د طلاق پرته د ښځې څخه مخ اړول او د هغې پريښودل

يو هلک د يوې ښځې سره واده کړی او بيا په څه وجه مناسبات خراب شول دا ښځه يې همداسې پريښې او بل واده يې کړی د لومړي ښځې سره نه اوسيږي او نه هم طلاق ورکوي ، نو دغه هلک ته که تاسې څه نصيحت وکړئ .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

 د نکاح مطلب ، د نارينه او ښځينه جوړه ژوند دی تر څو يو د بل لپاره تکيه سکون او آرام وي.

لقوله سبحانه وتعالی :

[وَمِنْ آَيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآَيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ] (الروم ۲۱) .

ژباړه: او د هغه به نښو کې يوه دا هم ده چه هغه ستاسو د جنس نه ستاسو جوړې پيدا کړې د پاره ددې چه تاسې د هغې سره آرام حاصل کړئ او هغه ستاسو په مينځ کښی الفت او محبت پيدا کړی .

 

که څوک قسم وکړي چې زه به د خپلې ښځې سره کورواله نه کوم نو دې ته په شريعت کې (الايلاء) وايي او د ايلاء د پاره اسلامي شريعت څلور مياشتې ټاکلي دي ، لقوله سبحانه وتعالی : :[للذين يؤلون من نسائهم تربص أربعة أشهر](البقرة:۲۲۶).

او د ايلاء حل لاره دا ده چې يا به خپلې ښځې ته رجوع کوي او د قسم کفاره به ادا کوي او کچيرې د څلورو مياشتو په تريدو سره رجوع ونه کړي نو طلاق بائن واقع کيږي .

 

مګر که څوک د قسم پرته د ښځې سره همبستري راشه درشه او نيک سلوک ترک کړي نو د ځنو فقهاء په نزد د هغه لپاره څه موده نشته او ځنې فقهاء وايي د هغه لپاره د ايلاء موده ده نو د هغه کس حکم (المولي) دی چې یا به ښځې ته رجوع کوي او يا به طلاق ورکوي ځکه چې دغې ښځې ته ضرر رسيږي کچيرې خاوند طلاق نه ورکوي نو قاضي به د هغوی په منځ کې تفريق راولي.

 

د ښځې څخه د کوم شرعې عذر پرته مخ اړول  د الله تعالی د حدودو نړول دي ، يوازې د جاهلي قوميت او تربګينت ، د جاهليت ننګ پخاطر د يوې مظومې او بې ګناه سره ظلم دی .

:وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللّهِ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (البقره ۲۲۹ )

ژباړه: کوم خلک چه د الله تعالی د قائم کړو حدودو نه تجاوز وکړی دغه ظالمان دي .

 قال علماء اللجنة الدائمة : ” أما إن هجر الزوج زوجته في الفراش أكثر من أربعة أشهر ، إضراراً بها من غير تقصير منها في حقوق زوجها : فإنه كمُولٍ ، وإن لم يحلف بذلك ، تُضرب له مدة الإيلاء ، فإذا مضت أربعة أشهر ولم يرجع إلى زوجته ويطأها في القبل مع القدرة على الجماع ، إن لم تكن في حيض أو نفاس : فإنه يؤمر بالطلاق ، فإن أبى الرجوع لزوجته ، وأبى الطلاق : طلَّق عليه القاضي ، أو فسخها منه إذا طلبت الزوجة ذلك ” انتهى من ” فتاوى اللجنة الدائمة

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي