د طاغوتي ديموکراسۍ خدمتګارې رسنۍ

د طاغوتي ديموکراسۍ خدمتګارې رسنۍ غواړي د خپلو فاسدو او فاحشو خپرونو په وسيله د خلکو او په ځانګړې توګه ځوان نسل اخلاق او عقايد ونړوي ،  د طاغوت دغه خدمت ګارې  رسنۍ د خپلو پوچو فلمونو ، سريالونو او نورو پروګرامونو کې لاندې اهداف لري:  

۱- د هندي، ترکي او نورو سريالونو او ډرامو له لارې په پوره چل او فريب سره په اسلامي ټولنه کې د الحاد ،نصرانيت، یهوديت او بوديږم عقائد خپرول.

۲- په خلکو کې د بيګانه نارينه او ښځو کډ ژوند، بې حجابي، فحشاء او موسيقي رواجول.

۳- خلک په وړو مسائلو مصروف ساتل او د سترو قضاوو څخه د هغوی غافله کول. مثلاً: د درس او تعليم پرځای، لوبو او ورزش ته دومره وده او تبليغات چې بلاخره ټول ورباندې مصروف شي، د تعليمي ، اقتصادي روزنيز ستوري پر ځای د موسیقۍ ستاره ټاکل څو خلک په عبثو ناروا او فاحشو اعمالو کې راګير کړي او له اصلي اهدافو څخه يې نظر واړوي .

۴- خاوند ته د ښځې پرېښودلو درس ورکول او همدارنګه ښځې ته د خاوند څخه د بغاوت درس ورکول، کورنۍ نظام خرابول او د زوجينو تر مينځ اعتماد او اطمنان ختمول.

۵- په اسلامي ټولنه کې سمت پرستۍ، قوم پرستۍ او ژب پرستۍ ته زمينه برابرول.

۶- د فاسقانو اظهار او د متقيانو لرې ساتل، ددغو شيطاني مډيا په پردو کې اکثراً هغو کسانو ته موقع ورکول کيږي چې هغوی ښکاره فساق، په ټولنه کې منکرات او فساد خپروي، په غلا چور او غصب او ظلم مشهور وي.

۷- په اسلامي ټولنه کې شيطاني اقتصادي بازار رواجول، سودي ادارو ته تلبيغات کول او په ټولنه کې د سود، قمار اقتصادي احتکار او انحصار رواجول.

ځکه ډير کسان چې علم او پوهه نلري او يا د دوی منافقت او فساد ته متوجه نه وي هغوی فکر کوي چې څه د تيلويزون له صفحې خپريږي هغه به نو مباح وي او څه باک به نلري (العياذ بالله)، خلک په چل او فريب په ګناه او فساد اخته کول او د اسلام په خاوره کې په پوره جرأت سره خلک د ګناه او فساد لورې ته بلل.

۸- ټول وخت د فکر مشغول ساتل ځکه ځينې ډرامي او سريالونه زيات وخت نيسي د هغه د مسلسل ليدلو او تعقيب په فکر کې وي په دې توګه پخپلو واجباتو او مسئوليتونو کې پاتې راتلل .

۹- د ماشومانو په خوب کې ډارېدل ځکه چې ځينې صحنې ماشومانو ته بدي وي او د نجونو او ځوانانو د آینده ژوند په اړه سوچونه او تشويشونه پيدا کېدل ځکه چې دغه سريالونه د کفري ټولنو انعکاس کوي او په کفري ټولنه کې کورنۍ نظام پاشل شوی وي د زوجينو د محبت پر ځای د بيګانه سره د ملګری سيستم کارول کيږي، او د دغو صحنو ليدل په مسلمانه پيغله او مسلمان ځوان سخت بد اثر کوي.

۱۰- د بيګانه نارينه او ښځو تر مينځ د عشقي قصو بيانول، نجونو او ځوانانو ته د واده مخکې د عشق، اختلاط، د بيګانه سره ملګري او ارتباط درس ورکول او د ذهن څخه يې د پاک اسلامي با عفطه او پاکدامنه ژوند ايستل.

۱۱- په اسلامي ټولنه کې د کفري دود او رواج خپرول ځکه چې د لويديځي درامو او سريالونو څخه لباس، اخلاق، بې حجابي او نور سلوک او فوچ عادات زده کوي، ځکه دغه سريالونه اکثراً د لويديځ او کفري هيوادونو کاپي ده .

۱۲- د وخت ضايع کېدل، انسان دنيا ته د يو ستر هدف لپاره راغلی دی چې هغه د الله تعالی عبادت دی (په ټولو چارو کې د الله تعالی فرمانبرداري کول) او دې دنيا ته بيا راتلل نشته. دوهم چانس، دريم چانس نلري، که چا د اسلامي شريعت موافق ژوند تر سره کړ کامياب او که د هغه مخالفت يې وکړ نامراد دی.

۱۳- منکراتو، ګناهونو او فساد ته رسمي بڼه ورکول. عام خلک داسې فکر کوي چې څه د تېلويزون او يا راډیو له شيطاني صفحو خپريږي، کيدای شي هغه مباح وي څه باک ونلري (العياذ بالله) ځکه هغوی ګمان کوي چې دا شيان خو د وخت د رژيم له سلطې لاندې تر سره کيږي، خو هغوی خبر نه دي چې ددغو رسنيو هدف په ټولنه کې د فساد خپرول دي.

۱۴- د اسلامي شعائرو او ملي کلتور سپکاوی، د ډرامو او تبليغاتو په ځينې صحنو کې ږيره، لنګوټه او افغاني لباس واله کس مجرم ښودل او د نيکتايي او دريشي او لويديځي ماډل واله کس ښه او صالح ښکاره کول.

۱۵- د اسلامي شريعت په احکامو لکه: حجاب، ديني عالم، اسلامي اخلاقو او آدابو ملنډې وهل.

۱۶- په اخبارو کې درواغ ويل، پر خلکو بهتان لګول، او پر ځينې ډرامو او پروګرامونو کې پر خلکو باندې ټوکې او ملنډې وهل.

۱۷ – د صحي، تعليمي او ګټورو پروګرامونو پر ځای د لهو، لعبو او عبثو شيانو خپرول .

۱۸- د عامو خلکو د غلولو او تيرايستلو لپاره د ځينې مذهبي پروګرامونو ځای پر ځای کول. تر څو عام خلک ورباندې وغلوي چې پر دغه تلويزيون او راډيو کې خو ديني خپرونې لکه: څه د قرآن تلاوت او يا د ملا لخوا د ديني پوښتنو ځوابول او داسې نور تر څو ددې په وسيله د خلکو غبرګون او مخالفت کم کړي

لکه چې يو تيلويزون خپله داسې اعتراف کوي :

شیوهٔ آزاد این تلویزیون در پخش موسیقی در اوایل موجب بروز مخالفت‌هایی در محافل مذهبی افغانستان گردید بطوریکه برای مثال پس از افتتاح فرستنده زمینی این تلویزیون در شهر هرات جمعی از نماز گزاران در مسجد جامع هرات به گفته خودشان برای غروب تلویزیون ؟؟ دست به دعا برداشتند. پس از ماجرای محکوم شدن تلویزیون ؟؟ که خلاف اصول اسلامی تشخیص داده شد، بیشتر شبکه‌های خصوصی افغانستان اقدام به خودسانسوری برنامه‌های خود کردند و تلویزیون ؟؟ نیز از این قائده مستثنا نبود.

اخیرا تلویزیون ؟؟ اقدام به پخش برنامه‌ای مذهبی کرده‌است تا حدودی از مخالفت‌ها بکاهد اگرچه شدت مخالفت‌ها نیز کم شده و مخالفین این تلويزيون تا حدودی با شرایط جدید رسانه ای افغانستان کنار آمده‌اند.

اوس چې چا ته د دغو شيطاني ورکشاپونو د زهرجنو خپرونو يادونه وکړې، نو هغوی د خپل دليل د پاره وايي: په هغه کې ځېنې ديني او مذهبي خپروني هم شته، د قران قرأت هم شته.

پورته ټکې د مشت نمونه خروار په ټوګه بیان شول نور دا تر لمر واضح خبره ده .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي