د تقاعد د معاش اخيستل

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته – زمونږ پلار وفات شوی دی ، زما پوښتنه دا ده چې د هغه د تقاعد اخيستل څنګه دی او بل دا چې آیا ټول ورثه به يې اخلي او که ځنې .

عبدالله – کندهار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د تقاعد معاش يوه معاصره مسئله ده چې په اړه يې د معاصرو فقهاؤ تر منځ اختلاف نظر دی .

ځنې فقهاء کرام وايي د تقاعد معاش د بيمې بڼه لري اخيستل يې جواز نلري [1].

مګر د اکثرو معاصرو فقهاؤ په نزد د تقاعد معاش اخيستل جايز دي ځکه دا د کومک ، تعاون او تکافل يو عقد دی چې شرعې ممانعت پکې نشته دا نظر د اللجنة دائمة ، مجمع فقه الاسلامي ، هيئت کبار العلماء ، ندوة بيت الزکاة ، فقه الاسلامي و ادلته او نورو دی [2].

استاذ دوکتور محمد بن سعد بن فهد الدوسري په «الراتب تقاعدي دراسة الفقهي» کې دوهم قول راحج بللی دی چې د تقاعد معاش اخيستل جايز دي .

د متقاعد د وفات وروسته د تقاعد حق چا لره دی ؟

کله چې متقاعد شوی کس ژوندی وي نو د هغه پرته بل چا ته د تقاعد اخيستل جواز نلري مګر کله چې متقاعد وفات شي نو تقاعد د ميراث حيثيت لري چې پر ټولو ورثه باندې وويشل شي او يا د تقاعد نظام بلل کيږي ؟

په دې اړه د فقهاؤ کرام دوه اقوال دي :

اول قول : تقاعد د مأمور د معاش څخه د هغه د دندې پر مهال کټ شوی وي چې وروسته ورته حواله کيږي او دا معاش د ميراث حيثيت لري د ميراث په شان پر ټوله ورثه باندې ويشل کيږي .

دوهم قول : د تقاعد معاش د ميراث حيثيت نلري بلکي په دې باندې د تقاعد نظام عملي کيږي او دا نظر د اللجنة الدائمة ، اللجنة فتوی الکويت او نورو دی .

او د تقاعد نظام پر ځنو هيوادونو کې يو شان دی او پر ځنو کې بل شان …

د تقاعد د نظام له مخکې به د وفات شوي کس تقاعد د هغې ښځې ته کچيرې کونډه وي او بل خاوند يې نه وي کړی او نارينه اولاد تر هغه پورې څو تعليم بشپړ کړي چې ۱۶ کلن او يا ۲۱ کلن شي او ښځينه اولاد څو پورې چې خاوند وکړي ورکول کيږي [3].

مګر دغه نظام په ځنو هيوادونو کې يو شان دی او ځنو کې بل شان .

دوکتور محمد بن سعد الدوسري دوهم قول راحج بللی دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] -۱۸۱ دا نظر د شيخ عبدالرحمن البراک او شيخ عبدرازق عفيفي دی (الراتب تقاعدي دراسة الفقهي ص

[2] – مجلس مجمع الفقة الاسلامي (۱/۱۶ ) ، مجلة البحوث الاسلامي (۲۰/۴۵ ) ، أبحاث هيئت کبار العلماء (۴/۲۰۱ ) ، فقه الاسلامي و ادلته (۱۰/۵۶۱ ) ، اللجنة الدائمة السعودي (۱۵/ ۲۸۴ ) و الراتب تقاعدي / دوکتور محمد بن سعد بن فهد الدوسري .

[3] – الراتب تقاعدي دراسة الفقهي ص ۲۳۵ / دوکتور محمد بن سعد بن فهد الدوسري .

Print Friendly, PDF & Email