د خلکو عامو او يا تليفوني خبرو ته غوږ نيول

السلام علیکم شیخ صاحب محترمه چاته په پټه غوګ ایښودل په دی موضوع یوه لیکنه وکړه چی دا کار سنګه دی؟

ذاکر الله فاروق

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د بل چا خبرو ته په پټه غوږ نيول چې د هغه کس اجازه نه وي او نه غواړي بل کس د ده دغه خبرې واروي نا روا عمل او ستره ګناه ده د حرام تجسس يا جاسوسۍ يو صورت دی چې په اړه يې سخت وعيد راغلی دی .

ابن عباس رضی الله عنهما وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : «وَمَنِ اسْتَمَعَ إِلَى حَدِيثِ قَوْمٍ وَهُمْ لَهُ كَارِهُونَ أَوْ يَفِرُّونَ مِنْهُ، صُبَّ فِي أُذُنِهِ الآنُكُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ» (رواه البخاري :۷۰۴۲ ).

ژباړه : او څوک چې د کوم کس خبرو ته غوږ ونيسي چې هغه نه غواړي د ده خبرې بل څوک واروي نو د قيامت په ورځ به د هغه په غوږونو کې ولې شوي سرب واچول شي .

أحکام السماع في الشريعة الاسلامیة کتاب په ۳۵۷ صفحه کې ليکلي :

د خلکو د تليفوني خبرو جاسوسي کول هم په دې حرام تجسس کې داخليږي ځکه خلک نه غواړي چې د دوی خبرې بل څوک واروي .

ويدخل في هذه الصورة من صور التجسس التنصت على هواتف الناس ومكالماتهم، وهو (يتضمن معنى تسمع حديث قوم أو التجسس عليهم، فيكون حكم المسألة هو حكم التجسس… أو يكون حكمه حكم التسمع إلى حديث قوم وهم كارهون؛ لأنَّ العادة أنَّ الناس لا يريدون أن يطلع على مكالمتهم أحد، والذي يتنصت على هواتف الناس بهذا المعنى يدخل تحت الوعيد

و الله سبحانه وتعالی اعلم .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email