسونه ووينځئ [2].

۵- او نبی اکرم صلی الله عليه وسلم د خوراک څخه وروسته د سمدستي خوب کولو څخه منع فرمايلي ځکه چې دا کار په هضم کې سختي رامنځته کوي[3] .

۶- او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې د خوراک لوښي لوڅ مه پرېږدئ ، د خوراک د لوښو سرونه پټوی ځکه چې په دې سره د امراضو مخنوی کيږي[4][4]

او اسلام حکم کړی دی چې د خپلو ښځو سره د میاشتني عادت (حيض) پر مهال د هغه سره جماع مه کوئ ځکه دا کار د سختو امراضو سبب کيږي .

لنډه دا چې اسلام نظافت هغه که ظاهري دی او که معنوي د ايمان برخه ګرځولی دی او نظافت د امراضو د مخنوي وسيله او وقایه ده .

۷- اسلام د د نارغيو د درملنې کولو حکم کړی دی [5].

۸- اسلام طب او درملنه کول يو ستر مسئوليت بللی دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : کچېرې چا د طبابت له پوهې پرته د چا درملنه وکړه نو هغه ضامن دی ، د ضرر په صورت کې د هغه د زيان او خسارې ضامن دی[6].

د وباء په اړه د اسلام لارښوونې :

وباء هر هغه مرض ته وايي چې مړينه يې ډيره وي …

که په کومه سيمه کې وباء يا هلاکوونکی مرض ولګيږي نو د هغه سيمې څخه وتل او همدارنګه هغه سيمې ته د نورو ځايونو څخه راتلل منع دي .

ځکه چې د مسلمان عقيده دا ده چې نفع او ضرر د الله تعالی د جانبه دی ،  او همدرنګه چېرې چې وباء لګيدلي وي هلته د نه ورتګ حکمت دا دی تر څو دغه ناروغي په نورو کسانو کې خپره نه شي .

عبدالرحمن بن عوف وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ [يعني : الطاعون] بِأَرْضٍ فَلَا تَقْدَمُوا عَلَيْهِ ، وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا فِرَارًا مِنْه»[7] .

ژباړه : کله چې د طاعوت څخه خبر شوئ نو هغه ځای ته مه ورځئ ، او که په هغه ځای چې تاسې اوسيږئ طاغون ولګيږي نو د هغه څخه فرار او تيښته مه کوئ .

مرض د رښتنې مؤمن په حق کې رحمت او د درجې لوړوالی دی :

وباء د کافرانو ، مجرمان او ظالمان او هغو کسانو چې د ظلم او ګناه پر وړاندې يې سکوت کړی وي د الله تعالی له جانبه يو فوري عذاب دی او يا د غافله خلکو تنبه ده او د صالحو مؤمنانو لپاره رحمت ، د ګناهونو بښنه او د درجو لوړوالی دی.

عايشې رضی الله عنها د طاغون په اړه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل ، ويې فرمايل: «أَنَّهُ عَذَابٌ يَبْعَثُهُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ، وَأَنَّ اللَّهَ جَعَلَهُ رَحْمَةً لِلْمُؤْمِنِينَ، لَيْسَ مِنْ أَحَدٍ يَقَعُ الطَّاعُونُ، فَيَمْكُثُ فِي بَلَدِهِ صَابِرًا مُحْتَسِبًا، يَعْلَمُ أَنَّهُ لاَ يُصِيبُهُ إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَهُ، إِلَّا كَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِ شَهِيدٍ»[8].

او همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«مَا مِنْ مُسْلِمٍ يُصِيبُهُ أَذًى إِلاَّ حَاتَّ اللَّهُ عَنْهُ خَطَايَاهُ، كَمَا تَحَاتُّ وَرَقُ الشَّجَرِ».[9]

ژباړه :مؤمن سړي ته چې هر څه مصيبت رسيږي د مرض نه وي او يا د بل څه نه – نو الله تعالی ددې په وسيله د هغه ګناهونه داسې رژوي لکه خزان وهلې ونه چه خپلې پاڼې رژوي .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« إِنَّ الْعَبْدَ إِذَا سَبَقَتْ لَهُ مِنَ اللَّهِ مَنْزِلَةٌ لَمْ يَبْلُغْهَا بِعَمَلِهِ ابْتَلاَهُ اللَّهُ فِي جَسَدِهِ أَوْ فِي مَالِهِ أَوْ فِي وَلَدِهِ ‏”‏ ‏.‏‏ ثُمَّ صَبَّرَهُ عَلَى ذَلِكَ ‏”‏ ‏.‏ ثُمَّ اتَّفَقَا ‏”‏ حَتَّى يُبْلِغَهُ الْمَنْزِلَةَ الَّتِي سَبَقَتْ لَهُ مِنَ اللَّهِ تَعَالَى »[10] .

ژباړه: الله تعالی د کوم مؤمن بنده په حق کې د کوم اوچت مقام فيصله وکړي مګر هغه يې پخپل عمل سره نشي موندلی – نو الله تعالی هغه په څه جسماني يا مالي تکليف يا د اولاد نه په څه صدمه او پريشانۍ کې مبتلا کوي او بیا هغه ته د صبر توفيق ورکوي نو په هغه مصيبت د صبر په وجه هغه لوړ مقام ته رسيږي کوم چې مخکې دده د پاره فيصله شوی وو .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إِذَا مَرِضَ الْعَبْدُ أَوْ سَافَرَ كُتِبَ لَهُ مِثْلُ مَا كَانَ يَعْمَلُ مُقِيمًا صَحِيحًا»[11].

د خطرناکو امراضو څخه د نجات دعا :

«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْبَرَصِ، وَالْجُذَامِ، وَالْجُنُونِ، وَسيِّئِ الأَسْقَامِ»[12]

ای الله! پر تا پنا غواړم له (مبتلا کيدو ) د پيس ، جزام او ليونتوب او نورو بدو مرضو څخه.

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

[1] – د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : څوک چې د شپې په داسې حالت کې بيده چې د هغې په لاسونو د غوړوالی اثر وي ) لاسونه يې نه وي مينځلی ( او ددې په وجه ده ته څه ضرر ورسيږي ،بس خپل ځان دې ملامت کړي . (رواه الترمذي ، ابن ماجه و ابوداود ).

[2] – عن عائشة رضي الله عنها قالت: كان رسول الله ﷺ إذا أراد أن يأكل أو يشرب غسل يديه، ثم يأكل أو يشرب. رواه النسائي.

[3] – أذيبوا طعامكم بذكر اللهِ والصلاةِ، ولا تناموا عليه تغفل قلوبُكم»  (رواه الطبراني في الاوسط و ابن السني ).

[4] –  «غَطُّوا الإِنَاءَ وَأَوْكوا السِّقَاءَ» خرجه مسلم (2014)، وأحمد (14829).

« من تطبّب ولم يُعلَم منه طبّ فهو ضامن » (سنن ابی داود).

[5] – «غَطُّوا الإِنَاءَ وَأَوْكوا السِّقَاءَ» خرجه مسلم (2014)، وأحمد (14829).

[6] –  عن أنس رضي الله عنه قال : إن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ( إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ حَيْثُ خَلَقَ الدَّاءَ خَلَقَ الدَّوَاءَ فَتَدَاوَوْا ) رواه أحمد (12186) وحسنه الألباني في “السلسلة الصحيحة” (1633) .

[7] – روى البخاري (5739) ، ومسلم (2219).

[8] – صحيح البخاري .

[9] – روا البخارى:5647.

[10] – رواه أحمد و ابؤداود .

[11] – رواه البخاري ::۲۹۹۶.

[12] -صحيح ابن حبان: ۱۰۱۷.

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي