د ديموکراسۍ عَلمبرداران ولي د شرعي نظام د مخالف ناري وهي

  • دا ځکه چې بيا به د غلا ، رشوت ، د بيت المال د هر قسم تالان او چور مخنيوی وشي ، مالدار به نشي کولای چې د جرم د سزا پر ځای پسې ورکړي ، د پيسو په زور باندې حق باطل او باطل حق وګرځوي .
  • دا ځکه چې بيا سودي اقتصادي نظام نسکور شي هغه نظام چې يوازې د مالدار پيسې به د کوم کار او تکليف پرته نورې پيسې زږوي خو فقير او فقير ولس به د فقر له پاسه فقر زغمي .
  • ځکه چې بيا به د شرابو چښل نه وي ، د بيګانه ښځو او نجونو سره به څنګ پر څنګ په علمي مراکزو ، دفترونو کې اوسيدل ، ملګري او عشق بازي نه وي او د بل د ناموس پر وړاندې به هغه څه نه وي کوم چې اوس دي.
  • ځکه چې بيا به صوت شيطان او لښکر شيطان نسکور شي ، هغه کسان چې په پوره جرأت سره د خلکو د ديني او اخلاقي ارزښتونو نړول او ويجاړول غواړي .
  • ځکه چې بيا به فاحشه خانې نه وي او د بهرنيو هيوادونو څخه به د فاحشو ښځو قاچاک بند شي کوم چې د دغې فحشاء په عوايدو کې لوی لوی کسان لاس لري.
  • او بلاخره به د ديني او اخلاقي ارزښتونو څخه خالي بې قيده او بې واکه آزادي نه وي ، داسې آزادي چې غواړي خلک له ټولو ديني او اخلاقي ارزښتونو څخه آزاد کړي .

خو د پورته ذکر شوي فساد ، شرارت او شيطانت په بدل يې څه شی له لاسه ورکړي دي ؟

۱- هر ډول امن او سکون .

۲- ديني او اخلاقي ارزښتونه .

۳- عزت او شرافت .

۴- حق او عدالت .

۵- استقلال او آزادي .

نو آیا تاسې خپل امن او سکون ، ديني ارزښتونه ، حق او عدالت ، استقلال او ازادي په همداسې خسيسو حرامو شیطاني څيزونو خرڅوئ ؟

خو پوه شئ که تاسې يې خرڅوئ نو مسلمان ولس يې نه خرڅوي .

دا د مسلمانانو وطن دی ، د اسلام خاوره ده ، او وطن د هر کافر او طاغوت لپاره قبرستان دی .

نو آیا تاسې دومره نه پوهيږئ چې اسلام او مسلمانان څه غواړي ؟

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي