د اسلام سياسي نظام- شرايط او ضوابت

هيڅ څوک مونږ ته په انتظار نه دي چې د اسلام د سياسي نظام په اړه يوه دقيق لاره راته وړاندې کړي او دا کار د يو اسلامي دولت له جوړيدو پرته امکان نلري.

 او هيڅ څوک مونږ ته په انتظار نه دي چې د اسلامي تاريخ يو تصوير را ته وړاندې کړي .

نو دا زمونږ د درس يو بله موضوع ده چې د الله تعالی په اذن يې وړاندې کوو.

 د اسلام د سياسي نظام لپاره اصلي شرطونه او خطونه دي چې د ټولو يا ځنو په نه پلي کولو نه صحي کيږي مونږ دلته د الله تعالی په اذن دغه شرطونه د دليل پرته بيانوو او زمونږ په باور د اسلام د سياسي نظام لپاره دری اصلي شرطونه يا خطونه دي :

۱- اسلامي شريعت .

۲- امت حق قبلوي . أمة تحمل الحق

۳- واک له حق څخه دفاع کوونکی دی . سلطة تحمي الحق

  • ۱- اسلامي شريعت:
  • د اسلامي شريعت لپاره دری شرطونه دي .

د اسلامي نظام د شرعې او قانون لومړی مصدر به د الله تعالی شريعت وي (ان الحکم الا لله ) .

د شرع ، تحليل ، تحريم ، أمر او نهی حکم هغه به الله تعالی لره وي چې د ځکمو او آسمانونو مالک او واکدار دی دا که فرد وي اويا خلک او ټولنه وي ، په دې کار کې به د الله تعالی سره هيڅ ډول شی نه شريکوي بلکي د هغه پيروي به کوي .

کوم شيان چې د شرعي په قطعي دلائل حلال دي هغه به حلال وي او کوم شيان چې حرام وي هغه به حرام وي څوک پکې د رأی او نظر ورکولو هيڅ حق نلري .

او داسې مسائل او نوازل چې په هغه کې د شرعې قاطع دليل نه وي هغه به د اسلامي شريعت په رڼا کې د اجتهاد په وسيله استباطيږي او اجتهاد به داسې کسان تر سره کوي چې شرعاً اهل اجتهاد وي .

دوهم شرط : د الله تعالی شريعت به لوړ وي :

 د الله تعالی شريعت او قانون به د نورو ټولو شرعيتونو او قوانينو څخه لوړ وي او د هغه څخه به هيڅ قانون او شريعت لوړ نه وي او لکه مخکې مو چې اشاره ورته وکړه شريعت به يوازې په احکامو کې د تطبيق وړ نه وي بلکي د ژوند په ټولو اړخونو او فعاليتونو کې به پلي کيږي .

په ډيرو نصوصو کې په دې باندې ټينګار شوی دی چې د الله تعالی شريعت به لوړ وي

الله سبحانه وتعالی فرمايي:  ” وَكَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا “

يعنې د الله تعالی شريعت به عالي او لوړ وي ځکه د «کلمة» لفظ د الله تعالی د کلماتو جامع لفظ دی او د کلماتو څخه مطلب شريعت دی .

رسول الله  – صلى الله عليه وسلم فرمايلي: “من قاتل لتكون كلمة الله هي العليا ،  فهو في سبيل الله” 5.

او الله تعالی فرمايي : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ]

ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول په مخكې مه وړاندې كېږئ، او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى.

لومړی آيت داسې معنی لري چې : د الله او د هغه د رسول پر وړاندې به هيڅ رأی ، شرع او قانون او نظام مخکې نه وي بلکي د الله تعالی شريعت به لوړ وي.

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَنْ تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تَشْعُرُونَ ]

ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل اوازونه د نبي د اواز له پاسه مه پورته كوئ، او مه ده ته په اوچت اواز خبره كوئ، لكه ستاسو د ځینو له ځینو نورو سره د اواز اوچتولو په شان۔، له دې وجې چې ستاسو عملونه به برباد شي او تاسو به پوه نه وئ.

او دوهم آیت معنی دا ده چې د رسول الله پر وړاندې خپل غږونه مه پورته کوئ او دا معقوله نه ده چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر وړاندې د مادي صوت پورته کول حرام وي خو د معنوي صوت پورته کول لکه شرع ، رأی او نور د رسول الله د شرع څخه لوړ جايز وي ، ځکه چې د هغه خبرې خو وحی ده :” وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى، إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى ”  2.

کيدای شي دا شرطونو د هغو لپاره چې د اسلامي شريعت پلي کول قبلوي عجيب ښکاره شي مګر د هغو کسانو لپاره به ضرور وي چې پخپل آساسي قانون کې يې ليکلي وي چې اسلامي شريعت اصلي مصدر دی نو د هغه سره د نورو قوانينو تړل جايز دي .

او يا ځنې نورو د وضعي او عرفي قانون څخه وروسته اسلامي شريعت دريم مصدر ګرځولی دی نو هغوی نور شريعتونه د الله تعالی پر شريعت ور لوړ کړې دي او يا يې د الله تعالی د شريعت سره پر ځنو برخو کې نور شريعتونه يو ځای کړي دي په دې بهانه چې دا شيان خو شريعت نه دي بيان کړي او حال دا چې اسلامي شريعت هغه په واضح توګه بیان کړي.

 لکه بانکي سيستم او همداسې د اقتصاد او ټولنيزو برخو په ډيرو برخو کې حتی د سياست په برخه کې .

نو د دغو شرايطو بيان ضروري دی کله چې مونږ دا وايو چې د الله شريعت به لوړ وي نو ددې معنی دا ده چې هيڅ شريعت به ور سره کډ نه وي او هيڅ شريعت به ورڅخه لوړ نه وي نو که داسې وي نو هغه به شرعې نظام نه وي که څه هم ځان ته اسلامي ووايي .

دريم شرط : د الله تعالی د شريعت تطبيق به شامل وي:

 د الله تعالی د شريعت تطبيق به شامل وي جزيي به نه وي د الله تعالی شريعت شامل دی عقيدې ، اخلاقو لره او همداسې شامليږي شعائرو او معاملاتو نو هغه شامل نظام دی چې هيڅ ويش او تجزیه نه مني :

او دا (شريعت) شرعاً هيڅ ډول تجزيه نه قبلوي ، ځکه چې الله سبحانه وتعالی اسلام يو کامل شريعت ګرځولی دی او د هغه د يوې برخې پرې کول او د يوې برخې بدل پر بل څه سره ، نشو کولای چې هغه ته اسلام ووايو يا په هغه باندې الله تعالی زمونږ څخه راضي شي ځکه چې الله تعالی مونږ د دغه ډول فتنې څخه منع کړي يو : [وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ ] .

ژباړه: او ته له دوى نه محتاط اوسه (هسې نه) چې دوى تا له ځینو (حكمونو) نه واړوي، چې تا ته الله نازل كړي دي.

او ددې وروسته د تجزيې په اړه فرمايي :

[ أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ ]

ژباړه: ایا نو دوى د جاهلیت فیصله غواړي؟ او په فیصله كولو كې له الله نه (بل) څوك ډېر ښه دى، د هغه قوم لپاره چې یقین كوي!

پس هغه کسان چې د غير الله څخه د نظام ځنې برخې اخلي داسې دی لکه د غير الله څخه چې ټول نظام اخلي نو هغه د جاهليت پر حکم باندې راضی شوی دی او الله تعالی د حکم څخه يې سر غړونه کړې ده «مَنْ حَالَتْ شَفَاعَتُهُ دُونَ حَدٍّ مِنْ حُدُودِ اللَّهِ، فَقَدْ ضَادَّ اللَّهَ»  سنن أبي داود – الأقضية (3597) مسند أحمد – مسند المكثرين من الصحابة (2/70)   سلسلة الصحية ۴۳۸

ژباړه : څوک چې د الله تعالی د حدودو څخه په يو حد شفاعت کوي نو الله د الله تعالی حکم مات کړ او يا هغه د الله تعالی پر وړاندې د جنګ اعلان وکړ .

دا يوازې په يو حد کې د سپارش کولو او شفاعت خبره ده نو داسې فکر وکړئ هغه څوک چې د حدودو د عملي کولو پر وړاندې خنډ دی او يا يې هيڅ نه عملي کوي نو هغه د الله تعالی د دين پر وړاندې ښکاره جګړه پيل کړې ده .

نو د الله تعالی د شريعت تجزيه کول فتنه ، جاهليت او د الله او د هغه د رسول سره دوښمني کول دي .

اساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي