پخوانی امريکايي مسيحي “خليل ابراهيم عبدالمجيد” (دوهمه برخه )

کله چې دوباره عربستان ته راغلم ،د څه وخت د پاره مې استراحت وکړ، تصميم نيول ډير راته ګران وو نو ځکه مې کوم اقدام ونه کړ ، سرعت مې دومره ښکته وو چې نور مې نشوای کولای د زړه آواز يا ضربان واورم .
فقط په فکر کې غرق تللې وم چا چې زه ليدلم زما ددې حالت څخه به يې ډير تعجب کولو ،په کوم روغتون چې مخکې وم هلته مې دوباره کار پيدا کړ هتله جومات تلل مې پيل کړ چې تا به ويل د دنيا له هر طرف نه دلته انسانان را ټوليږي او يو له بله بحث او خبرې کوي ،دوی د داسې قوې لرونکي وو چې زه يې هغې خواته کش کولم ما هغه حس کوله د هغه په باره کې مې هيڅ نظر نه لرلو او دهغه په اړه يوازې فکرمن وم .

 

په هغه کال تر ټولو قوي نيرو دا وه چې زه يې د قرآنکريم مطالعې ته چمتو کړم د قرآنکريم لوستل زما اولين اقدام ؤ چې زما په ذهن کې يې د هميشه د پاره ځای ونيولو .

 

دوې ورځې وروسته کله چې له خپلې دندې څخه کور ته راغلم پس د ماسپخين مې چرت ووهلو او له ځانه سره مې وويل چې ساعت کوک کړم او د نمازديګر د آذان نه مخکې له خوبه پورته شم او د قرآنکريم د ژباړې د رانيولو د پاره بيرون ته لاړ شم . مګر هيڅ بيده نشوم د آذان غږ مې واوريد ژر پورته شوم جامې مې واغوستي تکسي مې ونيو د تکسي دريور ته مې وويل ما کتاب پلورنځی ته ورسوه زه غواړم مسلمان شم ،تکسيوان ما ته مبارکي وويله او کتاب پلورنځی ته لاړم له بدمرغه هلته د قرآن انګليسي ترجمه نه وه موجوده بلې کتابخاني ته لاړو هلته چې ورسيدو د لمانځه وخت ؤ کتاب خرچونکی جومات ته تللی ؤ ټول خلک جومات ته تلل د تکسي موټروان هم جومات لاړو او زه منتظر پاتې شوم .

 

بلاخره لمونځ وشو خلک له جومات څخه راغلل کتاب خرڅونکی هم راغی د قرآن انګليسی ژباړه مې ترې واخيسته هغه را څخه پيسی وانخستي شايد په حال مې پوه شوی وي .

 

بې له دې چې څوک را باندې خبر شي د قرآنکريم په مطالعه مې پيل وکړ څومره مې چې لوستلو د خپل مسيحيت په اړه مې په ذهن کې سوالونه ډيريدل او ورو ورو دې نتيجه رسيدلم چې بايد اسلام قبول کړم .

 

په څو ورځو کې مې ټول قرآنکريم ولوستلو او ځنې سوالونو د ځواب د پاره مې انجيل ته مراجعه وکړه هغه اکثراً د مسيح په اړه وو چې آيا هغه په حقيقت کې څوک دی ؟ چې ايا هغه خدای دی يا يو له دريو خدايانو ؟
ما مخکې هم په يو خدای ايمان لرلو او د مسيح په رابطه چې کوم يو خدای وي زه په اشتباه کې وم اصلاً تنها يو خدای وجود لري .

 

کله مې چې قرآن ولوست چې مسيح عليه سلم الله تعالی د بکرې مريم څخه پيدا کړ تر څو خلک د يوه الله طرف ته دعوت کړي دې مطالبو مې زړه او سترګې رڼا کړې او پوه شوم چې ولي د مسيحيت د عقايدو سره په مشکل اخته وم ،هغه د الله تعالی د پيغمبرانو څخه يو مهم پيغمبر دی نه خدای .
کله مې چې مخکې دا درک کړل مستقيماً مې اسلام قبول کړ . د جومات امام ته ورغلم او شهادتين مې اعلان کړ هغې هم زما استقبال وکړ او زه له هغه شبې څخه مسلمان شوم .

 

هغه شپه مې اولين لمونځ د ماسختن له خپلو مسلمانانو وروڼو سره ادا کړ د لمانځه وروسته ټولو وروڼو زما لاس نيوی وکړ او مبارکي يې راکړه ، وروسته له مسلمانيدو مې يو خصوصي معلم ونيو تر څو اسلامې تعليمات را وښيئ . اوس ټول لمونځونه په خپل وخت ادا کوم او تقريباً د اسلام په باره کې مې تر اوسه پورې دری کتابونه لوستي دي .
مور او پلار ته مې د مسلمانيدو خبر ورکړ هغوی زما دود هرکلی وکړ ،خپل نوم مې د ميشل څخه خليل ابراهيم عبدالمجيد ته تبديل کړ .
 
که د مسلمانانو يا مسيحيانو لخوا دا سوال را څخه وشي چې په څه علت مسلمان شوئ ؟ ټول هغه څه چې زه توانيږم ووايم دا دي چې : زه پوه شوم چې الله تعالی د پيغمبرانو په وسيله مونږ ته دا پيغام را استولی دی تر څو يوازې د هغه جل جلاله عبادت وکړو .
دا هغه يواځنې لاره ده چې مونږ موفقيت ته رسولای شي دا هغه څه دي چې زه يې پوره خوشحاله او راضی کړی يم .
پاي

منبع  Islam Religion

 آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. سبحان الله، الله ج دی په موږ ټولو ورحميږی او الله ج دی موږ د قوی ارادی خاوندان کړی.
    امين
    په مينه