د معلم د ورځې د لمانځلو په اړه د معاصرو فقهاوو نظرونه

د موضوع د لنډيز لپاره مو یوازې دوې فتاوی را نقل کړي دي چې د بصيرت د خاوندان لپاره کفايت کوي

جاء في فتاوی اللجنة الدائمة (هيئت علماء الحرمين شرفين ):

سوال: في كل عام تأتيني هدايا ، بمناسبة عيد المعلم من بعض الطالبات ، والحقيقة أني لا أدري عن حكمها ، فأرجو إفادتي بارك الله فيكم ؟

ج : عيداً للمعلم أو للمعلمة ، هذا لا أصل له بل تعتبر بدعة ، والهدايا لا تقبليها وقولي لهم : لا يصلح هذا ، ولا ينبغي أن يجعل وقد عرف قول الرسول صلى الله عليه وسلم : إن كل بدعة ضلالة وإن كل ضلالة في النار .

فالواجب ترك هذه البدع والأعياد الجاهلية ومنها اليوم العالمي للمعلم وفق الله الجميع للعمل بكتابه وسنة نبيه وترك البدع والمحدثات. وبالله التوفيق.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ژباړه :

سوال : په هر کال کې ځنې زده کوونکي د معلم د ورځ لمانځنې په مناسبت سوغاتونه راوړي ، حقيقت دا دی چې زه ددې کار په حکم نه پوهيږم نو ماته معلومات راکړې بارک الله فيکم .

ځواب :  د معلم يا معلمې عيد يا ورځ لمانځنه هيڅ اصل نلري بلکي دا کار بدعت دی ، او هغوی به دا سوغانونه نه قبلوي ، او هغوی ته وايو چې : داسې کول پکار نه دي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دغه وينا ځان پوهول پکار دي چې فرمايي : «إن كل بدعة ضلالة وإن كل ضلالة في النار» (يقيناً چې هر بدعت ګمراهي ده او د هرې ګمراهۍ انجام د دوزخ اور دی ) ، پس د دغه بدعت او جاهلي اخترونو او لمانځلو ترک واجب دی چې له هغو څخه يو هم د معلم جهاني او نړيوالې ورځې لمانځل دي ، الله تعالی دې ټولو ته د هغه په کتاب او د هغه د نبي په سنتو باندې د عمل کولو توفيق راکړي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

فتاوی الاسلام ويب (هيئت علماء قطر )

بسم الله الرحمن الرحيم

ما حكم الهدايا التي يتلقاها الأستاذ في عيد المعلم من طلابه أفيدونا بشيء من التفصيل جزاكم الله عنا خير الجزاء.

الإجابــة

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:

فقبل الجواب عن السؤال نريد أولا أن نبين لك أن ما يعرف بعيد المعلم، هو من جملة البدع والمحدثات التي دخلت ديار المسلمين، لغفلتهم عن أحكام دينهم وهدي شريعة ربهم، ‏وتقليدهم واتباعهم للغرب في كل ما يصدره إليهم. ‏

 وقد قال صلى الله عليه وسلم: من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد. متفق عليه. ‏

 ولم تأت بدعة محدثة من البدع إلا وهجرت أو أميتت سنة من السنن، وقد قال صلى الله عليه وسلم: ما أحدث قوم بدعة إلا رفع مثلها من السنة فتمسك بسنة ‏خير من إحداث بدعة. رواه أحمد.

وعيد المعلم -كعيد رأس السنة وعيد الأم وعيد الشجرة- يدخل في جملة الأيام التي يعظمها غير المسلمين مثله في ذلك مثل النيروز والمهرجان وغيرها من الأيام التي لم ترد في السنة.

وتبادل الهدايا في مثل هذا اليوم، لا نراه مباحا لما فيه من التشبه بغير المسلمين فقد ورد في تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق للزيلعي: … وقال صاحب الجامع الأصغر إذا أهدى يوم النيروز إلى مسلم آخر, ولم يرد به التعظيم لذلك اليوم, ولكن ما اعتاده بعض الناس لا يكفر, ولكن ينبغي له أن لا يفعل ذلك في ذلك اليوم خاصة, ويفعله قبله أو بعده كي لا يكون تشبها بأولئك القوم, وقد قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من تشبه بقوم فهو منهم…

والله أعلم

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ژباړه :

بسم الله الرحمن الرحيم

د هغو سوغاتونو حکم څه دی چې زده کوونکي يې خپل استاذ ته د معلم په ورځ لمانځنه کې وړاندې کوي که په دې اړه ځواب او تفصيل را کړئ الله تعالی د هغه غوره بدله درکړي؟ .

ځواب :

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:

د سوال له ځواب څخه مخکې غواړم تاته دا بيان کړم چې د معلم اختر يا د معلم د ورځې لمانځل له هغو نويو بدعاتو څخه دي چې د مسلمانانو هيوادونو ته را دننه شوي دي چې وجه يې د مسلمانانو غفلت دی له ديني او شرعي احکامو څخه او د غرب څخه د ټولو را ننه شويو شيانو تقليد او پيروي کول دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد». ژباړه:هر چا چې زمونږ په دين کې څه شی پيدا کړل چې له مونږ څخه نه وي (په اسلام کې نه وي ) پس هغه شی مردود دی ( د قبول وړ نه دی) .

او يو نوی بدعت نه راځي مګر دا چې سنت کډه وکړي او له منځه لاړ شي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : کوم قوم او ډله چې بدعت تر سره کوي نو د هغه پشان سنت ورڅخه پورته شوي دي نو تاسې ته په سنتو باندې تمسک له بدعت څخه غوره دی (رواه أحمد).

او د معلم اختر داسې دی لکه د نوي کال لمانځل ، د مور د ورځې لمانځل او يا د ونې لمانځل او دا په هغو ورځو کې شامليږي چې کافران يې تعظيم او درناوی کوي لکه : نوروز ، مهرجان کوم چې په اسلام کې هيڅ اصل نلري .

او په دغه ورځ باندې د سوغاتونو ورکول جواز نلري ځکه چې دا کار د کافرانو سره مشابهت دی په تبيين الحقائق شرح کنز الدقايق کې راغلي : او صاحب د جامع أضعر وايي : کچيرې د نوروز په ورځ يو مسلمان بل مسلمان ته سوغات ورکړي خو دده نيت د دغې ورځې تغظيم او درناوی نه وي نه ورباندې کافر کيږي ، مګر ښايي چې په خاصه او ټاکل شوې ورځ باندې دا کار ونه کړي ځکه چې دا د کافرانو سره مشابهت دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من تشبه بقوم فهو منهم…» (څوک چې د کوم قوم سره ځان مشابه کوي پس له هغوی نه دی له هغوی سره به شميرلی شي .)

والله أعلم.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي