د يوه امريکايي نوی ځوان د مسلمانيدو ډيره ښکلې قصه

المختصر او اخبار جهان اسلام : نوی 12 کلن امريکايي ځوان د حج د پاره د پيسو جمع کولو په حال کې دی . هغه په خپل اختيار اسلام قبول کړ او هيڅا د اسلام طرف ته نه دی دعوت کړی او نه يې کوم مسلمان ليدلی او نه کوم چا هغې ته دعوت ورکړی دی.
اری الکسندر مسلمان شو او خپل نوم يې محمد بن عبدالله کيښود . دا مطلب دوکتور انس بن فيصل الحجي په خپله مقاله کې د الوطن په ورځپاڼه کې ذکر کړی دی .
دا نوی ځوان وايي : مور يې دی پريښی وو او د هغه په اختيار کې ديني منابع ورکړی وو تر څو هغه وڅيړي او پخپله خوښه د آسماني اديانو څخه کوم دين انتخاب کړي هغه پخپله خوښه د اسلام دين انتخاب کړ.
هغه لمونځ زده کړی او د دين نور ډير احکام يې زده کړی دي او همدارنګه د عربي ژبې ډير کلمات يې زده کړی دي او د قرآنکريم څو سورتونه يې حفظ کړی دي .
دا هر څه يې په داسې شان سره زده کړی چه له هيڅ مسلمان سره يې ملاقات نه دي شوي . او کله چې له هغه څخه پوښتنه وشو چې ايا تاته دا په يوه غير مسلمانه ټولنه کې سخت نه دي ؟ هغې وويل زما څخه ځنې وخت لمونځ قضا کيږي ځکه زه د لمونځونو په وختونو ښه نه پوهيږم .
او کله چې د هغه د هيلو او آرمانونو په اړه پوښتنه وشو هغه وويل : زه زياتې هيلې او آرمانونه لرم د هغه جملې يو دا دی چې عربي زده کړم او قرآنکريم حفظ کړم ،مکې مکرمې ته لاړ شم حجرالاسود ښکل کړم هغه زياتوي : زما لوی آرمان دادی چې خپلې پيسې ټولې او په هغه پيسو حج ته لاړ شم هغه تر اوسه پورې 300 دالر جمع کړی دي او هغه انتظار کوي تر څو پيسې يې 1000 دالرو ته ورسيږي تر څو وتوانيږي حج ته لاړ شي .
او دده بل آرمان دا دی چې د اسلام حقيقي مدافع جوړ شي تر څو د مسلمانانو حقيقي څهره د مقالو او فلمونو له لارې خلکو ته وړاندې کړي ځکه ده ډير فيلمونه او مقالات ليدلی دی چې په هغه کې د مسلمانانو د رنګ بدۍ کوښښ شوی دی .
دغه نوی ځوان مسلمان اسلام پخپله خوښه د خپل دين او عقيدې په توګه انتخاب کړی حال دا چې مور او پلار يې مسيحيان دي او د هغوی له جانبه هيڅ حمايت او کومک نه دی ورسره شوی .
او ستاسې نظر د هغه چا په باره کې چې د مسلمان مور او پلار څخه تولد شوی وي مګر د اسلام يوازې نوم او د قرآن يوازې تصوير پيږني څه دی ؟
آن لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره