د الله تعالی د محبت اسباب (دوهمه برخه )

څلورم سبب : د نفسي خواهشاتو د غلبې په وخت كې د الله تعالی حکمونو ته ترجيع ورکول ،مثلاً نفس او هوا داسې څه غواړي چې په هغه کې د الله تعالی د حکم مخالف وي د هغې ترک کول .
ابن قيم (رح) ددې جملې په شرح کې ليکي : د الله تعالی رضايت ته د نورو په رضايت ترجيع ورکول .
همدارنګه زياتوي : د الله رضايت ته د نورو خلکو په خوشحالولو ترجيع ورکول هغه داچې يو کس داسې څه تر سره کوي چه د الله تعالی د رضايت سبب ګرځي مګر د خلکو د قهر او ناخوښۍ سبب ګرځي چې ددې سختې قربانۍ لومړی درجه کسان پيغمبران عليهم السلام دي .
په لنډ ډول ويلای شو :
۱- د نفسي غوښتنو سرکوبول .
۲- د نفسي غوښتنوسره مخالف .
۳- د شيطان او د هغه له ملګرو سره جهاد .

 

پنځم سبب : د الله تعالی د نومونو او صفاتو مطالعه کول په هغه کې فکر او تدبر کول او په هغه باندې کلکه عقيده لرل د الله تعالی د محبت سبب ګرځي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :” د الله ۹۹ نومونه دي چا چې هغه ياد کړل يا يې وشميرل جنت ته به داخل شي ” (بخاري 6410 ) .

 

شپږم سبب : د الله تعالی د پټو او ښکاره نعمتونو او احساناتو مشاهده کول د محبت باعث کرځي ، احسان او نيکي قيمتي شيان دي چې د انسان د احساس او عاطفې ولولې تازه کوي چا چې نيکي ورسره کړې وي د هغه سره يې محبت زياتيږي .
په واقعيت کې بغير د الله تعالی نه بل نيکي کونکی او نعمت ورکونکی نشته خو دا په عقل اوصحي نقل پوهيدای شي ، د بصيرت د خاوندانو په نزد بغير د الله تعالی نه بل محبوب نشته او بل څوک د محبت وړ نشته او کچيرې انسان حقيقي معرفت تر لاسه کړي هغه به پوه شي چا چې له ده سره احسان کړی دی يوازې الله تعالی دی او دهغه جل جلاله نيکۍ او احسانونه له شماره وتلي دي .
قوله تعالی : وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَتَ اللّهِ لاَ تُحْصُوهَا إِنَّ الإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ (ابراهيم ۳۴ ) .
ژباړه : او که تاسې وشمرئ نعمتونه د الله نو تاسې به يې ونه شی شميرلی يقيناً چې انسان ظالم ډير ناشکره دی .

 

اوم سبب : له عجيبو اسبابو څخه دی د الله تعالی پر وړاندې خشوع او عاجزي اختيارول .
ابن قيم (رح) وايي : د خشوع معنی په حقيقت کې د محبت ،درناوي يا احترام او ذلت او عاجزۍ تر مينځ جمع شوی ده .
زمونږ مخکينيو د خشوع عجيب حالات درلودل چې د هغوی د زړه صفايي او پاکي ورڅخه څرګنديږي .
عبدالله بن زبير رضی الله عنه به چې کله په لمانځه ودريدو نو داسې په خشوع سره به ولاړ ؤ لکه وچ لرګی .
علی بن حسین زين العابدين رضی الله عنه به چې کله اودس کولو رنګ به يې زيړشو او کله چې هغه ته وويل شول چې دا حال دې د څه په وجه دی ؟ هغه به ويل :آيا پوهيږې چې د چا په مقابل کې رديږم .

 

آتم سبب : په تنهایی کې د الله تعالی په دربار کې مناجات ،تلاوت ،دعا او استعفار ويل په خاصه توګه د شپې په آخرې حصه کې چې د الله تعالی اسمان ته د نزول وخت وي .
تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (السجده ۱۶ ) .
ژباړه :د دوی ډډې د خوب له ځايونو څخه بيلې وي او خپل رب ته په ويرې او تمې سره دعا کوي او له هغه څه نه چې دوی ته روزي ورکړې (د الله په لار کې ) لګوي .
کوم کسان چې د شپې د الله په دربار کې دريږي د محبت واقعي اهل بلل کيږي ځکه چې په شپه کې د الله تعالی به دربار کې دريدل د محبت ټول ذکر شوي اسباب له ځانه سره لري .
له دې امله عجيبه نه ده چې د آسمان امين جبرئیل عليه سلام د ځمکې امين رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ددې پيغام سره نازليږي چه (پوه شه چې د مؤمن شرف د شپې قيام دی او عزت يې له خلکو نه بې پروايي ده ) (سلسلة صحيحه ) .
د حسن بصری (رح) نه چا پوښتنه وکړه چه د الله تعالی په لار کې کوښښ کونکي د خلکو په مينځ د ښايسته او ځلانده څهرو لرونکي وي ؟ حسن بصری وويل : هغوی د الله تعالی سره په تنهايي کې مناجات کوي نو له دې امله الله تعالی هغوی پخپل نور پوښي .

 

نهم سبب : د الله تعالی د صادقو بندګانو سره ناسته ولاړه کول او د هغوی له خبرو او اعمالو ګټه پورته کول د الله تعالی د محبت سبب ګرځي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
الله تعالی فرمایی : زما محبت د هغو کسانو د پاره چې يو له بله محبت کوي واجب دی او زما محبت د هغو کسانو د پاره چې يو له بله کيني واجب دی او زما محبت د هغو کسانو د پاره چې يو د بل ديدار ته ورځي واجب دی  (مشکاة المصابيح ) .
د مسلمان محبت د خپل مسلمان ورور سره د ايمان د رښتنولی او نيکو اخلاقو ثمره ده چې د مسلمانانو يو له بله محبت په مثال د کلک ديوال دی چې الله تعالی د مسلمان زړه د هغه په وسيله ساتي تر څو ايمان يې قوي او محکم وي او له ضعيفوالی ساتل شوی وي .

 

لسم سبب : د هر هغه سبب نه ځان ساتل چې د بنده او الله تعالی تر مينځ فاصله را مينځه ته کوي ځکه هر زړه چې فاسد شي بنده د دنيا او آخرت څخه هيځ ګټه نشي پورته کولای .
يَوْمَ لاَ يَنفَعُ مَالٌ وَلاَ بَنُونَ 88 إِلاَّ مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ  (الشعرا ۸۸ – ۸۹ )
(په هغه ورځ چې نه به رسوي نفع مال او نه اولاد هيچا ته مګر هغه چا ته چې راغلي دی الله ته په زړه سلامت او پاک  (له کفره او نفاقه ) .

 ليکنه : امام ابن قيم رحمه الله        

ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. رما ورونو خدای د تاسو ته جنت فردوس په برخه کی چی داشان اصلاحی مضامین نشرکوی او همدارنګه هرهغه چاته چی دامضمون لولی هم جنت فردوس او د الله پاک دیدار ورنصیب کړی
    آمین یا رب العالمین
    انجینر عتیق الله یاسر