د يو مسلمان حق پر بل مسلمان

په مسلمان باندې د بل مسلمان ورور ډير حقونه دي چې ځنې واجب او ځنې مستحب دي .

ابی هریره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «حَقُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ خَمْسٌ : رَدُّ السَّلَامِ وَعِيَادَةُ الْمَرِيضِ وَاتِّبَاعُ الْجَنَائِزِ وَإِجَابَةُ الدَّعْوَةِ وَتَشْمِيتُ الْعَاطِسِ» ( رواه البخاري و مسلم ).

ژباړه : د مسلمان پر بل مسلمان باندې پنځه حقونه دي : د سلام ځواب ورکول ، د ناروغۍ پر مهال د هغه پوښتنه کول ، جنازې ته ورتلل ، او د هغه دعوت قبلول او د پرنجي ځواب ورکول .

او په بل حديث شريف کې راغلي : « إِذَا لَقِيتَهُ فَسَلِّمْ عَلَيْهِ وَإِذَا دَعَاكَ فَأَجِبْهُ وَإِذَا اسْتَنْصَحَكَ فَانْصَحْ لَهُ وَإِذَا عَطَسَ فَحَمِدَ اللَّهَ فَسَمِّتْهُ وَإِذَا مَرِضَ فَعُدْهُ وَإِذَا مَاتَ فَاتَّبِعْهُ» (رواه مسلم) :

ژباړه : کله چې له مسلمان سره مخامخ کيږې نو په هغه باندې سلام اچوه ، او کله چې تا ته دعوت درکوي هغه قبلوه او کله چې د تا څخه نصيحت غواړي نو هغه ته نصيحت کوه او کله چې هغه د پرنجي پر مهال الحمدلله ووايي نو ته یرحم الله وايه او کله چې ناروغ وي د هغه پوښتنې ته ورځه او کله چې وفات شي نو د هغه په جنازه کې شرکت کوه .

او نور حقونه يې دا دي :

۱– پر مونږ لازمه ده چې د بل سهوه او خطا عفوه کړو .

۲- د بل پر ژړا باندې د ترحم احساس او زړه سوی کول .

۳- د بل په عيب باندی پرده اچول .

۴- د امکان تر حده له بل مسلمان ورور څخه د غم او پريشانۍ لری کول او د هغی زړه ته خوشحالی او اطمنان ورکول .

۵- د مسلمان ورور د عذر منل .

۶- د نورو خيرخواه ووسو.

۷- د ټولوخلکو سره محبت کول .

۸- د مسلمان ورور په جنازه کې ګډون کول او پس له مرګه هغه ته د مغفرت دعا کول .

۹- په وعده وفا کول .

۱۰- د مريض پوښتنه کول .

۱۱- د هر مسلمان دعوت قبول .

۱۲- د بل هديه قبلول .

۱۳- نيکۍ ته په نيکۍ ځواب ورکول .

۱۴- د هغه د احسان او ښيګڼی احترام او مننه کول .

۱۵- د احتياج پر وخت کې لازمه مرسته .

۱۶- د بل په آرامۍ او هوسايې کې خلل نه جوړول .

۱۷- کوښښ وکړو د بل د اوږو بار ترې کوز کړو او خپله د بل د اږو بار جوړ نشو .

۱۸- څوک چې د خير خبرې کوي هغی ته غوږ نيول .

۱۹- که د چا لخوا کار را وسپارل شي دهغه په ښه شان په خپل وخت کارول .

۲۰- د پرنجی په وخت کې د الحمد لله ځواب په يرحمک الله ورکول .

۲۱- که کوم ورک شوی شی پيدا کړو دهغه خپل مالک ته سپارل .

۲۲- د بل خبرې ته نيک ځواب ورکول .

۲۳- د خلکو سره په نرمۍ او خوش اخلاقی سره مخامخ کيدل .

۲۴- له ټولو خلکو سره نيکی او احسان کول .

۲۵- که پر چا د کوم کس لخوا ظلم کيږي هغه له ظلم څخه خلاصول او د مظلوم حمايت کول .

۲۶- کوښش کول چې بل رسوا نه کړو .

۲۷- کوم شی چې ځان ته خوښوو د بل د پاره يې هم خوښ کړو .

۲۹- نورو ته سلام اچول ، او د نورو سلام ته ځواب ورکول .

۳۰- که له چا سره څه خفګان او دعوی وي تر دريو ورځو ذيات نشي او د دريو ورځو په د ننه کې خبرې کول .

۳۱- نورو سره کنه او حسد نه کول .

۳۲- پر نورو بد ګمانی نه کول .

۳۳- د لويانو احترام او پر وړو شفقت کول .

۳۴- که دؤ مسلمانانو په منځ کې جنجال وي د هغوی ترمنځ صلح کول.

۳۵- د بل غيبت نه کول .

۳۶- نورو ته ضرر نه رسول .

۳۷- د همسايه سره ښه سلوک کول .

۳۸- د مسلمان د امانت ساتل .

۳۹- د بل په غم او ښادۍ کې کډون کول .

(جنتی زيور حکيم الامت اشرف علی تهانوي )

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email