کچيرې د بل چا د حق ادا کول ناممکن وي ؟

ښاغلو استادانو، د اسلامی لارښود قدرمندو کارکوونکو اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته

په لمړی قدم کښی غواړم له تاسو ځخه ددی لوی او عظیم خدمت چی په اوسنی عصر کښي یی زمونږ د مسلمان او لس لپاره کوی د زړه له تله قدر دانی وکړم. الله ج دی تاسو ټولو ته ددنیا او اخرت پوره اجره در کړی. زه تل ستاسو دا ارزښتناکه پاڼه داخلیږم او کټور او اړینی لیکنی او اسلامی کتالونه او مقالی لولم. ډیر ځه می تری زده کړی. انشاالله چی په عملی کولوکښي به یی تاسو معذودو ته هم ثواب رسیږی.

قدرمندو: يو پوښتنه لرم هیله ده  چی د شرغی قوانینو په رڼآ کښي یی جواب راکړی.

زه شل کاله مخکښي  ایران ته د کار کولو لپاره تللی ووم . هلته می د رختو  په یوه تولیدی فابریکه کښي کار کاوه. . یو کس رانه یو ځه اندازه تار او تیکه وغوښته . هغه کس ته می د مالک بی اجازی ورکړل. اوس ډیر پیښیمانه یم. ځان ملامت کڼم ځکه هغه مال زما نه ووه. غواړم هغه حق جبران کړم . اوس ایران ته هم تللی نه شم. ځه وکړم چی الله ج می هغه دین له غاړی اری کړی، خکه تل خووریږم . هیله ده ژر یی جواب راکړی.

عبدالقدیر تقدیر


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

کوم بنده چې د قرض او بل حق د ادا کولو قصد او اراده لري نو الله تعالی به مرسته کوي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَنْ أَخَذَ أَمْوَالَ النَّاسِ يُرِيدُ أَدَاءَهَا أَدَّى اللَّهُ عَنْهُ وَمَنْ أَخَذَ يُرِيدُ إِتْلَافَهَا أَتْلَفَهُ اللَّهُ» (رواه بخاري )

ژباړه: كوم سړی چه د خلکو نه په قرض مال واخلی ،او د ده نيت او اراده د ادا کولو وي ، نوالله تعالی به يي ادا کړي (په ادا کولو کی به د ده مدد وکړي ،او که په ژوند کې هغه ادا نشيٍ کړای نو په آخرت کې به يې د هغه د طرف نه ادا کړی ) او چې څوک د چا نه قرض واخلي او د هغه اراده د خوړلو وي ، نو الله تعالی به يې برباد کړي (په دنيا کی به هم دهغه بد نيت د سړي امداد ونه کړي او په آخرت کې به هم د هغه د پاره وبال جوړشي .

دوهم :

کچيرې په هماغه ښار کې ستاسې کوم ملګری وي د هغه ليارې يې ادرس پيدا کړی ، بښنه ورڅخه وغواړئ او يا د هماغه وخت قيمت ور حواله کړئ ښه او که دا امکان نلري نو هماغه اندازه پیسې د هغه کس لخوا صدقه کړي په دې سره به ان شاء الله غاړه خلاصه شي .

جاء في فتاوی اللجنة الدائمة (۱۴/۴۱ ) :

سوال : نفيد سماحتكم بأنه يوجد عندنا مبالغ لأشخاص غير معروفين، ولا يوجد لهم لدينا عناوين أو تليفونات، وإنما أسماء فقط، ومضى عليها من 5- 10 سنوات، ولم يراجعنا أحد لطلبها، وننقلها من دفتر لآخر كل عام، وقد يئسنا من اتصالهم بنا أو حصولنا عليهم، لذلك أحببنا أن نستفتي سماحتكم في حكم هذه المبالغ، وما هي الطريقة التي يمكن معالجة هذه المبالغ بها؟
جواب : إذا كان الواقع كما ذكر من عدم معرفة عناوينهم أو أرقام تليفوناتهم، وإنما تعرفون أسماءهم فقط، فاضبطوا مقدار ما يخص كلا منهم من المبالغ، ثم تصدقوا بها عنهم، فإن جاءكم منهم أحد فأخبروه بما فعلتم، فإن رضي بذلك فالحمد لله، وإن طلب حقه فأعطوه إياه ولكم الأجر وتبرأ ذمتكم ” انتهى .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email