په حاجي باندې د حج پرته بله قرباني شته ؟

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

۱:که يو څوک حج ته ولاړ شي او دسعودي څخه وخپلي کورنۍ ته تليفون وکړي زما لپاره هم قرباني وکړي ايا ددغه حاجي قرباني صحيح کيږي که يا ستاسي دجواب په هيله

۲:که چيري يوڅوک زکات ادا کوي دغه کس هغه بل کس چي زکات اخيستونکي دي داسي ورته واويي چي داپيسي ماته يوچا راکړي چي دادزکات پيسي دي پدي خاطر چي ريا پکي رانه شي دا زکات اداشوي دي


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د لومړي سوال ځواب :

په حاجي باندې د حج پر مهال په منا شريف کې د «هدي» په نوم قرباني واجبه ده او پخپل وطن کې بله قرباني کول ورباندې واجب نه دي ، مګر که د خپلو ضعيرانو اولادونو او فقيرانو والدينو لپاره قرباني وکړي کار خير او دا کار د مستحب حکم لري .

جاء في أحکام الأضحية :

قال أبو حنيفة : تجب الأضحية في حق المقيم دون المسافر ، وليس على الحاج أضحية ، وأما المسافر فالأضحية في حقه تطوع عند الحنفية (۱) .

واحتج الحنفية بما ورد عن بعض الصحابة والتابعين أنهم كانوا لا يضحون في السفر ولا في الحج فمن ذلك :

  1. ما رواه عبد الرزاق بإسناده عن عمر بن الخطاب  أنه كان يحج فلا يضحي (۲) .
  2. وروى أيضاً بإسناده عن نافع عن ابن عمرt قال :[ لم يكن أحد من أهله يسأله بالمدينة ضحية إلا ضحى عنه وكان لا يضحي عنهم بمنى ] ۱ .

د دوهم سوال ځواب :

زکات ورکول د زکات د نوم يادولو پرته هم ادا کيږي او کار د خير دی مثلاً د شريني ، سوغات او کومک په ډول او په پټه ورکول يې هم جايز او غوره دي او ښکاره ورکول يې هم جايز دي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[إِنْ تُبْدُوا الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِنْ تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاءَ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَيُكَفِّرُ عَنْكُمْ مِنْ سَيِّئَاتِكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ][۳]

ژباړه: كه تاسو خیراتونه په ښكاره وكړئ، نو دا یو ښه كار دى او كه تاسو دا په پټه وكړئ او فقیرانو ته يې وركړئ، نو دا ستاسو لپاره ډېر غوره دي او هغه (الله) به له تاسو نه ستاسو ځینې ګناهونه لرې كړي، او الله په هغو (كارونو) چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱) بدائع الصنائع 4/195 ، إعلاء السنن 17/235 ، الهداية مع تكملة شرح فتح القدير 8/425 ، بذل المجهود 13/47، عمدة القاري 21/146 .

(۲) المصنف 4/382 .

۳ – سوره البقرة :۲۷۱ .

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي