د تدبير او تقدير تر منځ څه فرق دی ؟

انلاین اسلامی لارښود دپاڼی محترم کار کونکو ته  اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

بعده سلامه محترمو زما یوه پوښتنه دتقدیر او تدبیر په باره کی ده هغه داسی تقدیر وڅه ته وایی او تدبیر وڅه ته وایی ایا کیدای سی چی تقدیر دی په تدبیر بدل سی دمثال په ډول خلګ وایی تقدیر کیدای سی په تدبیر باندی بدل سی که چیری په دی باره کی معلومات راکړی او بل داچی کله انسان دپاره الله تقدیر لیکلی وی .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

تدبير : د يو کار د ترسره کولو مخکې د هغه کار د پايلو په اړه سوچ او فکر کولو ته تدبير وايي د مشروع کار لپاره جايز او کار د خير دی .

قدراو تقدير : اندازې لګولو ته وايي .

آيا په تقدير کې بدلون او تغير راتلای شي ؟

تقدرير څلور ډوله دی :

تقدير ازلي :

هغه تقدير دی چې د کائينات د پيدایښت مخکې الله تعالی ټول شيان په لوح محفوظ ليکلي دي او په دغه تقدير کې هيڅ بدلون نه راځي ځکه دا د الله تعالی علم دی چې د کائيناتو د پداښت مخکې د مخلوق په ټولو احوالو خبر وو .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ (القمر :۴۹ ) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : كَتَبَ اللَّهُ مَقَادِيرَ الْخَلَائِقِ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِخَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ  (رواه مسلم ).

دوهم – تقدير عمري :

دا هغه تقدير چې د ملائکه د الله تعالی په حکم د مور په رحم کې ليکي چې دا انسان به نارينه وي يا ښځينه ، نيکبخته به وي او يا بدبخته او عمر او رزق يې ليکل کيږي او په دغه تقدير بدلون راځي .

دريم – تقدير حولي :

 دا هغه تقدير دی چې په کال د ليلة القدر په شپه باندې د راتونکي کال تغيرات او احوال ليکل کيږي او په دې تقدير هم بدلون راځي .

څلورم –تقدير  يومي :

هغه تقيدير او ليکنه ده چې کرام الکاتبين ملائيکې يې هره ورځ ليکي :

يوازې په ازلي تقدير کې بدلون نه راځي او نورو دريو ډولونو کې چې د ملائکو لخوا ليکل کيږي بدلون راځي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من أحب أن يبسط له في رزقه ، وينسأ له في أثره ، فليصل رحمه» (راوي : انس بن مالک – متفقٌ عليه )

ژباړه : څوک چه خپله روزي ډيره او عمر زيات غواړي نو هغه ته پکار دی چه خپلوي ښه و پالي.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email