په اسلام د اختر مبارکی الفاظ او طريقه

السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته محترم مولوی صاحب پوښتنه مې دا ده چې د اختر مبارکۍ په باره کې کوم احادیث شته چې اصحابو کرامو رض به په کومه طریقه کوله که لږ واضحات ورکړئ منندوی به مو یم والسلام

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

يو بل ته د اختر مبارکي ويل جايز او ښه کار دی .

صحابه کرامو رضی الله عنهم به چې کله په اختر کې يو له بل سره مخ کيدل داسې به یې ويل « تَقَبَّلَ اللَّهُ مِنَّا وَمِنْك » (الله دې زمونږ او تاسې څخه قبول کړي، يعنې صالح اعمال )[1] .

صاحب د الدرمختار ابن عابدين رحمه الله وايي : د شام او مصر په ښارونو کې د خلکو په منځ کې «عيد مبارک » او نور الفاظ رواج لري ، مبارک د خير او برکت دعا ده او ددې لفظ کارول ښه او جايز دي[2] .

د حرمين شريفين عالم ابن عُثيمين رحمه الله وايي : د لمانځه وروسته مصافحه (لاس ورکول ) او معانقه او اختر مبارکي ويل باک نلري ځکه دا کار خلک د عبادت په نيت نه بلکي د احترام لپاره عادتاً تر سره کوي [3].

نوټ : مګر د اختر د لمانځه څخه وروسته مصافحه ، معانقه کول به سنت او د شرعې حکم نه بلل کيږي کچيرې څوک دا نيت ولري بدعت ګرځي ځکه په دې اړه اسلامي شريعت حکم نه دی ورکړی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

 


[1]فعن جُبَيْرِ بْنِ نُفَيْرٍ قَالَ : كَانَ أَصْحَابُ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا اِلْتَقَوْا يَوْمَ الْعِيدِ يَقُولُ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ : تَقَبَّلَ اللَّهُ مِنَّا وَمِنْك . قال الحافظ : إسناده حسن .

[2] – جاء في الموسوعة الفقهية : ذهب جمهورُ الفقهاء إلى مشروعية التهنئة بالعيد من حيث الجملة، فقال صاحب الدر المختار – من الحنفية -: إن التهنئة بالعيد بلفظ “يتقبَّل الله منا ومنكم” لا تُنكر، وعقَّب ابن عابدين على ذلك بقوله: إنما قال – أي: صاحب الدر المختار – كذلك؛ لأنه لم يُحفظ فيها شيء عن أبي حنيفة وأصحابه، وقال المحقق ابن أمير حاج: بل الأشبه أنها جائزة مستحبَّة في الجملة، ثم ساق آثارًا بأسانيد صحيحة عن الصحابة في فعل ذلك، ثم قال: والمتعامل في البلاد الشامية والمصرية: عيد مبارك عليك ونحوه، وقال: يمكن أن يلحق بذلك في المشروعية والاستحباب؛ لما بينهما من التلازم؛ فإن من قبلَت طاعته في زمانٍ، كان ذلك الزمان عليه مباركًا، على أنه قد ورَد الدعاءُ بالبركة في أمور شتَّى، فيؤخذ منه استحباب الدعاء بها هنا أيضًا.

[3] – ما حكـم المصافحة، والمعانقة، والتهنئة بعد صلاة العيد؟

الإجابة: هذه الأشياء لا بأس بها، لأن الناس لا يتخذونها على سبيل التعبد والتقرب إلى الله عز وجل، وإنما يتخذونها على سبيل العادة، والإكرام والاحترام، ومادامت عادة لم يرد الشرع بالنهي عنها فإن الأصل فيها الإباحة كما قيل: والأصل في الأشياء حل ومنع عبادة إلا بإذن الشارع مجموع فتاوى ابن عثيمين” (16/208-210) .

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي