د طاغوت له ملګرتيا لاس واخلئ ځکه چې ماتي حتمي ده

إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (يقیناً چې باطل ورکيدونکی دی) .

 په نړۍ کې ډير باطل انقلابونه تير شوي دي مګر يو يې هم بقاء نلري او له منځه تللي دي .

د فرعون رژيم نسکور شوی دی ، د نمرود حکمراني له منځه تللې ده .

د لوط فاحش او لنډغر قوم تباه شوی دی .

د جنګيز باطل فکري حرکت چې د بقا لپاره يې ډېرې ناحقه وينه تويې شوي له ميځه تللی دی .

سوسياليزم او کمونيزم چې د بقاء لپاره ډيرې ناحقه وينې تويې شوې په ټول عالم له منځه تللی دی .

همداسې په نن عصر کې د اسلامي امت او مسلمانانو ضد صليبي انقلاب چې مشری يې د امريکا طاغوتي رژيم کوي ، د بقاء لپاره ډير مال او ډيرې ناحقه وينې تويې شوې او توييږي ، تر سيورې لاندې يې فاسقان او فاجران په پوره شور او زور له کفر دوستۍ ، فحشاء ، شرابو ، سود ، رشوت ، غصب او منکراتو څخه خوند اخلي او که څه هم په کډه يې د بقاء لپاره شپه او ورځ کوښښ کوي د نسکوريدو او ماتې سره به حمتي مخامخ کيږي ، ان شاء الله – إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا.

پس په نړۍ کې يوازنی انقلاب چې د قيامت تر ورځې به په پوره زور او جوش سره مخ پر وړاندې روان وي کوم انقلاب دی ؟

محمدي صلی الله عليه وسلم انقلاب او د هغه برحق پيروان … هغه انقلاب چې ۱۴۰۰ کاله يې ميزل کړی دی ورځ په ورځ د پرمختګ په حال کې دی ، ټول فکري مکاتب ، ټول اديان يا ورک شوي او يا ورځ تر بلې د زوال پر لورې روان دي مګر يوازې محمدي انقلاب (اسلام ) دی چې هره ورځ د پرمختګ په حال کې دی په خاصه ټوګه د کفر او طاغوت په خاوره کې .

اوس ستاسې خوښه !

که غواړئ چې ورک شئ او له منځه لاړ شئ ، ذليل او مات شئ او ورټل شئ نو د ورک کيدونکو ، له منځه تلونکو ، ماتيدونکو ، ذليل کيدونکو انقلابونو او طاغوت ملګرتيا وکړئ ….

او که غواړئ د دنيا اصلي عزت ، وقار او سعادت او همداسې د آخرت عزت تر لاسه کړئ په اسلام باندې منګولې ټينګې کړئ ، د کفر د بقاء پر ځای د اسلام د بقاء لپاره کار وکړئ .

د فحشاء د ترويج پر ځای پاکدامنۍ ته کار وکړئ …

د سود ، قمار ، رشوت ، احتکار ، بازاري انحصار پر ځای اسلامي اقتصادي نظام ته کار وکړئ

د پرديو د بقاء پر ځای د خپلو د بقاء لپاره کار وکړئ

د وضعي قانون پر ځای د قرآن قانون جوړولو او عملي کولو لپاره کار وکړئ

فکر او قضاوت وکړئ او خپله لاره انتخاب کړئ

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email