د ساختمان په دننه کې مصلی ته د حائضي ښځې ننوتل

اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته

محترمه استاده الله دی وکړی چی روغ او جوړ اوسی او د ایمان په بهترین حالت کی اوسی  امین.

یوه پوښتنه می درلوده جی په سویدن کی موږ بلاک کی یو کور په شان ځای نیولی د مسجد  لپاره. کله جی دننه کیږی اول دهلیز تشناب او اشپزخانه ده بیا مخامخ دوه اطاقه د لمانځه لپاره دی.

ایا یوه ښځه جی د عادت ماهوار وخت کی وی دهلیز او اشپزحانه ته یی داخلیدی شی یا قطعا هیڅ باید له دروازی هم دننه نشی؟

د ځواب په تمه

ام ادریس


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې باندې د فقهاؤ اتفاق دی چې جومات ته حائضئ ښځې او جنوب ننوتل حرام دی .

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى حُرْمَةِ اللُّبْثِ فِي الْمَسْجِدِ لِلْحَائِضِ ، لِقَوْلِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” لا أُحِلُّ الْمَسْجِدَ لِحَائِضٍ وَلا جُنُبٍ ” الموسوعة الفقهية ۱۸/۳۲۲ .

او همدارنګه هغه اتاق چې په تعمير کې د لمانځه لپاره خاص شوی وي او هلته پنځه وخته د جماعت لمونځ ادا کيږي هغې ته د حائضې ننوتل منع دي مګر د ضرورت او حاجت پر مهال باک نلري ، لقوله سبحانه وتعالی [ولا جٌنباً إلا عابري سبيل] او د لمانځه د اتاق پرته آشپزخانه او تشناب د لمانځه د ځای حکم نلري هغې ننوتل جايز دي .

جاء في فتاوی الاسلام سوال جواب :

الحمد لله
إذا كان المبنى المذكور قد أُعد مسجداً ويسمع أهل الدورين الأعلى والأسفل صوت الإمام صحّت صلاة الجميع ، ولَم يجُز للحُيّض الجلوس في المحل المعد للصلاة في الدور الأسفل ، لأنه تابع للمسجد ، وقد قال النبي صلى الله عليه وسلم : ( إني لا أُحل المسجد لحائض ولا جٌنٌب ) . أما مرورها بالمسجد لأخذ بعض الحاجات مع التحفظ من نزول شيء من الدم فلا حرج في ذلك ، لقوله سبحانه : ولا جٌنباً إلا عابري سبيل .
ولما ثبت عن النبي صلى الله عليه وسلم ، أنه أمر عائشة أن تناوله الخمرة من المسجد ، فقالت إنها حائض فقال صلى الله عليه وسلم ، ( إن حيضتك ليست في يدك ) .
أما إن كان الدور الأسفل لم ينوه الواقف من المسجد ، وإنما نواه مخزناً ومحلاَّ لما ذكر في السؤال من الحاجات فإنه لا يكون له حكم المسجد . والله ولي التوفيق .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي