د ټولنې د اصلاح دوهمه وسيله : جوماتونه

د جوماتونو اصلاح د ټولنې اصلاح ده ، د جوماتونو خرابي د ټولنې خرابي ده .

 جوماتونه په اسلام کې خاص او ځانګړی اهميت لري لکه څنګه چې انسان د طبيعې اضرارو د حفاظت لپاره کور او استوکنځۍ ته ضرورت لري همداسې د ايمان د ساتنې لپاره جومات ته ضرورت لري ، د جومات اصلاح د ټولنې اصلاح دهافزایش آمار مساجد در اروپا ، د جومات ژوندې کيدل د ټولنې ژوندي کول دي

د جومات د ژوندي کيدو لپاره يوه ژوندي با درکه با احساس امام ته ضرورت دی ، داسې امام چې داعي وي ، خپل مسئوليت درک کړي ، هدف يې ددين قيام وي يوازې دنيوي فکر ورسره نه وي .

متأسيفانه نن ورځ زمونږ زيات جوماتونه مړيو ته پاتې دي د ابن مسعود رضی الله عنه څخه چا پوښتنه وکړه چې په ژونديو کې مړي څوک دي ؟ وويې ويل : لا يعرف المعروف و لا ينکر المنکر ( هغه څوک چې نه نيک کار پيژني او نه د بد کار څخه انکار کوي ) .

نن ورځ زمونږ د جوماتونو اکثره امامان همداسې دي چې نه خلکو ته په نيکۍ حکم کوي او نه هم پخپله سيمه يا خپل کلي کې د ګناهونو او منکراتو څخه خلک منع کوي بس يوازې د جماعت ادا کول يې مقصد دی ، يا داسې کسان دي چې د امامت د قدر ، منزلت ، اهميت او مسئوليت څخه غافله دي ، که نه ای امام صاحب ! تاته د ټولنې هر قسم خلک کيني که ته داعي وي او د دين لپاره کار وکړي نو څومره لوی کار به دې کړی وې ؟

ددې لپاره چې جوماتونه په دعوت الی الله سره ژوندي شي او د ټولنې د اصلاح سبب شي نو د جوماتونو د منبرونو ليارې بايد په لاندې ټکو ډير زيات ټينګار وشي :

۱- د لمانځه قيام ، د لمانځه قيام د اسلامي حکومت د بنستيزو اهدافو او د مساجدو د امامانو د مسئوليتونو څخه دی ، د لمانځه د قيام څخه مطلب خلکو ته د صحي لمانځه تعليم ، د جُمعې او جماعت باندې ټينګار کول دي .

لمونځ د ټولنې د اصلاح له وسايلو څخه يو ستره وسله ده ، لقوله سبحانه وتعالی :[وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ] [1].

ژباړه: او لمونځ ودروه يقيناً لمونځ د بې حيایی او ناروا کارونو مخه نيسي او د الله ياد د هر څه نه ډير لوی دی او الله ته ستاسې کړنې ډيرې ښې معلومې دي .

  لمونځ هغه وخت د اصلاح وسيله کيدای شي چې صحيح او د شرعې موافق وي .

امير مؤمنين عمر رضی الله عليه پخپل دور خلافت کې خپلو ټولو واليانو ته وليکل : «إنَّ أَهَمَّ أَمْرِكُمْ عِنْدِي الصَّلَاةُ فَمَنْ حَفِظَهَا فَقد حَفِظَ دينه، وَمَنْ ضَيَّعَهَا فَهُوَ لمِا سِوَاهَا أَضْيَعُ»[2] .

ژباړه : تر ټولو مهم د تاسې له أمور څخه ماته لمونځ دی ،پس هر چا چې د هغه حفاظت وکړ هغې خپل دين وساتلو او څوک چې هغه ضايع کړي هغه ته د نورو شيانو ضايع کول آسان دي .

د لمانځه صحت او حفاظت په جومات کې په جماعت سره د لمانځه ادا کول دي .

او همداسې د زکات اهميت ، او شرعې د نورو احکامو ترغيب او ترهيب .

۲- د زکات ادا کول :

د زکات په ادا کولو باندې ترغيب او ترهيب ورکول ، تر څو امامان د منبرونو ليارې خلک د زکات په احکامو باندې پوه کړي ، د زکات فضايل او ګټې ، د زکات نصاب او د زکات د مصرف ځايونه او د زکات د نه ادا کولو خطرناکې دنيوي او اخروي پايلي خلکو ته ورپيژني .

د زکات د نه ادا کولو دنيوي عذاب دا دی چې کوم قوم زکات نه ورکوي په هغوی به وچکالي راځي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «وَلم يمنعوا زَكَاة أَمْوَالهم إِلَّا منعُوا الْقطر من السَّمَاء وَلَوْلَا الْبَهَائِم لم يمطروا.[3]

ژباړه: څوک چې د مالونو زکات نه ورکوي نو پر هغوی باندې د آسمان له طرف څخه (باران) نه اوريږي او که پر حيواناتو ( دالله تعالی رحم نه وای) نو هيڅ به نه اوريدل .

او په مالونو به يې بلاوې او آفتونه نازليږي .

کچيرې خلک د زکات په احکامو پوه نه وي زکات به د عبادت په نيت نه بلکي د ماليات په نيت به يې ادا کوي هغوی به د عشر ورکول يو جبر او ماليات ګڼې او سل قسمه درواغ پکې وايي چې په دې سره به يې زکات نه صحي کيږي ځکه نيت او اخلاص يې دواړه خراب دي مګر که د زکات په احکام پوه شي هغه به الهي فرضيه ګڼې او په صحي نيت او اخلاص به يې ادا کوي (زمونږ د ټولنې اکثره کسان د زکات د احکامو او اهميت څخه نا خبره دي) .

د ټولنې د اصلاح له وسايلو څخه زکات هم يوه ستره وسيله ده ځکه په ټولنه کې اکثره جنجالونه ، يو د بل په حقوقو تيري کولو وجه د دنيا سره محبت دی نو کله چې سړی زکات ادا کوي د بنده د زړه څخه د مال محبت وځي.

۳- په مساجدو کې د علم شرعې حلقات جوړول او په هره ممکننه لاره چې وي نارينه او ښځو ته ټول ضروري شرعي احکام رسول او هغوی په دين باندې پوهول د جومات د امامانو مسئوليت دی.

۴- والدين خپلو مسئوليتونو ته متوجه کول چې د اولاد ترتبت د هغوی مسئوليت دی بايد د خپلو اولادونو پوره څارنه وکړي څه کوي ؟ چيرې ګرځي ؟ او د چا سره ګرځې ؟

د قرآن او علم شرعې د زده کړې لپاره يې جومات ته وليږي ، نيکو کارونو ته متوجه او له بدو کارونو څخه يې منع کړي .

۵- د معاصرو بلاوو او آفتو څخه د خلکو ډير ډير وېرول لکه : موسیقي ، کفري ، شيطاني او فاحش سريالونه ، فلمونه او نور .

او د بدعاتو او خرافاتو پر وړاندې مبارزه کول .

۶- هر چا ته خپل شرعې حق بيانول ، په اولاد باندې د والدينو حقوقو ، پر ښځو باندې د خاوندانو حقوقو او د ښځو سره نيک سلوک او د هغوی شرعې حقوق او پر والدينو باندې د اولاد حقوق ، ګانډې حقوق او ټولنه فردي اعمالو ته متوجه کول لکه : مسونه اذکار ، په سنتو باندې پابندې او نور .

آن لاين اسلامي لارښود


([1]) – سوره العنکبوت :۴۵ .

([2]) – رواه موطاء امام مالک .

[3] – رواه ابن ماجه من حديث الخصال الخمس .

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي