د جماعت په لومړي صف کې د ماشومان دريدل

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته هیله لرم چې روغ اوسی. په لمانځه کې دصفونو برابرولو په اړه یوه پوښتنه لرم. 1. په لمانځه کې په لومړیو صفونو کې لویان او ورپسې ماشومان دریږي خو که چیرې یو ماشوم وي او د لویانو په صف کې خالي ځای موجود وي نو دا ماشوم به یوازې په بل صف کې دریږي او که لویانو سره. 2.که ماشومان بې له کوم عذر څخه له لویانو سره په صف کې ودریږي شرعاً کومه ستونزه لري او که نه? هیله لرم چې د حوالې له ذکر سره ځواب راکړی. الله جل جلاله مو سرلوړي لره

فضل الله زاهد .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په لومړي صف کې د علماوو او مشرانو دريدل سنت دي په دليل د دغه حديث شريف : « لِيَلِنِي مِنْكُمْ أُولُو الْأَحْلَامِ وَالنُّهَى، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ » ( رواه مسلم :۴۳۲) .

ژباړه : باید مشران او عاقلان ماته نږدې وي او بيا هغه چې دوی ته نږدې وي .

مګر کچيرې په لومړي صف کې ځای خالي وي ماشومان هلته دريدلی شي او کچيرې په لومړي صف کې ماشوم ولاړ وي له صف څخه د هغه ايستل جواز نلري ، که پخپله خوښه مشر کس ته ځای ورکړي کار د خير دی خو له له صف څخه د ماشوم ايستل جواز نلري .

د حرمينو شريفين عالم ابن عثيمين وايي :

” إنَّ الصبيان إذا تقدَّموا إلى مكان ، فهم أحقُّ به مِن غيرهم؛ لعموم الأدلَّة على أنَّ مَن سبقَ إلى ما لم يسبق إليه أحدٌ فهو أحقُّ به ، والمساجدُ بيوتُ الله ، يستوي فيها عباد الله ، فإذا تقدَّم الصبيُّ إلى الصفِّ الأول ـ مثلاً ـ وجَلَسَ فليكنْ في مكانِه (شرح الممتع ۳/۴ ) .

ژباړه : کچيرې ماشومان په لومړي صف کې ځای ونيسي نو هغوی له نورو څخه حق داره دي ، په دليل د هغه عامو دلائلو چې کوم څوک يو ځای ته ورسيږي او يا مخکې شي او بل څوک نشي رسيدلای نو همدا کس حقدار دی . جوماتونه د الله تعالی کورونه دي په هغه کې د الله تعالی بنده ګان يو شان دي نو کچيرې ماشوم په لومړي ته وړاندې شي نو په خپل ځای به پريښودل کيږي ( د هغوی ايستل جواز نلري ).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 98 times, 1 visits today)