د بيګانه ښځې غږ اوريدل

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!
زما دا پوښتنه ده چې، د ښځو د غږ  اورېدل چې په هره بڼه او د هرې وسیلې په مټ وي، د اسلام له نظره څه حکم لري؟

نصیب الله تړون یم لغمان نه
جزاکم الله خیرا.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا چې د ښځې صوت او غږ عورت دی او که نه ؟ د فقهاء تر منځ اختلاف دی خو راحج قول دا دی چې عورت نه دی د ضرورت پر مهال يې اوريدل او خبرې کول باک نلري ، مګر د ضرورت پرته او دا چې فتنه پکې وي حرام دی[1].

په دليل د دغه حديث شريف :التسبيح للرجال، والتصفيق للنساء» (متفق عليه).

د بيګانه سړي او يا بيګانه ښځې سره د خبرو کولو حجاب دا دی چې کله د ضرورت پر مهال خبرې کوي نو په خندرويه ، جذابه لهجه او نرمۍ سره به خبري نه کوي تر څو د بدکارو او فاسقانو په زړه بل څه ونه ګرځي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[… فَلاَ تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاً مَّعْرُوفًا][2]

ژباړه: په ويلو کې نرمي مه کوئ چې په زړه ناروغه خلکو ته به تمه پيدا شي او سمې روغې خبرې کوئ (ځيږې).

موسوعة الفقهي ليکي :

ذَهَبَ الْفُقَهَاءُ إِلَى أَنَّهُ لا يَجُوزُ التَّكَلُّمُ مَعَ الشَّابَّةِ الأَجْنَبِيَّةِ بِلا حَاجَةٍ لأَنَّهُ مَظِنَّةُ الْفِتْنَةِ ، وَقَالُوا إِنَّ الْمَرْأَةَ الأَجْنَبِيَّةَ إِذَا سَلَّمَتْ عَلَى الرَّجُلِ إِنْ كَانَتْ عَجُوزًا رَدَّ الرَّجُلُ عَلَيْهَا لَفْظًا أَمَّا إِنْ كَانَتْ شَابَّةً يُخْشَى الافْتِتَانُ بِهَا أَوْ يُخْشَى افْتِتَانُهَا هِيَ بِمَنْ سَلَّمَ عَلَيْهَا فَالسَّلامُ عَلَيْهَا وَجَوَابُ السَّلامِ مِنْهَا حُكْمُهُ الْكَرَاهَةُ عِنْدَ الْمَالِكِيَّةِ وَالشَّافِعِيَّةِ وَالْحَنَابِلَةِ ، وَذَكَرَ الْحَنَفِيَّةُ أَنَّ الرَّجُلَ يَرُدُّ عَلَى سَلامِ الْمَرْأَةِ فِي نَفْسِهِ …[3]

ژباړه : د فقهاء کرامو رايه دا ده چې د بيګانه ځوانې ښځې سره د ضرورت پرته خبرې کول جواز نلري ځکه چې په هغه کې فتنه ده ، او فقهاء وايي کچيرې بيګانه ښځه په سړي باندې سلام واچوي نو کچيرې زړه ښځه وي د سلام ځواب به ورکړي مګر د ځوانې ښځې د سلام ځواب د جمهورو په نزد مکروه دی او د امام ابو حنفيه په نزد د سلام ځواب به په زړه کې ورکوي .

او همدارنګه د عصري وسائلو په وسيله ټول هغه څه چې شرعاً ممنوع وي ليدل او اوريدل يې حرام دي [4].

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – صوت المرأة عند الجمهور ليس بعورة؛ لأن الصحابة كانوا يستمعون إلى نساء النبي صلّى الله عليه وسلم لمعرفة أحكام الدين، لكن يحرم سماع صوتها بالتطريب والتنغيم ولو بتلاوة القرآن، بسبب خوف الفتنة. وعبارة الحنفية: الراجح أن صوت المرأة ليس بعورة (فقه الاسلامي ولدته / دوکتور وهبة الزحيلي ) .

[2] – الاحزاب: ۳۲.

[3] – الموسوعة الفقهية: ۳۵/۱۲۲.

[4] – والذي تسكُن إليه النّفس، ويَطمئِن له القلب هو أن النظَرَ إلى المرأة الأجنبيّة إنما يكون محرّمًا بسبب أنه داع وذَريعة إلى الوقوع فيما هو أشدُّ منه حُرمة، وهو الوقوع في المعصية الكبرى، وعليه فالنظر إلى المرأة الأجنبيّة المعيّنة بواسطة المرآة بقصد الشهوة غير جائز؛ لأنه ذريعة إلى محرّم، وكل ما كان كذلك فهو حَرام، سواء أكان ذلك مباشَرة أو بواسطة المِرآة . انتهى (مجلة نور الاسلام :۳/۴۹۲).

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي