د اسلام اقتصادي نظام – متوازن مصرفي نظام

متوازن مصرفي نظام (بانکي نظام):

په غرب کې داسې بانکي نظام رواج لري چې هغه د ګټې پر ارزښت ولاړ دی او يا پر بل عبارت پر سود باندې ولاړ دی.

او ډير وروسته خلک متوجه شول چې ددې نظام تر شا د يهودو لاس دی ،او عامه شتمنۍ يا بيت المال کلۍ د دوی په لاسونو کې ده تر څو نغدې پيسې د کوم کار او زحمت پرته نورې پيسې وزږوي .

اوس مهال د سود خطر ته د غرب پوهان متوجه شوي دي ، هغوی وايي چې په امريکا کې د جرايمو د رامنځته کيدو زياته وجه سود او يا د سود په بڼه احتکار او نور دي چې ددې په وجه په امريکا کې په يو کال کې ۴،۵ ميليونه خطرناک جرايم رامنځته کيږي د هغو څخه :

په هرو ۲۹ دقيقو کې د قتل جرم .

په هرو ۱۷ دقيقو کې په زور سره د زنا کولو جرم .

په هرو دوو دقيقو کې په زور د غلا جرم .

په هرو ۴۱ ثانيو کې يو موټر غلا کيږي .

په هرو ۱۷ ثانيو کې يو کور غلا او لوټول کيږي .

همداسې نور ، رښتيا ويلي الله سبحانه وتعالی :

” الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا ”  .

ژباړه: هغه كسان چې سود خوري؛ دوى به (له قبرونو نه) نه پاڅیږي مګر په شان د پاڅېدلو د هغه كس چې شیطان هغه په لېونتوب سره بدحواسه كړى وي، دا ځكه چې یقینًا دوى ویلي دي چې بېشكه بیع خو د سود په شان ده، حال دا چې الله اخيستل خرڅول (بیع) حلال كړي دي او سود يې حرام كړى دى.

” يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ ” [1]

ژباړه: الله سود محوه كوي او خېراتونه (صدقې) زیاتوي، او الله هېڅ یو سخت ناشكره، سخت ګناهګار نه خوښوي.

او بيا وروسته سخت وعيد دی :

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَذَرُواْ مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ 278 فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ][2]

ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ او هغه باقي پاتې سود پرېږدئ؛ كه تاسو مومنان یئ ، نو كه تاسو (داسې) ونه كړل، نو تاسو د الله او د هغه د رسول له جانبه په جنګ كولو خبر شئ، او كه چېرې تاسو توبه وباسئ، نو ستاسو رأس المال (اصل مال) ستاسو لپاره دى، مه تاسو ظلم كوئ او نه به په تاسو ظلم كېږي.

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – سوره البقره : ۲۷۵-۲۷۶ .

[2] – سوره البقره :۲۷۸-۲۷۹ .

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي