د ټولنې د اصلاح څلورمه وسيله : مدارس او مکاتب

د مدارسو او مکاتبو اصلاح د ټولنې اصلاح ده .

د ټولنې د اصلاح څلورم ستر سبب مدارس او مکاتب دي، مدارس او مکاتب به هغه وخت د اصلاح سبب وي چې لاندې ضوابت پکې موجود وي .

۱- درسي نصاب د شرعي ضوابتو موافق وي .

۲- معلمين په اسلامي فکر روزل شوي وي.

۳- د مسئولو کسانو تر کلک نظارت او مراقبت لاندې وي .

او دا خبره ضروري ده چې عصري علوم د امت ضرورت دی او د هغه سره حساسيت ښودل پکار نه دي .

د مکاتبو د اصلاح لپاره څو يادونې :

۱ – د مکاتبو نظارت داسې کسانو ته سپارل چې اهليت يې ولري ، په اخلاص او ايماندارۍ د صحي تربيت لپاره کوښښ وکړي داسې کسان نه وي چې د مکاتبو پر وړاندې د نفرت لاره اختيار کړي  ځکه د مکاتبو پر وړاندې نفرت اصلاً په قيصدي ټوګه نوی نسل د يرغل اهدافو ښکارولو ته سپارل دي .

دا صحې ده چې په اوسني معارف او نصاب کې زيات مشکلات دي مګر دلته د لوی ضرر مخه په کوچني ضرر باندې نيول پکار دي هغه دا چې د يو مخ بې سوادۍ او کوڅه کشتی او نورو فسادونو ته د نوي نسل مخه کول څخه همدا نيمګړی هم ښه دی .

۲- د هر څه څخه وړاندې د زده کوونکو د عقيدې اصلاح پکار ده ځکه د صالح عمل لپاره صحې عقيده شرط ده او صالح عمل لپاره د عقيده داسې ده لکه د موټر لپاره تيل .

۳- په لمانځه باندې اهتمام په اووه کلنۍ کې په لمانځه کولو حکم او په لس کلنۍ کې د هغه په ترک باندې تأديب ورکولو باندې اسلامي شريعت حکم کړی دی تر څو بلوغ ته د رسيدلو سره سم د لمانځه سره پوره عادت شي ځکه چې لمونځ د الله تعالی او بنده تر منځه رابطه ده کچېرې دغه رابطه ټينګه شوه نو نورې رابطې به ضرور تينګيږي مګر که دغه رابطه خرابه او ناقصه شوه ټول روابط به يې خراب وي چې بيا د هغه صحي اصلاح او تربيت مشکل دی.

نن ډير کسان غواړي چې په وهلو او رټلو سره خپل اولادونه اصلاح کړي غواړي ماشين ته د پطرولو پر ځای ديزل ور واچوي ، په کومه طريقه چې اسلامي شريعت د اولاد او زده کوونکو تربيت غواړي هغه لاره نه اختياروي چې هغه په لمانځه باندې اهتمام دی ځکه کله چې يو کس صحي لمونځ وکړ همدا لمونځ يې له ناوړه کارونو څخه ساتي .

او دا ډيره ضروري خبره ده چې په اول سر کې خپلو اولادونو او خپلو زده کوونکو ته د صحي لمانځه تعليم ور کړ شي ، د لين پر سر د ټولو زده کوونکو په مخ کې صحي اودس او صحي لمونځ ور وښودل شي څو د ټونکو په لمانځه آمخته نشي .

۴- د معاصرو بلاوو څخه د خپلو زده کوونکو ډير ډير ويرول لکه : معاصر شرک (ديموکراسي ) ، معاصر کفر (الحاد او سيکورلزم ) ، د معاصرې کفري او فاحشې مډيا رسنۍ ( تلويزيون ، سريالونه، فلمونه او موسيقي) ، او کم سنه زده کوونکو سره د عصري موبايلونو نه پريښودل ځکه د کم سن هلکانو سره د عصري موبايل لرل يوه پټه خطرناکه بلاء ده .

۵- هغوی ته په درسونو کې کورنی دنده ورکول څو پر خپلو درسونو باندې حاکم شي ، علمي سويه يې لوړه شي او د بيکاری څخه را وګرځي ځکه چې بې کاري د اکثرو بدبختيو لامل دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email